عذاب عذاب را
يو لاس کې د مينې پاک کتاب کتاب کتاب را
په بل کې د ټوپک په ځای رباب رباب رباب را
نه باز نه زمری يم نه حيوان يمه افغان يم
ښکلي د انسان د ذات القاب القاب القاب را
تږی يمه مرمه ثواب وګټه لږ ژر شه
ساقي که اوبه نه وي شراب شراب شراب را
په دې مات تندي کې زما څه دي چې يې ولې
ياره د يو کاڼي خو جواب جواب جواب را
خپل رب به مې وبخښي اټکه چې رحيم دی
ته مې وسېځه په اور عذاب عذاب عذاب را
اجمل اټک يوسفزی / کامه
|