کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   
كله چې لمر ګل وكړي


اسحاق ننگیال
 
 

كله چې لمر ګل وكړي
كله چې ټال دشپې را وشليږي
دسترګو په هندارو كې دلمر كوترې ځالې وكړي
كوترې سپين وزرونه پرانيزي
دخوب دشنو ځنګلونو ماتو څانګو نه دانې ټولې كړي.
كله چې مخ دسهار ګل شي
اودشاتو مچې ټولې شي پرې.
كله چې كاڼى دښونځيو دتبيو تندى ښكل كړي
او ما شومه نجلۍ
له تور كميس او سپين سالو سره په لاره كې خوره وره شي
لكه دوريځو اوسپوږمۍ دوديدلو شيبه.
كله چې ووړ ما شوم دتورې تختې مخ باندې
دسپين تباشير خال كيږدي
اوشيبه وروسته ماشوم وږى شي
دووړ جزدان له واښكونه دږيو مهار لرې كړي
دوچې ډوډۍ ښكار وكړي
راشئ مين شئ پرې
او مينه وكړئ
١٣٧۵ كابل / ٣ / زه چې زلمى وم هره ورځ مين وم. ٣٠

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۷۱،          سال    هشتم،        سرطان   ۱۳۹۱ هجری خورشیدی                    اول جولای ۲۰۱۲ عیسوی