زه او غر
تاسو مې پيژنئ؟
زما دتن هډوكي
اودخاورو په رنګ مسته وينه
زما دغرونو دهستۍ نښې دي
مامې دغرو له تيو پۍ رودلي.
زمادكور دبامبو ټۍ له پاسه
غر ولاړ دى
اوپه انګړ كې
هرقدم ته دڅيړيو ونه،
په هريو ښاخ كې يې
دلمر دزيږيدلو كيسه
اوشين آسمان يې
خپلوسترګوته
له پاڼو نه
رانجه پوروي.
ماته دخوب او ستړيا
چم نه دى زده
تيارو ته ستوري،
دسبا بر بنډو پيغلو ته
لمنې ګنډم
او كرۍ ورځ ستګې په لار تيروم.
سترګې په لار يم
خو دڅه لپاره ؟
نه پو هيږم !
وه چې زما تر سيوري ها خوا
دادنيا نن څومره ښكلې ښكاري
دريغه !
له شرمه راته پاس
دكتو وس نه لري.
١٣٧٠ / ١١ / ٢
كابل |