کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   
د ماتم څادر


اسدالله زمری
 
 



هلته بلوي چی ټول همیش په مزارو ډیوی
هلته لګوی چی د پردو په زیارتو ډیوي
هلته چې خوشحال لکه وړانده په تروږمۍ کې دی
هلته چې مړی کیږی په نفرت کې د کورو ډیوی

*****

هلته خر مهره چې له ګوهر سره سیالې کوی
هلته چې ټپوس هم له ګربت سره مستې کوی
هلته چې ګلاب د ګنډیری په تو ل خر څ شوی دی
هلته چې زمري دیو ګیدړ غوړه مالي کوي

*****
هلته چې وږمو او په نغمو باندی بندیز وی تل
هلته چې حرام د ښاپیرو نجونو مکیز وی تل
هلته چې مکروه وی په ګلشن کی د بلبلو شور
هلته چې تړلې حسن او عشق په مهمیز وی تل


هلته چې جلا د د پرښتو جامه اغوستې ده
هلته چی هر څیز د ورکیدو جامه اغوستی ده
هلته چې دي جګې د ماتم او ساندو کریکې تل
هلته چې هر یو ګور ته د تلو جامه اغوستې ده

*****
هلته چې د لمر له پلوشوسره دښمن دي ټول
هلته چې ناولې اواوباش خلک پتمن دي ټول
هلته چې« د شپی څادر »خپور شوی او دي تت هر څه
هلته چې د سر سړي ښخ شوي په خوږلن دي ټول

*****
هلته چې هر ږغ ته لکه غرونه بندیزونه شته
هلته چې هر یون ته زر ګواښونه ،او جیلونه شته
هلته چې رباب خپلې مرۍ نه زیندی شوی دی
هلته چې طوطیانو ته په هر ګام کې دامونه شته

*****
هغه د افغان د زوریدلي ولس کور دی اوس
هغه چې د هر ژوندي احساس لپاره ګور دی اوس
هغه چې لړلی او لت پت دی خپلو وینو کې
هغه چې په ویر ناست پکې هر پلار او هر ورور دی اوس

******
کله به له دغې مېنې بیا دا تور څادر شي ټول
کله به له مونږه د ماتم دغه ټغر شي ټول
کله به جلوو ته د زاړه برم بیا وخاندو
کله به وطن نه د پردیو دا لښکر شی ټول

۱۸/۱۱/۲۰۱۲
ویسبادن
 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل     ۱۸۱،          سال    هشتم،     قوس       ۱۳۹۱ هجری خورشیدی           اول دسمبر      ۲۰۱۲ عیسوی