نن مې اوښكې
دادسترګو له صدف نه څڅيدلې مرغلرې
زما دڅيري اوبو وړي ګريوانه خړې ډولۍ كې
لكه ناوې سرې منګولې دبڼو په ځنګله ايښي
دپښتون كو ناوكۍ ده
په خوله ژاړي
په زړه خاندي
نن مې اوښكه ناوې شوې
راته ونا څه هندارې!
* * *
نن مې كب دسروويرونو
دغمونو دويرجن سيند
دتورتمو، ليونيو اوياغي څپو دزړه پټې كيږدۍ نه
دښكاري خندا دجال مزوكې كبوت
نن مې لوند ګريوان وچ شوى
خو يو څاڅكې پكې شين دى
ته به وايې دلمر كور دى
ته به واى دسپوږمۍ شپه ده
نن مې اوښكه ناوې شوې
راته ونا څه هندارې !
١٣٧٣ / ١١ / ٢٧
كابل |