کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   
د فن سمندر، د سمندر فن


عنایت الله خان دیدار
 
 


له ځانه چورلي ناخبرلکه مرید د رحمان
د چا تلاش کوي چې نه کوي دمه سمندر
(طاېرځلاند)
په کوریولېوني او د غږچینه کې د خاکي بنده ذهن اوحواس بوخت دي.
خدای خبر، چې وفا سمندر به مونږ له څه رایادوي!!؟ دی به زموږ د لاشعور په تیارو او د وجود په لرې ویرانو او کنډوالو کې د کوم ماضي په یاد کې کله ساندې اوکله سندرې وايي؟ دی ذره په دریاب کې ورکول غواړي او که دریاب په ذره کې محسوسول غواړي؟ دا د کومې ورکې تلاش دی، چې خاموشه سمندر یې په کوکارو راوستی دی؟ دا د کوم محرومیت جبران دی چې له هرڅه سره سره یې د خاورو او خټو انور په نشت مین کړی دی، دا کوم کړنګ دی چې طرف یې نه په سرونو، نه په عناصرو او نه په شپږو خواوو مالوم دی؟ دا کوم جنون دی، چې په سترګو یې د لېونتوب پړدې غوړېدلي دي؟ دا څه دي، چې د سمندر په خودسریې بې خوده کړی دی او رازونه یې پرې ویلي دي؟ ددې مجنون سر په کومو شکوو ککړ دی چې د سارا ټولې تیږې یې اړولي دي؟ دا کوم اضطراب دی چې کله یې ځان ته په سجده کړي او کله جانان له؟ دا د کومو میو مستي ده، چې د خپل وجود ویدو بیابانونو ته یې بې وجوده او بې زبانه بېولی دی؟ دا کومه لمحه فراموشي ده، چې د ټکو سمندر یې د لاشعور په تیارو کې د خپل ذات په تلاش ستومانه کړی دی؟ دا کومه مجبوري ده، چې ناممکنات د ممکناتو سره تړي؟
ددې ټولوخبرو جواب یو دی او هغه:
زموږ تل کې څپانده بژژژژس د سمندر د څپو غږ دی.
(د غږ چینه ۱۵م مخ)
بل ځای وايي:
دا جسم زما کور دی.
زه په دې کور کې د خدای لیدلو او اورېدلو ته راووتم.
زه په دې کورکې د کلام او رڼا په ډک جام پېښ شوم.
اوس زه وتی یم.
بدن ته ګورم او وایم؛ ژوند عجیبه باد او باران و چې پردې جسم تېر شو.
ارواح یوازې له خدای سره اوسي؛ او ددې هرڅه کور یو دی.

د وجودونو د دې لوبې بل لوبغاړی رحمان بابا فرمايي:
مخ د یار مې هسې نقش دی په زړه کې
نه پوهېږم چې رحمان یم که جانان یم؟
مونږ د عشق په کوم مقام ولاړیو؟ دا کوم حد او سرحد دی، چې بنیادم خپل وجود پو پنا کړي او هرڅه د خپل جانان د ذات حصه ګڼي؟
حمزه بابا ویلي و:
دا ته چې ښکارې کله نه ښکارې
کله مې زړه کله لېمه ښکارې
چې تا ته وګورمه زه ښکارم
چې ځان ته وګورمه ته ښکارې

غني خان وايي:
دا رنګ زما د سترګو نه دی رنګ دی د جانان
دا شرنګ زما سینه کې د پښو شرنګ دی د جانان
منصور خو پخوا ډوب شو دا تش نور دی د جانان
دا نه دی منصور نه دی دا سرور دی د جانان

من که در ذات او شدم فانی
کی به صفات می بینم

د روم مولانا جلاالدین محمد فرمايي:
صد هزاران حشر دیدی ای عنود
تاکنون هر لحظه از بدو وجود
از جمادی بی خبر سویی نما
و زنما سویی حیات و ابتلا
باز سوی عقل وتغیرات خویش
باز سوی خارج این پنج و شش
تا لب بحر این نشان پای ماست
پس نشان پا درون بحر لاست

منصور ته منسوب شعر دی:
بینی وبینک انی الیاز عنی
فارفع بلطفک انی من البین
(زما او ستا په منځ کې(زه) دی او جنګیږي ـ په خپل کرم دې دا (زه)له منځه وباسه)
د یونانیانو د شرابو او سرور خدای ګوټي (وایونیسیس) عبادت کوونکیو به شراب وڅښل، د کېف او مستۍ په حالت کې به یې نڅاګانې او مستۍ کولې، هغوي عقیده لرله چې د وجد او حال په حالت کې دیوتا په هغوي کې دننه حلول کوي. ددې ډلې یو بل کس د فیثاغورث شاګرد ارفیوس و، هغه وویل، چې ژوند خفګان او دنیا د روح زندان دی. تر دې وروسته ناېدیس د (یوه وجود) نظریه وړاندې کړه. هغه وویل: وجود هماغه یو لوی حقیقت دی، چې پر ټولو کاېناتو محیط دی.
زما په خیال د ټولو نه بنیادي خبره داده، چې سمندر صېب خپل ځان، جهان او جانان ورک کړی دی. دی له لاشعور نه له لاشعور سره خبرې کوي. دی لکه د فلاطینوس له روح او لاشعور سره کار لري. وجود بیخي په نظر نه ورځي. فرفوریوس د فلاطینوس په اړه لیکي:
«هغه به په دې خبره شرمېده، چې دومره پاک روح ولې په خاورین جسم کې بندي دی؟ یوه ورځ یو ملګری له یوه انځورګر سره ورغی، چې تصویر یې وکاږي، فلاطینوس هغه منع کړو، ویې ویل: ته چې د کوم څيز تصویر کاږل غواړې (یانې ظاهري جسم) هغه زما د ذات حقیر ترینه حصه ده.»
سمندر خپل ټکي په ابهام محکوم کړي دي، ملګري وايي، چې مونږ د سمندر په سکون او حرکت نه پوهېږو، دی له مونږ نه ډېر ها خوا روان دی او له ځانه سره غږیږي.
یوه ټپه رایادیږي:
خلک چې څه وايي ریښتیا دي
زما په سپینه لمن تور ولګېدنه
فطرت به لا په ځان کې راغونډوي، خو انتشار هم څوک دی. په دې موقعه او ددې خبرې د تورې، سپینې په اړه زه مکتوبات شلر ته ورځم. شلر ته د هغه یو ملګری لیکي:
«پر ما د فني تخلیق چینه وچه شوې ده»
شلر د هغه په ځواب کې لیکي:
«ددې وجه داده چې ستا فکر ستا پر وجدان حاوي شوی دی، او کله چې په زړه او ذهن باندې هجوم راوړي او د هغو خیالاتو په سختۍ سره جاېزه واخیستل شي، نو د تخلیق عمل ته لازماً زیان رسیږي او تفکر یې تر هغې جاېزه نه شي اخیستی، څو پورې چې هغه له نورو خیالاتو سره مربوط نه کړي. کره کتونکي دې کېفیت ته د تخلیق کار جنوني حالت وايي، مګر په اصل کې همدا د تخلیق اصلي رنګ دی.»
د سمندر صېب په هکله زما هم د ارایه ده، زه دا منم، چې دده ټکي په ځینو ځایونو کې بې امتزاجه دي او منظم تسلسل ورنه ورک دی، خو د فراېډ دا خبره هم هېرول نه دي:
«د ارټ عظیم شاهکار د یوه خوب په څېر وي، ځکه چې دا دواړه لاشعوري عملونه دي، خو په دې کې فرق دادی، چې خوب یو مخ لاشعوري وي او په نظم کې د شعور دخل او تصرف اړین وي»
د سمندر فن د نفس انساني له ژورو او د لاشعور له نامالومې دنیا سره تعلق لري. ارسطو ویلي و، چې هر فنکار په مالیخولیا اخته وي. او فراېډ وايي، چې هرفنکار په نارسیسیزم اخته وي، په یوه لېوني او فنکار کې هېڅ توپیر نشته دی او که دی، نو هغه دادی، چې لېونی په خپلو تخیلاتو کې ورک پاتې کیږي او فنکار د ريښتیاوو نړۍ له واپس راځي. د تخلیق په کار کې فنکار کوم مستقل شخصیت نه لري، هغه د لاشعور د ړندو قوتونو په لاس ورځي او د یوې وسیلي په توګه ور څخه کار اخلي» نو ځکه خو ژنګ وايي، چې ګوېټې فاوسټ نه و تخلیق کړی بلکې فاوسټ ګوېټې خلق کړو.
د شک بلاخوړلی سمندر دکانټ په شان په ميټافزیک باندې فکر کوي، فرمايي:
«تر هغه چې یوې مور زېږولم، زه چېرې وم؟
تر هغه چې یوه پلار نومولم، په څه نومېدلم؟
تر هغې چې د کلي، قوم، دود، تاریخ واسکټونه او خولۍ یې را اغوستلې؛
پر سر را ایښوولې
زه څه وم، څوک وم؟؟؟»
(غږ او رڼا زما وزرې ۲ مخ)
غني خان ویلي و:
دا زه څه له ولې جوړ شوم؟
خبرنه یم نه پوهېږم
حقیقت مې نشته باد یم
مستول کوم مستېږم
په خندا کې مې ژړا ده
په خفه سترګو خندېږم
وفا د شک په کوم حد او سرحد ولاړ دی، چې هاخوا ګوري او دا خوا حقیره ګڼي او یا په نظر نه ورځي؟ او یا لکه دی، چې ددې لوبې لوبغاړی نه وي!! دده د سترګو څنګه نظر دی، چې محسوس نه محسوسوي او د نامحسوسو څیزونو په شد او مد خبرې کوي؟ ده، جوړې د خپل فن او فکر دنیا، هااااغې تیارې ته پرېښې ده، کومې چې زموږ د اجدادو، زموږ د را روان پېر او زموږ شریکه ده؟
کارل ګوستو یونګ جوړې ده ته ویلي دي: «هر هغه څوک چې په هنرکې د یوې ازادې ارادې خاوند دی او یو هدف لري هغه سړی هنرمند نه دی، بلکې هغه څوک هنرمند دی، څوک چې هنر ته اجازت ورکوي چې دده په وسیله خپل مرام ته ورسیږي.» نو ځکه خو سمندر په ابدي اصولو روان دی، په کومو چې لا ددې دهر ډېرې سترګې ناخبره غړیږي.
د غږ د چینې نه اواز راځي:
«زه هغه مینه، هغه چوپ خوند، هغه ناشمېرلي هوسونه نه وینم. څه شی نه دي پاتې.
هغه د خاطرو ښار له ما وتی.
زه د ځمکې او آسمان، سیند او توفان، اور او خاورې یوه سره دوړه وینم،
چې دلته په دغه پروت بدن کې را غونډه شوې او زما نوم ورباندې سیوری جوړ کړی.
پښې او لاسونه، سترګې او غوږونه، خوله او پکې ویده غاښونه ګورم؛
خو زه نه یم. دا بدن خالي دی، تش دى.
كالبوت زما نښې نلري. د مینې او اګاهۍ ګوربت له دې بدن څخه الوتی.»
سمندر له ځانه کډه کړې ده او دا مجنون په داسې سارا اباد دی، چې هلته د چا د پښو یو نیم، نیم وران شوی خاپ پاته دی او نوره په نشت محکومه ده. دی په دې سارا کې د شهرت لپاره د ټکو سوداګري نه کوي. په ټکو ثنا کوي، وجود لوبوي او د ممکن او ناممکن په سودا مشغول دی، که ځان یې وموندو، نو د دنیا کور ته به ډېرې ګټې راوړي او بیا به ددې وخت دې سېفو له سېف الله خان وایو.
سمندر د فرایډ او ژونک د لاشعوري لټون ملګری دی. اوس خو سارا ده ټکي دي او جذبې دي. سمندر په همدغه تشه سارا مین دی، دی سمندر دی، خو سارا یې هماغه شان ساتلې ده، لکه څنګه چې وي:
د هندوستان د (زن) د فلسفې په یوه حکایت کې راځي: «د باغ خاوند راغی، مالي ته یې وویل، سبا ته باغ ښکلی کړه څوک ورته راځي.
سبا شو. د باغ خاوند راغی مالي باغ له پاڼو پاک کړی و، خاوند یې ولید، ونې ته وروخوت، پاڼې يې څنډ وهلې، مالي ته یې وویل: باغ اوس ښکلی شو.»
سمندر همدغه څه وايي. د غږ د چینې نه اواز راځي:
راځئ يو ځل هسې ځان تجربه كړو، چې هېڅوك را پكې تكرار نشي.
راځۍ نه تکرار شو او نه د زاړه او تللي متن تکرار واوسوو.
خو څنګه؟ «ای د هوش او عقل د رڼا بله مشاله!»
فرمايي:
«په هېڅ راز له الهي رحمت څخه بې برخې نه یاستئ؛
مګر دا چې هغې مینې او محبت ته څټ کړئ چې ستاسو لپاره ډالۍ شوې؛
د مینې اقلیم چېرې نه دی؛ یوازې په ځان کې سفر وکړﺉ؛
تاسو هر یو خپل وړوکی کیهان یاست.»
مینه شته؛ خو چې مینه¬ګر شو؛ خو چې ومنو خدای موږ هېڅ مهال په ځنځیرونو نه یو تړلي؛
خدای شته؛ مینه شته؛ ټول لوست همدا دی.»
بل ځای وايي:
زمانه د مړو، تللو، ډبره شویو غږونو هدیره ده.
زمانه نشته؛ زمانه اوس ده او اوس غږ دی.
زما زمانه همدا غږ دی. زه اوسنی یم؛ اوسنی غږ!
یوه بزګرکارکاوه؛
د هغه د لاس پر تڼاکو او د وچولي پر خولو وریځې، غنم، جوار او شنې شوتلې را وټوکېدلې
او دې ټولو خدای یاداوه او دومره غږونه له چوپه خوله بزګره راوتل؛
خو هغه ټولو بیسواده ګاڼه!»
... او اقلیدس ته د یوه امیر زوی کېناست، اقلیدس څه ورزده کړل، هغه وویل:
«ددې مسئلې د یادولوګټه؟»
اقلیدس خپل غلام راوغوښتو، ورته ویې ویل:
«دې امیرزاده ته ددې مسئلې د زده کړې په بدل کې یوه اشرفۍ ورکړه او رخصت یې کړه.»
... او سکندراعظم وویل څه شی وغواړه. دیو(جانس) وویل: «یوخوا ته شه او لمر پرېده، چې پر ما راپرېوځي»
سکندروویل: «که زه سکندر نه وای نو له ځانه مې دیوجانس جوړولو»
که سمندر، سمندر نه شي، نوڅوک شي؟ په چا کې ځان ورک کړي، ځان له چا نه نقل کړي، د چا له سترګو نه خپلې سترګې راوژباړي؟ مونږ له سکندراعظم نه دیوجانس جوړول غواړو او که له دیوجانس نه سکندر؟ زه به ووایم:
هې اوربهي دنیامین سخنور بهت اچهې
کهتې هې که غالب کا هې انداز بیان اور
...او مونږ سترګې غړوو اوګورو:
کل في فلک یسبحون.
او ګورو:
سبح لله مافی السموات ومافی الارض وهو العزیزالحکیم.
او همداسې به ګورو....:
مالکم لاترجون لله وقارا.
غږ چینه وايي:
«خدای شته؛ مینه شته؛ ټول لوست همدا دی.»
بیشکه!
لا ریبه فیه.
د سمندر په حق کې:
یا!یا!یا!یا!یا!یا!یا!یا!یا!یا!
یاهوووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووووو
ووووووووووووووووووووو!!
(سبحانک لاعلم الناالاماعلمتنا انک انت العلیم الحکیم)
عنایت الله خان دیدار
12-10-2012
deedarbaghi@gmail.com
 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل     ۱۸۲،          سال    هشتم،     قوس/جدی       ۱۳۹۱ هجری خورشیدی           ۱۶ دسمبر      ۲۰۱۲ عیسوی