زما په زړه کی یو ګداز پروت دی
زما په زړه کی سوی ساز پروت دی
زما په سترګو کی دریاب د غمو
زما په اوښکو کی یو راز پروت دی
ته به جانان شی زما؟
ستا دغه مینه به دنیا شي ماته؟
ستا دغه غیږه به پناه شی ماته؟
دا ستا د دوو سترګو دریاب کی یاره!
د دنیا ټول غم به فناشی ماته؟
ته به جانان شی زما؟
زما په روح کی دا ګداز ګوره
زما پّه زړه کی سوی ساز ګوره
زما په سترګو کی غنچی د غمو
زما په اوښکو کی دا راز ګوره
ته به جانان شی زما؟
را ځینی مه پوښته دنیا می څه ده
ویښه می څه ده خوب رویا می څه ده
بس ، دا ستم ګڼه د مینی یاره
نور می نو مه پوښته ژړا می څه ده
ته به جانان شی زما؟
تا می د زړه ولولی ولیدلی
تا می د اوښکو چینی ولیدلی
پکی دا ستا مینه موسیږی راته
تا په بهار کی غنچی ولیدلی
ته به جانان شی زما؟
زه د دنیا او له غمو نه دردیدلی یمه
په مینه مینه کی له خلکو ځوریدلی یمه
تا به را واخلمه دنیا نه او وحشی به دی کړم
جانانه ، نور نو سړیتوب نه ځوریدلی یمه
ته به جانان شی زما ؟
خطبه دا ستا د خوږی مینی وایم
زه د دردونو په منبر ولاړه ،
د غرونو ګل یی خو په غیږ کی زما
زه دی پر سر لکه د لمر ولاړه
ته به جانان شی زما؟
راځه چی ولاړ شو د سپوژمی تر کلی
تر لری لری به مزل ووهو
د ژوند په تار کی به نغمی راولو
دواړه به ګوتی پر غزل ووهو .
وایه سفر کی په دی لاره به ته مل شی زما؟
اغزنه لاره ده جانانه، پل په پل شی زما؟
زما دنیا وحشی ، ویرانه له دردونو ډکه
په دی زخمی دنیا به وایه یاره :مل شی زما؟
ته به جانان شی زما؟
|