کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   
دا كلى مه ورانوئ !


اسحاق ننګیال
 
 

دا كلى مه ورانوئ !
دا كلى مه ورانوئ !
دا كلى مه ورانوئ !
ګورئ چې هلته د شنو ولو د شنوسيورو لاندې
ګورئ د شنې ويالې تر څنګه د جلګو دپاسه
يو كوچنى پروت دى
يو كوچنى ويده دى
او ، تر وړې لوپټې لاندې
په خوب وړو سترګو
د ناز په غېږه كې كوچني شينكي خوبونه و يني.
دا كلى مه وارنوئ!
دا كلى مه ورانوئ !
ګورئ چې هلته لكه زركې زموږ د كلي نجونې
ګورئ چې هلته د بامو پر سر نورسې نجونې
كتار، كتار د لمر تر وړانګو خپل پيكي جوړوي
او په مينو ژبو
د پېغلتوب غوږ كې د ځوان هوس سندرې بولي .
دا كلى مه وارنوئ!
دا كلي مه ورانوئ!
ګورئ چې هلته د هغو سپېرو كوډلو ځينې
ګورئ چې هلته ددې تورې تروږمۍ له غېږې
ساړه زګېروي جګيږې
سوزمن آواز راځي
او اميدوارې ميندې
د انتظار د بڼ د سرو ګلونو لارې څاري
دا كلى مه ورانوئ!
دا كلي مه ورانوئ!

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۶۹،          سال    هشتم،                    جوزا   ۱۳۹۱ هجری خورشیدی                    اول جون ۲۰۱۲ عیسوی