کابله مه ژاړه ته
ما درته ډیر ژړلي
کابله وخانده بیا
کابله وغوړېږه
دریڅه پرانیزه د باغ پر لوري
چې زما د زړه ، دا نړېدلې نړۍ
یو ځلې بیاد سرو ګلانو له عطرو ډکه شي
کابله مه ژاړه ته
کابله وخانده بیا
د قرآن غله له کابله وزه
دا زما د اوښکو له ساحله وزه
زموږ د سرونو د کرلو شیبو
له دې حاصله وزه
دا زما د زړه له کوڅې
زما د فکرونو له منزله وزه
د قرآن غله له کابله وزه
کابله مه ژاړه ته
کابله وخانده بیا
کابله لوړ شه
کابله نر شه
کابله ستر شه
کابله ودروه
یو ځلې ودروه
دا زموږ د اوښکو سفر
کابله وخانده بیا
کابله وغوړېږه
یو ځلې پورته شه
سپیده راوله
د تورې شپې مخې ته
یوه ډیوه راوله
زه غواړم ووینمه
ستا پر تالا باغونو
یوه مسکا د هیلې
یو غوړېدلی بهار
یوه خندا د مینې
کابله مه ژاړه ته
کابله وخانده بیا.
اوړی 2004 کال کابل
که ته نه ېې؟!
زما د کوټې پر زاړه دیوال،
لاتراوسه هم
هغه زوړ سات زړیږي
اوزه لاتراوسه هم
له همغې زړې دریڅې
کوڅې ته ګورم .
ما ښام مخکې له هغه چې،
پردریڅې،
دآسمان تورڅادرپرېوځي
اودشپې نیولی غږما
یوځلې بیا
په رسیوکې راوتړي
زړه مې غواړي
دکوڅې پرمخ
ستا دپښو
خا پونه ولولم
ما دې کوڅې کې،
خپل زړه کرلی
ما ته،
دا کوڅه
د ېوې سپېڅلې مینې، داسې انځوردی
چې په کې د باغ پروږمو
مقد س روح چلېږي.
خو ګوره،
که ته نه ېې
ما ته دا کوڅه
له څوخټینودیوالو
له څو تیږو
اوڅوقالب خښتو
زیاته مانا نه لري
زه، دې کوڅې ته
ستا له سترګوګورم
که ته نه ېې
زه په نښتوسترګو
څه ووینم؟!
د فبروري درېمه۲۰۱۲کال
|