کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   

د غزالې کاروان د غږ د سمندر په لور


انور وفا سمندر

 
 

 

دوه درې ورځې کېږي، چې وچ شوی یم. نه حواس شته، نه عواطف، نه خبره او نه د فکر په ستیج د کوم نظطار او وینا څرک!

لا تېره ورځ دفتر ته پر لاره، ډریور راته ووېل، «وفا صاحب! همو هنرمند پاکستاني، غزاله جاوید را میشناسي؟...»

زه، چې د نومونو، څېرو او شکلونو په ساتلو کې ډېر بېوسی یم؛ پېل کې مې فکر د «جاوید» پر نوم را څرخېده. ذهن کې د یوه ځوان اردو ژبي پاکستاني تلویزیوني کلیپونه را کتار شول، چې سندرو یې عجیبه هیجان جوړاوه. خو چې وامې ورېدل «او مرد!» نو بیا د ذهن له انبارخانې «غزال» سر را لوڅ کړ.

او دې سره زه ولګېدم. نور نه خبره وه، نه فکر، نه احساس...داسې بېسده شوم، چې نه تریخ وم نه خوږ! او داسې ځان کې خپله ځانته اور او لمبه شوم. د ځان پر نغري کښېناستم. ځان سره پاتې شوم...

حتا دا اوس چې د غږ د لومړني جوهر تالنده او برېښنا، د خیال له باد او باران سره، د فکر په هندسي پوهه کې را منعکسیږي او زه د کلمو سړې او تودې، محلي او منل شوې جامې ور اغوندم، څو په دې وچ، مړه، کرخت، وده شوي زما ورور نفوس کې- چې د زمانې خوب په ځان کې ویده غځولی- د اخلاقو او پرستش له نغري بل اور را پورته نه کړي؛ لا هم نه پوهېږم د ژوند او حقیقت د رېبلو او وژلو دغه طاعون ته د څه شي نسخه ولیکم؟؟؟

آه، خدایا! له تا پېدا کېږو، خو دلته مو پر سرونو څه ټکهار روان دی. څوک دي ددې نر، چې د غزالې پنځېدلې ښکلا بېرته د خلقت ناپېدا سرچینې ته ورستنه کړي!!! موږ ولې ښکلا ختموو!؟ ولې ژوند ته د خپل فکر/باور په دوزخ کې داسې سور غسل ورکوو؟؟؟

خدای چې شته، روا او ناروا به څوک سره بېلوي؟؟؟ خدای چې شته، نو زما قاضي دې مخه ښه شي.

آه، ځمکې څومره تیاره شوې، بې له غزلې! څومره بې غږه شوې، بې له غزلې.

آیا داسې غږ هم شته، چې لومړۍ ارادې نه وي پنځولی- روا کړی؟

آه، څه دې وکړل، ای غیرتي نارینه، تا د ښکلا او آواز د ملکې په وینو ځانته ثواب جوړاوه.

تا د غزال سپین زړه، چې ښایي یوازې د خدای نوم به هغه درزاوه؛ له حرکته ودراوه.

اوس ته چېرې یې او غزاله به چېرې وي؟ آیا الهي اراده ستا تیاره او خودپرسته قهر دی، چې څرنګه غواړې، ژوند چې الهي تحفه ده؛ ورباندې غوبل کړې؟؟؟

نه، زما له تا سره څه کار نشته. ته ځان ته ورله غاړې یې.

څوک چې مرګ جوړوي، څوک چې ښکلا او آواز ختموي، څوک چې د انسانانو په ژوند او سرنوشت باندې قضاوت کوي، څوک چې...نه، بله خبره نشته!!!

کلمه د غږ کنډولی دی. او زه ورباندې د یوه قهرجن، تیاره او ځانپرسته زړه او ذهن تیارې نه جوړوم.

غزالې، خدای شته؛ هېڅوک نه ورک کېږي.

بس ده، بس ده!!! خدایا، مرسته مې وکړه، چې خپل ذهن، حواس، روان، او هرڅه ستا د ارادې لپاره تش او سپین کړم...مرسته مې وکړه، چې یوازې ستا د غږ او نوم لپاره پاک کنډولی شم.

هو، پوره ژوند همدې ته وایي.  

د چنګاښ څلورمه، ماسپښین دوې بجې!

ونه شوه! شاوخوا وګرځېدم، غزاله مې بیا پر دروني حواسو را تویې شوه. (دا حسي-فزیکي تجربه نه ده، ځکه نو کومې کلمې او نومونې چې کاروم، له عیاش او خودپرسته ذهن څخه آزادې دي، هیله ده تاسو هم داسې را سره مله واوسئ)

غزله، یوه څېره، په یوه بدن کې را ټوله ژوندۍ ساه، د خپلو فردي سترګو، اننګو، پزې، خولې، غوږو، وچولي، تندي، سر، تنې، او...څټ ته د مرګي په خوب تللې هغه غزاله څه شی وه؟  

هغه څوک وه؟ له کومه راغلې وه او چېرې ولاړه؟؟؟

غزال، یوه ځوانه، شانداره، له وږمو او غږونو ډکه مجسمه ترانه! دا شل او څو کاله وړاندې، د سوات په لمر او باران سوځولو او وینځلو درو کې، د ژوند یوه سیالانۍ او لاروۍ شوه.

نوې ماشومه، چې نهه یا څه زیاتو مېاشتو دمخه یې نه شکل درلود، نه څېره، نه وزن، او نه کالبوت؛ اوس په وړو وړو، سپینو سپینو، لطیفو پښو پاڅېږي. ګرځي. منډې وهي. لوېږي. چیغې وهي؛ بیا د مور یا جاوید پلار په مرسته ولاړېږي؛ بیا ځان نغري ته ورنېږدې کوي، په تناره سر ورټیټوي؛ د بام له ژۍ لاندې را ګوري؛

یا: پاس سپوږمۍ ته د خیال په پښو ورخېژي...خو مور او پلار، دوست او تربور، ولس او قوم یې نه پرېږدي، چې د سپوږمۍ او لمر په قد لوړه ودرېږي؛ ترڅو د انساني عقل په زور جوړې شوې تپانچې هغه په خپل کالبوت کې سورۍ سورۍ وغورځوله او اروا یې له موږ ورکه شوه.

غزال، د فزیکي عمر په متر او لوېشت اندازه کېږي، او خیاط ورته جامې برابروي.

غزال، چې په وچ زور له سپوږمۍ، له ستورو، د آسمان له برجونو را کوزه شوې، بیا پاڅېږي، د مور لویې او زړې کوښې اغوندي، خو بیا څپېړه خوري؛ غزال ته ورزده کېږي، چې نوره بیشرمي ونه کړي!!!

غزال، د سوات د طبیعت لوی کور ته وځي، لمر سره پورته منډې وهي، سیند سره کښته منډې وهي، بوراګانو سره د کلا ګردچاپېره چرخک وهي، او داسې را لوېږي.

اوس نو د ماشومتوب د پاچاهۍ وېالې، چینې، سیندونه، لمرونه، مرغان او بورګان ټول زاړه او سپېره او په عمر پاخه شوي؛ خو هغه دننه د بوراګانو له نه وېلې سندرې، له بې متنه سازه ډکه ده، په هغې کې د زاڼو او هیلیو د تللو نسلونو-چې خدای خبر کومو ښکاریانو به ورباندې خپل ټوپک تش کړي وي- بې مانا، بې کلمې نارې راټولې شوي، چې اوس زموږ د پښتو ژبې د حروفو په خټه کې وموښل شي، کلمې او مانا دارې خبرې او نظمونه شي او د غږ مینه وال د ژوند سراسري سمفوني واوري.

هی هی هی، د غزالې د غږ ښکاري څه وکړل؟؟؟ دغه غږ چې زړونو ته یې اوبه او دانه ورکول، د چا تور نظر وواهه!؟

اه­ه­ه... خبره نشته. زما یو هم جنسه، یوه انسان، یوه نارینه، یوه... غزاله چوپه کړې!!! په دومره لوی شرم کې، زه څه شی یاد کړم!؟

خدایا، ټول ستا د لارې مسافر یو، ټول یو سرنوشت لرو؛ خاتمه مو تاسره ده؛ بله لاره نشته، بله لاره نشته؛ لاره یوازې خدای ته رسېږي؛ ځکه پرته له خدایه هېڅ څه نشته.

بس دومره کار چې ما په خپلو دغو اوتو بوتو ونه شول کړای؛ دادی خپله را ښکاره شو: خدای شته؛ زما خبرې په څه ارزي؟؟؟...

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۷۱،          سال    هشتم،        سرطان   ۱۳۹۱ هجری خورشیدی                    اول جولای ۲۰۱۲ عیسوی