کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   

          ډاکټرحنیف بکتاش
                                         منلی علمي اوفرهنګي شخصیت
                                                ملګری اولارښود ډاکټرمجاوراحمدزیار
 

 
 


دروان کال داپریل په پنځمه نېټه په لندن کې دېوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې دافغانستان دویاړلي علمي اوفرهنګي شخصیت پوهاندډاکټرمجاوراحمدزیاردزیږېدوپنځه اویا ومه کلیزه ولمانځل شوه.ما له ډېره وخته ددغه فرهنګي ویاړلي یاردکلیزې درسېدونېټې ته انتظار ایسته اوغوښتل مې دلمانځنې په غونډه کې دپوهاند زیاردعلمي اوفرهنګي هڅو،نوښتونواوخوځښتونوپه هکله خبرې وکړم.بلاخره دا نېټه راورسېده خوله بده مرغه چې هلته مې نه یواځې خبرې ونشوې چې زماله بدوطالعوپه غونډه کې مې ګډون هم ناشونی شـــو. زه اوس نه غواړم په دې هکله کوم عذریادلیل وړاندې کړم ځکه چې باورلرم هېڅ څوک ېې راسره نه مني نو دا به مې په ګټه وي چې ځان غلی ونیسم.خو اوس غواړم دګران ډاکټرصاحب په ویاړداڅوکرښې ولیکم چې له یوې خواددغه خواږه دوست اوغمخور،لارښودملګري دکلیزې په لمانځنه کې مې برخه اخیستې وي او له بلې خوامې دهغو اوږدواړیکودرناوی کړی وي چې زموږترمنځ دتېرودېرشوکلونوپه ترڅ کې موجودې وې اوکه خدای کول په راتلونکي کې به هم بې خلله پاتې شي.
لکه څنګه چې مې وویل مانږدې دېرش کاله وړاندې له زیارصاحب سره پېژندګلوي ومونده.هغه وخت دی دکابل پوهنتون دژبې اوادبیاتودپوهنځي استاد و اوزه دکابل دحبیبیې لېسې زده کوونکی وم.تردې دمخه ما په هلمند کې ژوند کاوه اوهلته کله ناکله په کابل کې خپرېدونکې ورځپاڼې او مجلې ترګوتوکېدې اودهمدغو رسنېوله لارې وچې زه دډاګټرمجاوراحمدزیارله نوم اوشعرسره اشناشوم.
کابل ته په راتلوزما مینه اوپاملرنه دادبیاتونړۍ ته زیاته شوه،په کابل کې خپرېدونکومجلواوورځپاڼوته مې لاره وموندله او دهغه دوران په تول له روښان اندوسره مې هم اړیکې پراخې شوې.په کابلي رسنېوپه تېره دژوندون،پښتون ژغ اودکابل په مجلې کې به مې دهغه وخت دشاعرانواولیکوالوشعرونه او کیسې لوستلې او په تېره دډاکټرزیارله شعري نوښتونو نه به مې خونداخیست.زما په همغه وخت کې هم پام شوی وچې دزیار شعرونه له نوروسره توپیر لري.ده په همغه وخت کې هم ازادشعرلیکه اودشعرپه نړۍ کې ېې نوې تجربې ازمويلې.
په۱۳۵۵کال کې له ماسره بخت یاري وکړه اوزه په یوه ادبي کانکورکې دپښتوشعردیوې جایزې ګټونکی وبلل شوم.له دې سره دهېواد دفرهنګي اوسیاسي کړیوپاملرنه ماته زیاته شوه اوپه دې لړکې دهېواد دمعاصرشعرله پیاوړواستازواومخکښانوښاغلوسلیمان لایق،بارق شفیعي اوډاکټر زیارسره زمااړیکې ټینګې شوې.ماته له همغه وخت نه ډاکټرزیارنه یواځې د یوه علمي اوفرهنګي شخصیت په حیث مطرح دی بلکه زما دځوانۍ دپیچلي
پړاودیوه درون اوګران مشرپه ډول هم په سترګوکې دی.
دپوهاندزیارپه هکله خبرې کول ماته یوڅه ګران ښکاري،ځکه چې دی هرکاره اوزه که بېکاره نه یم چندان دکارسړی هم نه یم.دی یو ژب پوه،توکم پوه دادبیاتوڅېړونکی،تاریخ پوه،لغت جوړوونکی،منتقد شاعراولیکوال او......دی.زه به دده په هکله ډېرڅه نه وایم که څه هم دی دډېروستاینو وړدی خو غواړم په لنډ ډول دوه درې ټکي دده د دبریالېوهڅوپه هکله بیان کړم.
۱-دی دپښتوژبې اوادبیاتوپه نړۍ کې یوه اکادمیکه څېره ده، له وچواوتعبدي انګېرنوراوتی اوماسېوا اودیوه نوي اوپراخ نړۍ لیدخاوند دی.دده همدغې ځانګیړنې په ژبنیزواو تاریخي څېړنو کې ده ته جلا او له امتیازه برخمن موقعیت ورکړی دی او دی ېې ددودیزوپوهانوله ډلې څخه چې هغوی هم په خپل وار ژبې اوابیاتوته نه هېرېد- نکي خدمتونه کړي دي بېل کړی دی.
۲-ده دپښتواوپښتنو د تاریخ په راسپړلو،دژبنیزې پانګې په پراخولواوپخولواو دعلمي اومیتودیکوبنسټونوپه ټینګښت کې لویه اوځانګړې ونډه اخیستې ده.
۳-دی دپښتو دازادشعریوپوخ هډوکی،کلک پلوی اوهڅوونکی دی. پر دې برسېره دی یوزړه سواند ملګری همکاراولارښود دی. دی ډېرې نورې ښېګڼې هم لري چې خدای دې نور هم پرې برکت کړي.خو په ځانګړي توګه غواړم دده له بې پایه مرستواومشورواوپه تېره له هغه وخته چې ما په لندن کې د پښتواودري ژبې په تدریس پیل کړی دی مننه وکړم.دپوهاند ډاکټرمجاوراحمد زیار پنځه اویاومه کلیزه دې مبارک، دژوندډیوه ېې روښانه اوتذکره دې له ویاړونوډکه وي.
 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۶۶    سال       هشـــــــــتم         حمل / ثــور   ۱۳٩۱   هجری خورشیدی         ۱۶ اپریل      ٢٠۱٢ عیسوی