پريږده يوه بله پياله هم په سر واړومه
* * *
بيګاه مې خوب ليدلى
له سرو ګلابو پرښتو راته جامې اُ ودلي
ستوري مې زانګي دګريوان په ليكو
دلاسو غل مې رانه ورك دى
ستا دزلفو تو رو شپو نه راته شپې راوړي
او دغنمو نارنجي فصل كري راته په سترګو كې
دوږو نارنجي خوبونه.
* * *
پريږده يوه بله پياله هم په سرواړومه.
١٣٧۴ كابل / ۴ / |