ماته هغه شپه را په یاده شوه اوس :
ته زما کور کی یو میلمه شانته وی
زما په زړه کی د غنچو نڅا دی ولیدله
زما د اوښکو په دریاب ،لمبا دی ولیدله
ما درته وغوړوو خپل د صداقت دسترخوان:
تا ډوډی وڅکله
لکه د ستړی او ستومانه شپانه
سر دی پر مځکه کیښود او بیا ویده شولی ته.....
خو چی سهار را پاڅیدم ، بیا رانه تللی وی ته
او د توشک لاندی دی دیړی روپی ایښی راته
زه درنه ښه خپه شوم......
تا دا زما د صداقت او بی ریا دسترخوان
او د اخلاص کټوه
رانه په بیه وکړه....
ته می بیا ونه لیدی
خو له هغی ورځی تر ننه پوری
زه درنه دیړه ځوریدلی یمه......
زه درنه دیړه ځوریدلی یمه...................
عارفه بهارت
|