ستا د چنار ږغونه واوریدل ما
لکه غاټول په وینو ولمبل ما
دا ستا د هر یوی پری شوی څانګی
او د شنو پآڼو په یاد وژړل ما
زه هم دا ستا د دی چنار په شانتی
د ژوند په بڼ کی یوه مسته ومه
ستا د تنکیو څانګو څانګو په شان
مسته ، نازکه ، زبردسته ومه
ته د مینو د خندا شاهد وی
زه بیا شاهده د غوټو د موسکا
ستا په سینه کی یو ځوان نوم ولیکه
زما په زړه کی چا چړی ښخی کړی
ستا د بدن نه یی پوټکی یووړ
زما یی څیری کړو ځیګر په ګوتو
له ما نه هم خلکو پری کړی څانګی
له ما نه هم د ژوند ګودر پآته دی
ستا د ژوندون ګودر چنار لټوی
زما نه ورک شو بیا په خپله ژوندون
چناره مه ژاړه غوغا مه کوه
د مستو پيغلو په یاد ویر او واویلا مه کوه
اوس زمانه د مینتوب د مینو نه ده پآته
اوس زمانه د مهربانه زړونو نه ده پاته
چناره مه ژاړه غوغا مه کوه
د خپلو څانګو په یاد ویر او واویلا مه کوه
ددی نا ترسه خلکو مه پوښته ګیلی مه کوه
ژوندون ظالم دی تیره وه یی ، اندیښنی مه کوه
عارفه بهارت |