کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   
پوهاند دوکتورم.ا. زيار
اکسفورډ،اگست۲۰۱۲

پښتو وييپوهنه:
 
 
 


څومانيزوالی(Polysemy)، هممانيزوالی(Synonymy)
او همجوليزوالی(Homonymy)

کښل، اېستل - څکول/ سخت- کلک/ ووړ- وړوکی،-وړکی- کمکی- کوشنی- ماشوم/ لوی ، ستر، غټ، غوټ/ کاڼی، تيږه، ډبره، گټه، غرگی، کمر/ د يوه افغان (زوی) په توگه نه، بلکې دافغان (بچي) په توگه... .
ژبه د داسې تړوني(قراردادي) غږيزو پيلامونو(علايمو،سېمبولونو) يو غونډال (نظام، سېستم) دی چې د يوې ټولنې وگړي يې د خپلمنځي تړاو او پوها وي لپاره پر کار اچوي. پيلام(علامت،سېمبول) دا مانا چې له ځان پرته د يوه بل څه استازي او ښکارندويي کوي، د بېلگې په توگه سور رنگ د خطر پيلام په توگه له ځانه د وراخوا ښکارندې((خطر)) ښکارندويي کوي. دلته سور رنگ ښووند(دال)، خطر ښوولی(مدلول) او د ښووند او ښوولي ترمنځ تړاو ښوونگ(دلالت)، په نورو ټکو، ((مانا)) بلل کېږي.

ژبنی پيلام هغه غږغونډ دي چې موږ يې د خپلو ويندو غړيو(ژبه، ژبۍ، شونډو، غاښونو، اووريو، تالو، ستوني، چنغړک...) اوراوتونکې ساهوا په مټ رازېږوو او د ازادې هوا له لارې نورو ته لېږدوو. د خپلې شاوخوا نړۍ (څيزونو، پېښو او پديو)، او همداراز د خپلې دنننۍ ((ذهني)) نړۍ (اندونو، واندونو، جاجونو، ولولو، غبرگو نونو، ، انگېرنو، نگېر نو، هيلو، ارمانونو...) د څرگنداوي لپاره پرکاراچوو.(د زيات پوهاوي لپاره: بدلمېچ ۱۱۰-۱۱۱)

هسې خو ژبه له لويه سره د دغه ((څرگنداوي)) له پلوه يوه پرتليزه ښکارنده(نسبي پديده) او وسيله ده او بيا رغنده ټوکونه(متشکله اجزأ) او رغاونيز (ساختاري) او مانيز دويونه( قواعد) يې هم همداسې پرتليزه ځانگړتيا لري او په دې لړ کې يې څومانيزوالی يا ډېرمانيزوالی(Polysemy)، هممانيزوالی(Synonymy)، همجو ليزوالی (Homonymy)... هم درواخله.

د شلمې پېړۍ په درشل او بيا پيلامه کې د نوې ژبپوهنې پلار سويسي فرديناند دې سوسور(۱۴) او په تېره د رغښتي(سترکچرالېستي) ژبپوهنې پليونو يې پر دې ټينگار لاره چې هره ژبنۍ نښه يا سېمبول، لکه سپينه ليکپاڼه دوه مخه لري چې سره نه جلاکېدونکي دي: يو مخ يې جوله يا لفظ او بل يې مانا، په بله وينا، يو مخ يې ښووند(دال) او بل ښوولی(مدلول) يا په نورو ټکو، هماغه پديده ياڅيز چې په بهر نړۍ کې شتون لري او زموږ په ذهن کې انځور جوړوي، همدا انځور((مانا)) بلل کېږي، موخه يې داچې دواړه سره يو پر يو دي، يا (يو لفظ او يوه مانا) او هغه هم يو پر يو. امريکايي سترکچرالېستانود بلومفيلد(ب: دستور ۸) په سرغند ويۍ يوازې (جوله) نوره هم پسې راټينگه کړه او (مانا) يې گړسره له پامه وغورځو له !

خو د هماغې پېړۍ د پېنځمې لسيزې په پای، او په پوره ډاگيزه او نومېرلې توگه په شپږمه کې فېلسوف او رياضيپوه ژبپوهاند نووم چومسکي د خپلې ((زېږندې- لېږدندې Generative-Transformative))پښويي يا ژبپوهنې له مخې په ژبه کې دال و مدلول تر منځ تړاو يا دلالت ((مانا وبلل شوه)) او هغه هم((يو پر يو)) نه، بلکې د دال و مدلول ترمنځ د يوه تړاو يا دلالت پرځای دويمي(ثانوي) او درېيمي تړاوونه يا دلالتونه هم ناشوني و نه گڼل، لکه واخلې دويونکي نگېر(احساس) او بلون يا تدا عي (association) او تر ټولو وروسته قرينه (context).(هماغه)

له قرينې نه موخه داده چې مانا، يا په نورو ټکو،((ذهني انځور)) په بېلابېلو وړو او لويو ژبنيو توکو يا يوونونو او چاپېريالونوکې بېلابېل رنگونه راخپلولای شي. د ساري په ډول کېدای شي، يو يوازېنی ويی ځانته جلا يو راز ماناولري، په يوه وييغونډ (عبارت، ترکيب) کې بل راز او بيا د ژبې تر ټولو لوی او بشپړ يوون ((غو نډله)) کې(له ټاکلي پښوييز چار سره) گړسره يوه درېيمه مانا چومسکي له همدې لامله تر نورو ژبنيو توکيو پرغونډله(جمله) ډېر زور اچوي چې غونډله د ژبې د اړ وندو رغنده توکو(متشکله عناصرو) گډې مانا او گډ پښوييز چار او له دې سره د ژبې د آرې دندې((پوهاوي راپوهاوي)) ښه ترا ځلندويي کوي او رښتيا ينه وربښي.

د ښووند او ښوولي يا نوم او نومولي د ((يو پر يو)) والي يا وبله تړاو د نه ټيکاو(نه ثبات) کله ناکله له دې رامنځته کېږي چې يو څيز يا پديده د نومولي په توگه کېد ای شي، يوه جوته(ثابته) جوله ولري، خو پر وړاندې يې زموږ ذهني انځور بدلون ومومي او له هماغه يو يوازېني نوم(ښووند) سره مو ذهني انځور بله بڼه راخپله کا ندې ، او د دغه ترمنځ تړاو((مانا)) هم بدلون او رنگارنگي پيداکوي، لکه واخلې ((سپوږمۍ)) چې د پخوا په څېر يې په جوله کې څه ونج نه دی راغلی او نه به تردې وروسته راشي، خو د انسان له ورتگ سره زموږ پخوانی اخېستی ذهني انځور بدل شو او د هغې انگېرلې ښکلې او وړانگنې څېرې پر ځای يوځمکې ورته انځور په مغزو کې را وټوکېد؛ له دې سره مانا هم چې د نوم (ويي) او ذهني انځور تر منځ دوه اړخيز تړاو ته وايي، بدلون مومي، يا په ساده ټکو، له سپوږمۍ نه هغه پخوا نی جاج نور نه اخلو!

د ژبپوهنې هغه څانگه چې د مانا له څېړنې سره تړاو لري ماناپوهنه(semantics) بلل کېږي چې دوديزو ((ادبي فنونو)) له (علم المعاني) سره کورټ توپير لري، دلته له ادبي توکو سره نه، بلکې د ژبنيو توکو له ماناوو سره، لکه چې وويل شول، سر وکار لري او زموږ سکالو هم په همدې ژبپوهنيزه څانگه کې راځي..د ژبپوهنې دوې نورې څانگې غږپوهنه() او رغاونيزه برخه يا ژبپوهنه ده چې(پښويه) يې غوره برخه گڼل کېږي(باطنی،۱۳۸۰: ۱۸-۱۹).

په ژبه کې د څومانيزوالي ، هممانيزوالي او همغږيزوالي ليد توگه چې د رغښتي ژبپوهنې د لارويانو له خواله پوښتنې او خرخشې سره مخامخ شوې وه، له سره راتانده او غښتلې شوه؛ که څه هم د نورو ژبنيو ښکارندو په څېر دغه درې ډوله وييونه هم له پرتليزوالي(نسبتيت) څخه گړسره پخشو(خلاص) نه دي.
د دغو دروگونو او داسې نورو ژبنيو پديدو وروستی څرک په غونډله کې لگېد ای شي، د څومانيزوالي د بېلگې په توگه:
((غږ)) د(آواز، صدا) له (فونيم) ترم يانومونې سره يو دوه مانيز ويی دی، خو کله چې ووايو((که څه دې په کار شو، يو غږ راباندې کولای شې!))، درېيمه مانا( مخ اړونه،مراجعه) رانغاړي او بيا په((پاڅونيانو پر دولت غږ وکړ چې پر خپل چلند نوې کتنه وکړي )) کې (گواښنه) او انگرېزي(اپيل) ماناوې هم ورسرباري کېږي.

لومړی- څومانيزوالی(Polysemy)
څومانيز والی يا ډېرمانيزوالی د نورو ډېرو او بيانژدې خپلوانو ژبو په څېر په پښتو کې لږو ډېر شتون درلودلی، خو له نويو نومونپوهنو(ترمينالوجيو)، هغه هم د نيولوجېزم په لړ کې له سېمانتېزم(له يوه ويي څخه دويمه، درېيمه... مانا ا خېستنې) سره دا پديده مخ پر ډېرېدو ده. په هره توگه يې څومره والی هممانيز والي ته نه رسي او ښا يي، له دې پلوه له آره له همجوليزوالي سره دومره توپير و نه لري. په هرډول د يوه ويي د څومانيزوالی څرک په غونډه کې لگولاۍ شو، د بېلگې په توگه((پلی)) له آره يو ستاينوم دی، لکه پلی سرتېری، پلی سړی... راغی. او يا د لرستاينوم په توگه، لکه سړی پلی دي . خو که ووايو: سړی پلی راغی، زه تر ښوونځي پورې پلی ځم...، بيا کړوليزه (قيدي) مانا راخپلوي، نو په دې ډول ((پلی) دوه مانيز ويی بولو. همدا راز زياتره پښتو ستاينومونه، لکه نورې لرې نژدې خپلوانې ژبې، دغه دوه پښوييز چارونه(نقشونه)، يا د دود له مخې دوې ماناوې رانغاړي.

څومانيزوالی دېته وايي چې د يوه ښووند(دال) يا نوم د څو ښووليو(مدلولونو) پر وړاندې ټيکاو ولري، په بله وينا، يوويي څو ذهني انځورونه او بيا تر دغه منځ څو تړاوونه((ماناوې)) راونغاړي. د دې لپاره چې څو مانيز ويی(کلمه) مو پېژندلې اوسي، لومړی به يې له يومانيز(monosemous) (لکه: ونه، غر، لمر، لرگی، شپه، ورځ...) راپيل کړو او هغه هم په دغه لاندې يوه دوه سري غشي کې. دغلته په يوه سرکې((ا)) د ذهني انځور ښکارندويي کوي او په بل سرکې يې((و)) د ويي ښکار ندويي، او د دغو دواړو ترمنځ دوه اړخيز تړاو د يوې ((مانا)) ښکارندويي. پايله داچې د يوه يوازېني(ويي) پر وړاندې يو(ذهني انځور) ټيکاو لري او خبره يوه پر يوه ده. لکه په دې لاندې دوه سري غشي کې:

و(ويی)


ا
(ذهني انځور)




نو د دې لپاره چې څو مانيز(ويی) مو هم ښه ترا ښوولی وي، په څو ورته غشيو کې يې ښيو، لکه: تور؛ گوډی؛ هڅه؛ ټولنه؛ دريځ؛ لار، شوبله، کړکۍ...)، په دې ډول:

.
و(ويی)


ا ا ا
(ذهني انځور)
هرگوره، لکه چې وويل شول، د هغو نورو دوو پديدو په څېر څومانيزوالی هم يوه پرتليزه(نسبي) پديده ده، نه بشپړه(مطلقه). په دې مانا، کوم ويي ته چې موږ دوه مانيز(ذوالمعنينambiguous) يا څومانيز(کثير المعاني polysemous) وايو، اړوندې ماناوې يې سره هرو مرو بېخي يورازوالی(عينيت) نه، بلکې ورتوالی لري. ورتوالی(مشابهت) په ژبه، ادب ،هنر او پوهنه او طبيعي ښکارندو پديدو کې په دې جاج و مانا دی چې د دوو توکو، څيزونو او پديدو ترمنځ يو برخيزه همرنگي بلل کېږي او بشپړه اوهراړخيزه همر نگي بيا ((عينيت) دی، نه مشابهت. ژبنی پرتليزوالی هغه مهال ښه ترا را ډاگيزه کېږي چې د خپلې او بلې ژبې تر منځ يو متن يا وينا اړوورااړوو يا ژباړو، په دې لړکې، سيند(قاموس) کښونکي بيا، په ځانگړي ډول له ستونزواو تېروتنو سره مخا مخېږي.

د څومانيزو په لړکې له داسې بېلگو سره مخامخېږو چې د يوې يا څو ماناوو له پلوه ډېر کارونگ او کارونځايونه لري او د بلې يا نورو له پلوه لږ، لکه واخلې، شوبله چې پق(پښتو قاموس) له پېنځو ماناوو سره راخېستی، نن سبا د جنگي اکر له پلوه له((تانک جنگی)) مانا سره تر څلورو نورو هغو ډېر کارېدنگ لري.
(کړکۍ) له آره ييکي يوه مانا او يو کارونځای درلود(د کوټې کړکۍ)، خو په دې وروستيو کې يې د کمپيوټري(windows) او هممهاله يوه انځوريزه(مجازي) مانا(د امېد کړکۍ= دريڅه) هم را خپله کړه اوداسې نورې بېلگې.

ناويلې دې پاتې نه وي چې يو څومانيز ويی، لکه سخت(کلک، شديد، ممسک ←) هممهاله له همدغو وييونو سره هممانيز هم بلل کېږي. همدارنگه يو څوما نيز ويی، لکه گواښ(قهر، اقدام، اخطار، تهديد، توربرېښ) يوازې په يوه مانا (قهر) کې له (ځاځ) يا(خښم) سره هممانيز راځي.

د دوه مانيز (غوښتل) له (خواستن) مانا سره د(پاليدن) هغې په پرتله. داسې چې دغه دوه مانيز کړويی له مانا سره هرکله او هر چېرې د(خواستن) انډولېدای شي، خو له(پاليدن) سره په يوه نيمه بېلگوکې راڅرگندېږي، دليل يې داچې زياتره يې
(لټول) ځايناستي شوي او له دې ماناسره نور په کمپېښو گړويزونو (دايلکتېز مو نو) او بيا زړويزونو(ارکاييزمونوکې راځي.

د ننگرهار خواته په((سرغوښتل)) کې د(لټول) مانا ښندي چې زياتره په تورسرو اړه لري، که يوه دبلې په سرکې خوځنده لټوي، مور دلور يا زوی او کله هم د خپل مېړه په سر و ږيره کې. ښايي د نارينه وو ترمنځ دا چاره چېرې په سفري، زنداني... انډيوالۍ کې پېښه شي، خو هغه هم په زيات اټکل کېدای شي، (غوښتل) نه، بلکې(لټول) ويی وکا روي.

ځکه ډېری نارينه او بيا لوستي او ښاريان يې پر دغه دويمه مانا نه پوهېږي. کوشنيان تر پېنځکلنۍ پورې چې مورنۍ ژبه يې زده کړې هم وي، د خپلې مور پر پاسنيو خبرو يې سر نه خلاصېږي. ان د ليکو ال پر يادهم پوره پاتې دي چې مور به مې ويل: پلانۍ ته ورځم، سرمې غواړي. يا: پلانۍ راغله او زما سريې وغو ښتو.. .

بل کارونځای يې دا متل دی: ((چې غواړې، پرې واوړې!)) چې د عربي (من طلب فقد وجده) او پارسي (جوينده، يابنده است) يو په زړه پورې انډول دی؛ يو درې درې نيمې لسيزې پخوا رفيع صاحب يې پورژباړه((لټونکی موندونکی دی)) کړې وه چې ښايي، دغه متل يې پرياد نه وو او ياهم د ((غواړې)) دويمې مانا ((لټوې)) ته يې پام نه وو شوی!

پښتو د اروپايي او ښايي نورو ژبو په پرتله، د څومانيزونو د شمېر او بيا يې د ماناوو د شمېر له پلوه په هېڅ ډول د سيالۍ جوگه نه ده، غوره لامل يې دا دی چې هغو ژبو د بېخرته علمي، فرهنگي او تخنيکي نومونپوهنو(ترمينالوجيو) په لړ کې د نيولوجېزمونو تر څنگ پر ماناونجيو(سېمانتېزمونو) هم پوره زور اچو لی دی. که تاسې د ساري په توگه د اکسفورډ يوويشت ټوکيز سمندر (compre- hensive dictionary) وگورئ، تر اويا مانيزو وييونو پورې پکې موندلای شئ!

دويم- هممانيزوالیsynonym
په پښتو کې دا وييزه(لغوي) ټولۍ(کتېگوري) د نورو ډېرو ژبو په څېر تر نورو وييزو ټوليو، لکه: څومانيزو (polysemous)، بډمانيزو(antinomys) همجوليزو (hymonyms)، آړمانيزو يا مجازي- کنايي (metonyms)، سرغږيزو يا توشيحي (acronyms)... نه زياته ده، او څه ناڅه يې بشپړوالی هم تر پرتليزوالي يا نسبتيت (relativeness) ډېر برېښي.
کوم سيندونه چې دغو بېلابېلو ويي ډولونو او يا هم بېلابېلو علمي، فرهنگي او تخنيکي څانگو او ښرانگو ته ځانگړي شوي اوسي، په لاتين يې (thesaurus) بو لي چې موږ يې د آرې يوناني مانا(treasure) له مخې ((خزانه)) يا يې د جاج له مخې ((ځانگړسيند)) او يا ((څانگسيند)) نومولای شو.

هممانيز والی د دوو يا ډېرو وييونو ترمنځ مانيزې همرنگۍ ته وايي او هغه وييونه چې سره کټ مټ يوراز او يا ورته ماناوې ولري، هممانيزونه بلل کېږي. هممانيز وييونه د بېلابېلو، گړويزونو يا ديالېکتېزمونو (ټبريزو، سيمه ييزو، ټولنيزو وييونو)، زړويزونو يا ارکاييزمونو او بيا پورويزونو يا فارنېزمونو، اداپتېز مونو(دخيلو، مستعارو... وييونو) زېږنده بلل کېږي، هغه هم چې د بېلا بېلو ويونکيو ترمنځ له جغرافيايي، ټولنيز، وټيز او فرهنگي پلوه يو گړدودي گډون او يووالی راشي، هرگوره په (( يوه-کره ليکنۍ)) ژبنۍ بڼه کې دغه پېښه پديده ښه ترا سمبالتيا مومي.
د دې لپاره چې هممانيز ويی(کلمه) مو پېژندلې اوسي، لومړی به يې له يومانيزو وييونو(monosemous)، لکه پاسني (غر، لمر، لرگی، شپه، ورځ...) راپيل کړو او هغه هم په دغه لاندې يوه دوه سري غشي کې، په دې ډول:

ا(ذهني انځور)


و(ويی)


او دوه، يا څو هممانيزونه داسې انځوروو:
ا(ذهني انځور)


و و و
په پښتو کې د داسې هممانيزونو، په بله وينا، وييونو څرک لگولای شو چې د هر غونډ د غړو شمېر يې تر لسگونو رسي، لکه د پارسي((کوژپشت، قوز پشت)) پر وړا ندې، چې ليکوال يې د پښتو قاموس او گړدودي څېړنو له لارې تر پېنځه و يشتو هممانيزونه را خوندي کړي دي، نو که نوره لټه پسې وشي، تردې بريده به هم ور واوړي. ملا (چرگک) ښايي، په دويم، دښت په درېيم او شمشتۍ په څلورم کچ کې راشي او همداسې تيږه او نور درواخله.(پښتو سيندگی هممانيزونه؛ويي پو هنه ، ۸- ۱۰)

داهم هېرول په کار نه دي چې په رامنځته شوې گړدودي او بياکره ليکنۍ بڼه کې د ژبې د يوه بل آر ((مخامختيا، تقابل contrast)) له مخې هممانيز وييونه سره لږ و ډېر مانيز اوکارونيز بدلون راخپلوي او په پايله کې له پرتليزوالي سره مخا مخېږ ي ، په نورو ټکو، بشپړ هممانيزوالی پر ورته مانيزوالي اوړي. نو بيا هله وا يو چې هممانيز وييونه، د څواړخو له پلوه همماينز دي، نه د ټولو اړخونو له پلوه .که يوخوايې څو اړخه سره همرنگ دي، نو نور يې سره ناهمرنگ دي ؛ په دې تو گه هممانيز وييونه په دوده عربي نومونه ((مترادف)) نه، بلکې((متشابه)) نومول په کار دي او موږ يې ((ورته مانيز)) بللای شو.

هسې خو ژبه او بيا يې بېلابېل رغنده توکي او دويونه(قوانين) له لويه سره تر بلې هرې پديدې او پوهې، فرهنگ.. زاته پر ټوليزواله(نسبتيت) ډډه لگوي او ښايي سوسوريان يا رغښتوال (سترکچرالېستان) په همدې دک و دليل هم څومانيزوالی يومخيز ردوي او هم هممانيزوالی، خو دا يومخيزه نټه هم د بشپړوالې (مطلقيت) ښکارندويه ده. په هره توگه هممانيزوالی او ورته مانيزوالی سره د مخامختيا (تقابل) په مټ توپيرولای شو، لکه (ټينگ) او(کلک) که له(تړل) سره په غونډله کې راشي، دواړه د((سست)) پروړاندې مخامختيا جوړوي او له دې سره يې هممانيز بولو، او که(کلک) له (پوست، نرم) سره مخامخ کړو، بيا (ټينگ: کلک) جوړه وييونو ته(ورته) وييونه وايو اوداسې پسې نور(پالوال:معياري پښتو ۲۷۶).

هرگوره، د ژبنيو توکيو او بيا وييونو ماناوې په غونډله کې ښه ترا نو مېرل کېدای شي، دبېلگې په توگه د دې ليکنې د سرليک له هممانيزونو څخه (زوی- بچی) جوړه را اخلو چې په دې دوو غونډلو ( دازما زوی دی) او(دا زما بچی دی) کې يې يو يو دبل پرځای کارولای شو، خو په (دی زما زوی دی) او(دی د دې خاورې بچی دی) په غونډلو کې دغه وبله ونج (تبادله) کره نه راځي، په نورو ټکو،
دواړه وييونه هممانيز نه، بلکې ورته مانيز(متشابه) بللای شو. همداسې نورې جوړې ياټولگې هم درواخله.
زموږ په ژبه کې يو گڼ شمېر جوړه تړنگونه(copulative compounds) له همما نيزونو رغېدلي، يا سرچپه ، ځينې جوړه تړنگونه هممانيزې بڼې لري، لکه: لوڅ لغړ، لوڅ لپړ، لوڅ بربنډ، شاړ شډل، شاړ شپاړ، پاک سپېڅلی، سپين سپېڅلی، ښاغلی منلی، غل غدوی، زارۍ او جگۍ، ښوونه روزنه، روزنه پالنه، چم گاونډ، تېری زيا تی، زور زياتی، ظلم و زور، چورتالان، لوټ تالان، کام و کبيل، کام و ټبر، غاړه غړۍ، هيله اسره، هيله امېد، دښت و ميره، ډاگ و بېديا، وران ويجاړ، تبا او برباد، خواري مزدو ري، يار و دوست، مار و منگور، يکې يوازې، غورځې پرځې، خوند ومزه، سم سيده، سم سيخ، سم سهي، چست و چالاک، گېلې او ما ڼې، ټينگ و ترينگ، هاند و هڅه يا هڅه او هاند، هلې ځلې، خوار و زار، زار ز هير، ځارځپلی، کونډه رنډه ...اوښتي دي. هرگوره، په جوړه تړنگونو، هغه هم په بې تړوييکي هغوکې ځينې هممهال د ستاينوتړنگونو (attributive compounds ) ځانگړتيا را خپلوي،لکه: په پاسنيو بېلگو کې او ځينې هم د ټاکنتړنگونو يا تعييني ترکيبونو ( determinative compounds) هغه، لکه: لوڅ لغړ، لوڅ بربنډ، پاک سپېڅلی، شاړ شپاړ... چې لومړی تړښتي غړی له پياوړي خج سره ټينگارتوک (intensifier) او ټاکندوی(determiner) گرځي. (Nominal komposita 31-74؛ وييپوهنه ۲۶۶- ۳۲۳؛ پښويه ۲۲۶-۲۲۷)

هممانيزونه يوازې د گړدودي يووالی او ليکني کره والي د بهير په هماغه پيلامه کې رښتيني او بشپړ هممانيزونه بللای شو، خو راوروسته پکې د بل ژبني آر يا ښکارندې(( contrast)) له مخې نيمگړتيا راځي، په ورته مانيزونو اوړي، او هغه هم له دې لاندې لارو څخه:
۱)؛ ښايي، دوه يا زيات هممانيزونه هرچېرې يو دبل پرځای و نه کارول شي، لکه کلک او سخت؛ کښل (اېستل، باسل) او څکول. د ساري په ډول، وايو: سخت(شديد) باران دی، يا پلانی سخت(ممسک) دی؛ دېوال کلک دی... نو که (( دېوال سخت دی)) وويل شي، مانا يې پارسي کېږي؛ همداسې که په(( تماکو څکول بد دي)) کې د(څکول) پرځای (کښل، اېستل، باسل) وويل شي، پارسي رنگ راخپلوي. بچی / زوی په ټوليز او روږدي ډول هممانيز بلل کېږي، خو په
((زه د يوه افغان په توگه د چا بلواکي منلای نه شم)) غونډله کې يې پر(زوی) بدلول ټولوته ناسم برېښي. هن ،که (تور زما د زوی پرځای دی) پر(تور زما د بچي پرځای دی) واړول شي، يو ولوليز يا عاطفي اړخ يې پياوړی راځي!
ښايي، يوه هممانيز دکارونگ ډگر تر بل يا نورو يوڅه ارت وي اوډېرکارونځايونه ولري، لکه: تيږه يا ډبره دکاڼي،گټې، غرگي... يا کمر پروړاندې. بياهم په بېلا بېلو گړدودو کې بېلابېل غوراوي ولري، د ساري په توگه د کندهار خواته (ډبره)، د ننگرهار خواته(تيږه) او د پېښور خواته(کاڼی) ډېره دود لري او داسې نور.

۲) ښايي، يو تر بل يا نورو لنډ، اسان يا خوږغږی وي، لکه: جگ تر لوړ، هسک، پورته، دنگ... اوچت؛ کنځا تر ښکنځا، ښکنځل، ښکانځې، زورلې... يا زېړې؛ بړبکۍ تر بوړبوکۍ، بړبوکۍ، بړبښکۍ، گرگلې، گردلې، دوړدوړکې...
۳) ښايي، يو تر بل يا نورو له رواني پلوه زيات توند و تېز،لمسوونکی او پارو ونکی وي، لکه: ويرژلی تر ويرجن، غمجن ، اندېښمن،خپه... ياپرېشان؛ لوی او ستر تر غټ يا غوټ←۶)، همداسې سخت، کنجوس، بخيل .سوکړ، سوگت، لړو څټو... هم درواخله.

۴) ښايي، يو پکې کره- ادبي وي او بل يا نور يې عاميانه وي، لکه تالنده او تنا د غورزي، غورغوري،... پر وړاندې . تاسې او ستاسې د تاسواوستاسوپر وړاندې.
۵) ښايي، يو له بل يانورو سره په شعروادب کې زيات د دې جوگه وي چې د آرې مانا ترڅنگ په مجازي، استعاري، کنايي يا سېمبوليکه مانا هم وکارول شي او ورسره ورسره يې ډېرپېښي او کارونگ هم زيات وي، لکه: بيابان، سارا يا بېديا د ډاگ، دښت، دښته، ولخه يا(تورک- مغولي چول، ميرې)... پر وړاندې.

۶) ښايي، يو تر بل يا نورو زيات درنښت يا بېلابېلې پوړۍ( درجې) ولري، لکه: پياوړی تر (غښتلی، ځواکمن... ياسېکور ؛ مېرمن د (wife) په جاج تر (ماندينه، ماينه←مادينه.، خانمه،کډه، کور،کورواکې،کورودانه، کورودانې، ايال، ايېل، کوړ مه، ټبر(ډبر)... يا د بچو مور)؛ مېرمن د نومهالي ستاينوم(lady) په جاج تر(ښځه، ښځمنه، تور سرې، سياسرې يا زنانه)، او د واده ښځې(منکوحه) په جاج مېړوښه يا مېړوښې تر(جگه، جيگه،ژگه، نکاح ښکلې، کاوين ښکلې) څخه؛ مېړه د (شو هر) د انډول په توگه تر (خاوند، څښتن، سړی... د وړو پلار)؛ غټ(سړی)، لوی (سړی) او ستر(سړی)← ۳).

۷) ښايي، د يوه ولوليز(عاطفي) اړخ مثبت وي او دبل يا نورو منفي او ياهم عادي ياخنثی، لکه: په(گړندی، چالاک او چابک) کې لومړی مثبت، دويم منفي او در ېيم عادي هممانيز ستاينوم دی. په(←وړکی، کوشنی، ماشوم) کې (وړکی) په (و) گړنۍ پښتو پورې تړلی برېښي او( کوشنی) په ليکنۍ او ادبي پښتو، او(ماشوم) بيا زيات ولوليز(عاطفي) جاج راخپلوي؛ بچی) د (زوی) پر وړاندې هم همداسې درواخله.
۸) ښايي، يو تر بل يا نورو اخلاقي، ديني، دوديز او يا فرهنگي پلوه زيات ارزښت او منښت ولري، لکه:
ارامځای تر (مړيستون، قبر،گور، ډورۍ ... ياگورنډې)؛ امېدواره تر(بلاربه، دوه ځانې، پرځندانه، شگاره، ټنډه، ډډه، ورله...)، چې وروستي درې يې له سپکاوي نه ويل کېږي، په تېره(( ورله)) چې له آره، او زياتره د خرې لپاره کارول کېږي، او بلاربه هم زياتره په ژويو اړه لري.

۹) ښايي، يو له دوو وييونو څخه د سېمانتېزم(ماناونج) له لارې يوه پوهنيزه يا ورهڼيزه نومونه(ترم، اصطلاح) گرځېدلی، په بله وينا، پکې يو کارونيز بدلون راغلی:وي،لکه چاپېريال د چاپېرچل پروړاندې چې د آرې مانا(محيط) تر څنگ يې د پارسي(محيط زيست) او لاتين(environment) ماناته هم ورغځول شوی او بيا چاپېريالي(ستونزې)، چاپېريالپوهنه (ecology) هم ځنې رغېدلي دي؛ همدا سې برېښنا د پېلبو پروړاندې او داسې نور.

۱۰) ځينې له رواني پلوه د څو نږه پښتو هممانيزونو له شتوالي سره سره هماغه پردی انډول خوښوي او کاروي، د بېلگې په توگه، د دې پرځای چې(ښکاري- څرگندېږي- جوتېږي- برېښي- اېسي) ووايي يا وليکي،((معلومېږي، پر نظر راځي ، مبرهنېږي...)) وايي اوليکي.دا ښکارنده له آره يو رواني يا سايکالوجيکي لامل لري، لکه: لوښه (عادت)، ناغېړي، ځانساتي، بې توپيري... او په سر سر کې ځا نښوونه، ځان غټاوی يا((فضل فروشي)) چې زياتره يې په جوماتي او دوديزو ليکو الو اړه لرلې او لا لري يې؛ خدای بښليو ځانته ان دا رښته ورکوله چې نه يوازې نيو لوجېزمونه سانسور کاندې،بلکې دکمپېښو دايلېکتېزمونو او ارکاييزمونو د دودولو مخنيوی يې هم کاوه، که بل چېرې به يې لاس ونه رسېد، د پوهنتوني پو ړۍ لپاره به چې ورته څوک استاد اړشو، يابه چا پښتو نښير(اثر) جايزې ته وړا ندې کړ او يا څېړنغونډې ته ليکنه، د زاړه پالۍ گرومونه(کمپلکسونه) به يې پرې يخ کړل!

۱۱) ځينې وييونه، په تېره همريښه وييونه ډېرو ته لږ و ډېر هممانيز برېښي، لکه واخلې (ووړ، وړکی، وړوکی)، خوکه په ځير وکتل شي، بېلابېل پښوييز(گرامري) ) چارونه او کارونځيونه لري: ووړ يو ستاينوم دی او د پارسي(خورد، کوچک) انډ ول، وړکی يې کوشينه(تصغيري) رغاونه ده، او وړوکی پر دې سربېره يو نوم هم دی چې له(←کوشني، ماشوم) سره يې دغه اړخ گډ دی؛ کمکی هم (ووړکی، وړکی ، وړه کی) ورته رغاونه ده، خو د نورو ستاينومونو په څېر يې ډېرگړی (کمکيان) لکه(کوشنيان) نوموال چار راخپلوي.

۱۲) هغه هممانيزونه چې له پور وييونو او آرو(ارکاييزمونو، دايلکتېزمونو او نيولوجېزمونو) وييونو څخه را منځته شوي دي، پر بېلابېلو ډولو وېشل کېدای شي:
يو: له پورويزونو( دخيل، مستعار يا مفغن)او آرو وييونو سره زياتره بشپړ همما نيز يا هممانيزونه په پښتو ، په تېره په(يوه ليکنۍ پښتو) کې پر گوته کولای شو چې په هرکارونځای کې يودبل پرځای وکارېدای شي، لکه وطن، ملک، مملکت- هېواد- ټاټوبی؛ فخر، افتخار- وياړ؛ مننه، کورودان- تشکر- شکريه؛ مينه-عشق - محبت؛ (ټوليزې) رسنۍ- رسانه ها(-ی همگانی)، دنيا- عالم، نړۍ- جهان؛ کارو نځای ، لکه واخلې ((نړۍ)) په دې ځايونو کې: پردې نړۍ او هغې نړۍ(پر دې دنيا او هغې دنيا)، يوه نړۍ مننه (يوه دنيا- عالم تشکر) او داسې نور.

دوه: له پورويزونو( دخيلو، مستعارو يا مفغنو)او آرو وييونو سره يو شمېر داسې رغېدلي هممانيزونه هم لرو چې له پورتنيو ځانگړتياوو او شونتياوو سره سره پکې پورانډولونه تر خپلو هغو زيات گړنی او ليکنی دود لري. دک و لامل يې دا دی چې کورني هغه ورسره له لږ مهال راهيسې غاړه غړۍ شوي او لابلدتيا او روږد تيا ورسره دومره پرمخ نه ده تللې، لکه: سکالو د (موضوع، مضمون) ؛ ونج د (تبد يل يابدلون، تغيير؛ عوض) په ماناوو يوڅه دود شوی، خو له درېيمې مانا(مېز) سره نه، کوشينه بڼه(ونجړی) يې د وړکي مېز په مانا هم درواخله ؛ ويينه، ښکالوَه د (بحث، مباحثه) ؛ منندوی او پاسللی د (شکر گزار- شاکر- مشکور- ممنون ، احسانمند، منتبار) ؛ لمونځغاړی د( لمونځگزار- لمونځ کوونکی) ؛ چلند، چال چلند يا کړه وړه د( رفتار- برخورد، سلوک) ؛ مين اومينه د (عاشق (معشوق)؛ بلهار او بلهاري د( قربان، قرباني)؛ ويی، گای د( لغت- کلمه) پروړاندې... .

په(← کوشنی، وړکی، کمکی...- ماشوم) بېلگه کې يوازې کوچنی (کوشنی) له راخپل شوي پورويي، اداپتېزم يامفغن((ماشوم)) سره د ځايناستۍ جوگه دی چې د لرو پښتنو تر اغېز لاندې يې تر نورو ښه ترا کره- ليکنۍ پښتو ته لار موندلې ده، هغه هم د کره((کوشني)) ځېل پر وړاندې. په دې کې د رسنيو، په تېره((بي بي سي)) ونډه او اغېزه پوره څرگنده ده چې ان((غلط مشهور)) نويزونه يې په لږ مهال کې د پورويزونوځايناستي کړي دي، لکه: ولسمشر د جمهور رييس پر وړاندې چې کره يې هېوادمشر راتلای شي، يا د لومړۍ وزير د صدراعظم(يا وزير اعظم) پر وړاندې چې لنډ اوکره يې((سروزير)) راځي او په ژبه کې يې تيارې مخبېلگې هم شته دي، لکه: سروال، سرښوونکی، سرليکونکی، سرڅارن... . په(برېښنا، پېلبو، برق، بجلي) کې ، هغه هم له ترمينالوجيک پلوه لومړی دا په بره پښتونخوا کې د (برق) او په لره کې د(بجلي) پروړاندې دومره دود نه لري.

درې : په( ډېر، زيات، پرېمانه) کې، لومړي دوه هممانيزونه ښايي ۹۹٪ هومره يو دبل پرځای وکارول شي او درېيم دايې زياتره د ښندې(مبالغې) لپاره.((زياتره)) يې پر وړاندې پوړيزستانوم(صفت عالی)، په بله وينا، د پارسي(زيادتر، بيشتر) په توگه نه، بلکې د کړول(قيد) په توگه د(بيشترينه، اکثراٌ، غالباٌ) انډول راځي چې ځينې پارسي ځپلي ليوکوال او رسنوال يې دغه توپير نه شي کولای!
همداسې ((لاسته راوړنه)) چې ارواښاد استاد رحيم الهام نژدې څلوېښت کاله پخوا له پارسي((دستآورد)) څخه راژباړلې او نن سبا، لکه د ځنگله اور خوروور شوی، په داسې ترځ کې چې پښتوقاموس شپېته کاله وړاندې راخوندی کړی ويی ((بريا)) له(ماحصل، دستياب شده) مانا سره د لنډ او نږه انډول په توگه ډېر لږکارول کېږي او لا ځينې يې بيا له((بري)) سره هممانيزوي!

څلور: بشپړ راخپل شوی عربي آری(ماشوم) چې په شمال ختيزه پښتو کې يې د(کوشنی) ځايناستی شوی، په نورو گړدودي ډلو کې د←کوشني، وړکي يا کمکي تر څنگ د يوه ولوليز ځېل په توگه کارول کېږي.
پېنځه: د ((يون)) په څېر دوه يا څو مانيز آر زړويزونه ( ارکاييزمونه) يا نويزونه (نيولوجېزمونه) چې له پورويزو سره يې هممانيزونه رارغولي، يوازې د يوې مانا له مخې د ځايناستۍ جوگه شوي دي، په دې ډول يون تر اوسه لږوډېر د ((سفر)) ځايناستی شوی، نه د((حرکت، رفتار)). په دې لړکې پښتو د سياسي ترم له را خپلولو سره دوه نويزونه ((خوځښت، خوځون)) د((حرکت)) ځايناستي کړي دي، نه د عادي مانا پر بنسټ، لکه (( د گاډي خوځښت يا خوځون پر درو بجو دی)) نه شو ويلای، په غونډله کې ((خوځېد-)) د کړ په توگه د((حرکت کول)) ځای نيولای شي، لکه: پر درو بجو (را-در-ور)خوځېږم ياوخوځېدم ...)) او داسې نور.

په دې لړۍ کې د خپلو وييونو پرځای د پوروييونو کارونگ زياتره په گړنۍ پښتو او بيا نالوستو او کم لوستو اړه لري، لکه: روغتون- شفاخانه(شپاخانه)- هسپتال؛ درملتون- دواخانه؛ ناروغ،ناجوړ، ناسازه، رنځور- مريض- بېمار؛ پخلنځی-پخليځ- پخليځی- اشپزخانه؛ ښوونځی- مکتب(منتب)؛ پوهنځی – فاکولته؛ تمځی، تمځای- اېستادگاه؛ زېږنتون- زايشگاه؛ گاډی- موټر؛ ځانگاډی(اوتو، شخصي موټر)، چمگاډی (تراموای)، اورگاډی(ترېن، رېل)، برېښناگاډی(ترولي بوس)، ووړگاډی(ميني بوس)، سپرلۍ يا سپرلو گاډی(د مسافربرۍ موټر)، بار گاډی- لارۍ؛ زغرگاډی- زره پوش موټر...چې دغلته په سرچپه ډول زياتره نالو ستي ((اورگاډی)) کاروي او لوستي يې انگرېزي انډول(ټرين، رېل)؛ څپوڼی- دسمال، دسپاک، رومال؛ الوتکه- طياره؛ چورلکه- اليکپتره- څرخي طياره...؛ پلې لار، پللار- پياده رو؛ څلورلاري، څللاري؛ کاليزه (نه کليزه)- سالگره- سا لگرد، سالروز؛ ايرنۍ- خاکستر داني؛ خوږنۍ- قند داني؛ توښۍ، تودنۍ- بخا رۍ؛ څڅۍ، تره(́raƏt)- ناوه؛ رېبځ، ربځ- جارو، برس(د ماناونجي يا سېما نتېزم په توگه) او داسې نور.

څلورم- همجوليزوالی(Homonymy)
په هره ژبه او بيا پښتو کې ښايي، دا ښکارنده د څومانيزوالي له کچې دومره توپير و نه لري. داپېښه هم لکه څومانيزوالی او هممانيزوالی د ژبني پرمختيايي بهير د راوروسته پړاوونو، يانې دگړدودي او بياليکني يووالي په پړاو يا پړاوونو کې رامنځته کېږي. همجوليزونه يا همجوليز وييونه چې په ادبي فنونوکې يې (کلمات متشابه) بولي، هغه دوه يا ډېر وييونه چې ( د خج په گډون) له غږيز پلوه سره يوه جوله ولري او ماناوې يې سره بېلابېلې وي.له تاريخي- اېتېمو لوجيک، په نورو ټکو، د آرې او ريښې پلوه سره توپير لري، او د پېړيو په پو ړيوکې يې د غږيز ادلون بدلون له لامله همجوله شوي وي. د ساري په ډول له ((لور=lorداس)) سره ((لور=lor طرف)) هله همجوله شوی چې په يو لړ گړدودو کې يې واوېلي پايله(-ی) له لاسه ورکړې ده، دک دليل يې همدا چې په ځينو گړدودوکې يې لا خوندي ساتلې او ((لوری)) او((لورئ)) يې وايي. هرگوره، په بشپړ ډېري کې يې دغه کرښپل له اېتېمولوجيک- فونولوجيک سپيناوي پرته ناشونی برېښي.

په ځينو گړدودو، لکه په شمال ختيزو هغوکې د دويم يا دريم غږ ونج له لامله د همجوليزو کچه يوڅه زياته ښکاري، لکه: خور(خواهر)- خور(خپور)- خور(ښور = د مېږيو او مچيو ځاله)؛ سور(سپور)- سور(پسور)- سور(سُر) او داسې نور.
دآرو او پورو جوړې هم لږوډېرې موندلای شو، لکه: ميره(مادراندر)- ميره(دشت)؛ بور(ملا)- بور(سپېره)- بور(سره بخن توت)؛ بوره (شکره)- بوره(د ارې بوره) چې د وروستي ويي نږه پښتو انډول((د ارې بورbur)) دی. ښايي، يو نيم لوستونکی ځينې همجوليز وييونه له څومانيزو هغو سره يوراز و انگېري او د ساري په توگه ووايي: د ((بور)) اړوند همجولېزونه د همدې يوه يوازېني ويي ((بېلابېلې مانا وې)) دي او په دې ډول يې بايد په ډېرمانيزو وييونو کې راولو ، نو موږ به يې هماغه وړاندې کړی پېژند(تعريف) ورغبرگ کړو چې د همجوليزوالي شرط د آرې او ريښې توپير دی، په بله وينا، هغه درېگونه وييونه سره پر بېلابېلو ماناوو سربېره بېلابېلې تاريخي آرې (ريشې) هم لري، په داسې ترڅ کې چې يو دوه مانيزو يا ډېر مانيز ويی يوه يوازېنۍ آره او ريښه(اصل و منشأ) لري اودازباد و سپيناوی يې هماغه ژبپوهان کولای شي چې د سپڼيزې (تشريحي) ژبپوهنې ترڅنگه له تاريخي- پرتليزې ژبپوهنې اوبيا آرپوهنې(اېتېمولوجۍ) سره هم سروکار ولري.


اخځليک
باطنی، زبان و تفکر(مجموعۀ مقالات زبانشناسي. نشر آبانگاه، تهران. ۱۳۸۰.
چامسکی،نوم: دانش زبان، ماهيت، منشأ وکاربرد آن ۱۹۸۰. (ترجمۀ علی درزی). نشر نی، تهران۱۳۸۰.
زيار، مجاوراحمد، ويي پوهنه، دکابل پوهنتون. د لوړو زده کړو چاپخونه ۱۹۸۱.
زيار: ۱۹۹۳←پښتو سيندگی، هممانيزونه. دپښتو پانگې ملگري، پېښور.
زيار: ۱۳۸۴ ل. ← پښتو پښويه. درېيم چاپ، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور.
زيار: ۱۳۸۴ ل. ← پښتوبدلمېچ، پښتوشعرڅنگه جوړېږي؟. دانش خپرندويه ټولنه، پېښور. ۱۳۸۹ ل.
زيار: ۱۳۹۰ ل/ ۲۰۱۱ز←پښتو آرپوهيز(اېتېمولوجيک) سيندگی، لومړی ټوک (ا- ب- پ- ت- ټ). دانش خپرندويه ټولنه پېښور.
زيار: ۱۹۹۱ل./ ۲۰۱۲ ز ←پښتو سيندگی، نويزونه. دويم غځېدلی چاپ،. پېښور.
 

 

 



De Saussure,F., Grundfragen der allgemienen Sprachwissenschaft, Übersetzer: Lommel,H 2. Auflage.
Berlin1967.
Mario A. Pei: A Dictionary of Languistics: Columbia University. New York, USA 1954.
Morgenstierne, Georg, An Etymological Vocabulary of Pashto.1. Kommisjon Hos Jacob Dybwad,Oslo 1927.
Ulrich, Winfried, Wörterbuch Linguistische Grundbegriffe.
Verlag Ferdinand Hirt. Germany 1972.
Wahrig,Das Grosse Deutche Wörterbuch. Bertelsmann Verlag. Germany 1966.
Zyar, M.A., Die Nominalkomposita des Paschto, Diss. Universität Bern, Institute für Sprachwissenschaft. Bern 1974.

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل     ۱۸۱،          سال    هشتم،     قوس       ۱۳۹۱ هجری خورشیدی           اول دسمبر      ۲۰۱۲ عیسوی