ډګرجنرال امام الدین : ولسمشر داوود خان مې نه دی وژلی بلکې هغه پر ما د تومانچې ډزې کړي او زه یې ټپی کړی یم.
له نن څخه نیږدې (۳٣) کاله وړاندې د خلک دیموکراتیک ګوند د افغانستان لومړنی ولسمشر سردار محمد داوود خان د خپلې کورنۍ له غړو سره د ارګ په ماڼۍ کې وواژه او په دې ډول یې د هیواد واکمني خپله کړه.
که څه هم تراوسه پورې د ثور د اومې نیټې د پیښې او د داوود خان د وژنې په اړه ډیرې لیکنې شوي، خو دا به لومړی ځل وي چې د ولسمشر په وژنې تورن کس د دغې خونړۍ ورځې نکل په خپله ژبه د یوه ټلویزیون کمرې ته کوي.
د هغه مهال د کوماندو د قطعې لومړی بریدمن امام الدین نکل داسې پیلوي: «زه د مخابرې یو افسر وم. ما وسله نه درلوده او یواځې مې ولسمشر ته پیغام رساوه. ما په پوره درناوي هغه ته پیغام ورساوه او د درناوي له پاره مې هغه ته ښی لاس د سلامي له پاره اوچت کړ. له بده مرغه ولسمشر پر موږ ډزې وکړې. زه کلک ټپي شوم او زما ملګري ووژل شول.»
نارویژي خبریال هڅه کوي چې جنرال وغږوي او د هغه له خولې حقیقت واوري. هغه له خپلې اصلي پوښتنې وړاندې له امام الدین څخه د ثور د اومې نیټې د پیښې لامل پوښتي چې جنرال یې داسې ځوابوي: «زه شوروي اتحاد ته ولیږل شوم. ګڼ شمیر نور افسران هم هلته ولیږدول شول. ځکه د افغان پوځ ټولې وسلې او تخنیک روسي وو. دا افسران یا د خلک د دیموکراتیک ګوند غړي وو یا هم د هغه پلویان. ګوند د داوود خان لخوا تر ګواښ لاندې راغی او ګڼ شمیر مشران یې بندیان شول. د همدې له پاره ګوند د داوود خان له ملاتړه لاس واخیست.کله چې د ګوند مشر ووژل شو او ګڼ شمیر نور بندیان شول او د اپریل د (۲۶)
نیټې په خبرونو کې اعلان شو چې د خلک د دیموکراتیک ګوند غړي هیواد ته ریښتیني نه دي، بیا نو د ګوند مشرتابه پلاوي له ځانه د دفاع پریکړه وکړه او دا د پاڅون پیل وو.»
همدا چې خبریال له امام الدین څخه پوښتنې چې آیا داوود خان دې وژلی که څه، هغه د پوښتنې ځوابولو ته د تیاري له پاره د اوبو ګیلاس پر سر اړوي او نکل داسې اوږدوي: «ما په عملیاتو کې ګډون نه درلود. زه د مخابرې یو ټیټ رتبه افسر وم. د ولسمشرۍ د ماڼۍ ساتونکي (افسران او سرتیري) یا وتښتیدل او یا هم تسلیم شول. زما قوماندان ماته دستور راکړ چې ولسمشر ته یو پیغام ورسوم. پیغام:(( د خلک دیموکراتیک ګوند په ټول هیواد واک لري )).
زه او درې نور سرتیري چې یوه یې د مخابرې دستګاه درلوده ولسمشر ته ورغلو.»
لومړی بریدمن امام الدین، د شهنواز تڼي په امر چې هغه مهال د کومانډو د پوځ مشر وو ارګ ته استول شوی وو. خبریال په دې اړه په خپل رپوټ کې د شهنواز تڼي د خبرو دې برخې ته ځای ورکړی: «تاسو پوهیږئ چې په دولتي او حکومتي چارو کې سلسله مراتب شته. د افغانستان د
خلک دیموکراتیک ګوند هغه مهال چې زه د کومانډو د پوځ قوماندان وم لارښوونه وکړه او ما خپله امام الدین خان او نورو افسرانو ته چې په دغه ورځ دوی وظایف اجرا کول او د دولتي او عسکري قوماندانیت له مکلفیت سره سم مې وظایف ورکول او هدایات ورکړي.»
وروسته بیا امام الدین د ارګ ماڼۍ ته د ننوتو او له ولسمشر داوودخان سره د مخامخیدو کیسه داسې کوي: «په ماڼۍ کې شپږ تر اته کسان وو چې ټولو وسلې درلودې. زه په پوره درناوي د ولسمشر هرکلي ته ورغلم. لومړی مې د درناوي له پاره ښی لاس سلامي ته اوچت کړ او هغه ته مې وویل: «عالیقدره
ولسمشره، د خلک دیموکراتیک ګوند د ټول هیواد واک خپل کړی دئ. ځکه نو تاسو باید ځان تسلیم کړئ. ولسمشر زما خبرې واوریديئ واوریدل.»
د داوود خان د کورنۍ غړي چې د دغې خونړۍ پیښې پرمهال په ارګ کې وو او له پیښې ژوندي راوتي وو وايي چې ولسمشر اصلاً د تسلمیدو هوډ نه درلود او د امام الدین په ځواب کې ویلې وو چې هغه له خپل خدای پرته چاته نه تسلمیږي. ولسمشر پیغام واورید، خو غبرګون یې د امام الدین او دهغه د ملګرو په وړاندې څه وو؟ په دې اړه د داوود خان په وژنې تورن امام الدین وايي: (ولسمشر او د هغه ملګرو پر مونږ ډزې وکړې، زه په ښې اوږه باندې ولګیدم
او لاس مې لاندې ځوړند شو. هغه کسان چې زما څنګ ته ولاړ وو پر ځمکه رانسکور شول. د خپل ژوند د ژغورلو له پاره مې د دروازې په لور منډه کړه. ما دیرش تر پنځوس متره منډه وکړه. هلته ډیر کسان ولاړ وو او پایلې ته منتظر ول. بیا مې ولیدل چې زه ټپي شوی یم او پر ما وینې بهیږي. یوه افسر زه تر پوځي روغتونه رسولی وم. زه د لارې په اوږدو کې بې هوښه شوی وم).
خبریال دلته د جنرال خبرې غوڅوي او هغه ته د دستګیرپنجشیري د (ظهور و زوال حزب دیموکراتیک خلق افغانستان) په نامه د کتاب هغه کرښې ورښيي چې امام الدین د راډیو افغانستان ودانۍ کې د ګوند مشرانو ته د داوودخان د وژل کیدو خبر راوړي. په داسې حال کې چې امام الدین د داوود خان لخوا تر ټپي کیدو وروسته د ځان د بیهوښۍ او روغتون ته د لیږدول کیدو خبرې کوي، نه د راډیو افغانستان ودانۍ ته د داوود خان د وژل کیدو د خبر د راوړلو. امام الدین له ناچاریه د دستګیرپنجشیري خبرې سمې ګڼي او وايي: (دستګیر پنجشیري غلط نه دی لیکلي. هغه د راډیو په ودانۍ کې و، خو هلته ډیر اتاقونه دي. په یوه واړه اتاق کې درې تر څلور تنه راټول شوي وو).
خبریال له امام الدین څخه پوښتي: ته هم هلته وې؟ او هغه یې په ځواب کې وايي: (هو، زه له څو مهمو کسانو سره هلته وم. فقط د یوه لنډ وخت له پاره). خو له دې سره، سره امام الدین وايي: (زه د داوود خان په مړینې خواشینی یم، خو که داوود خان زما په لور ډزې نه وې کړې، دا به نه وو پیښ شوي. ګوند غوښتل چې په پوره درناوي هغه یوه خوندي او امن ځي ته ولیږدوي. زه په دې اړه ډیر زیات خواشینی یم او هیڅ ملامت نه یم. زه یواځې پیغام رسونکی وم، نه د جګړې سړی.
|