کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   
د کرېسمس سوغات
Headway,Student’s Book
ژباړه

پوهنمل ر. ځواکمن 
 
 

 

. ټولې پېسې همومره وې.ډېلا يو ځل بيا په احتياط سره خپلې پېسي وشمېرلې،هغې غلطي نه وه کړې. هره ورځ چې  بازار ته ځي،نو ډېرې پېسې نه لګوي.هغه ارزان بيه غوښه او ډېره ارزانه ترکاري پېري. دا ډېره ستومانوونکی ده چې هغه په ساعتونو پر دوکانونو ګرځي تر څو ارزانه خواړه ومومي. هغه کو ښښ کوي چې يو سنټ هم بې ځايه و نه لګوي. يوازی يو ډالر او اوه اتيا سنټه.   راتلونکې ورځ د کرېسمس وه ، دې پرته له دې نور څه نه شو کولای.

 ډېلا له خپل مېړه جيم سره په نيو يارک کې، په ېوه بې وزله خونه کې اوسېده.جيم نېکمرغه و ځکه چې کار يې درلود، خو دد کار هم دومره ښه نه و.دغه وخت د ډېلا لپاره ښه نه و، ځکه چې دې کار نه درلود.خو کله چې   جيم کورته را ننوت ،هغې په بيړه ور څخه د مينې لاسونه تاو کړل.هغې غوښتل چې جېم ته د کرېسمس سوغات واخلي. کله کله ډېره ښه وي چې هغه ته و ښيې، چې ورسره زياته مينه لري.هغې ناڅاپه هندارې ته ور منډه کړه او خپلو اوږدو زلفو ته يې وکتل.بيا يې خپله توربښنه خولۍ پر سر کړه ، کوټ يې واغوست او په بيړپه ښار ورننوته.

کله چې د ېوه سينګارتون وره ته ورورسېده نو ودرېده. دننه ېوه چاغه ټيټه مېرمن ولاړه وه . ډېلا پوښتنه وکړه: تاسې ويښتان پېرۍ؟ هو زه وېښتان رانيسم. مېرمنې ځواب ورکړ.خولۍ مو لېرې کړۍ او ويښتان مو وښياست.مېرمنې يې پر ويښتانو ورو لاس راښکود، ويې ويل: شل ډالره.ډيلا وويل: په بيړه يې غوڅ کړه اوپېسې راکړه.

راتلونکی دوه ساعتونه په بيړه تېر شول. ډېلا خوشحاله وه ځکه چې هغه له دوکانه له پېسو سره راووته،تر څو جېم ته ورباندې سوغات واخلي.په پای کې هغې ، هغه ته يوعالي سوغات وموند. جېم يو خاص شی درلود، د سرو زرو يو ساعت چې له نيکه يې  پلاراو له پلاره دته پاته و.د جيم دا ساعت ډېر خوښېده خو زنځير يې نه درلود. کله چې ډېلا د ساعت د سروزرو ځنځير و ليد نو په بيړه پوه شوه چې داد جيم لپاره ډېر غوره دی. دهغه بېه يويشت ډالره وه.

ډېلا  له اوه اتيا سنټو سره په بيړه خوشحاله کور ته لاړه. کله چې کور ته ورسېده نو په هنداره کې يې خپلو لنډو څڼو ته وکتل، اوه! زه لکه د ښوونځي د يوه هلک غوندی يم!که جيم ما وويني څه به ووايې؟

اوه بجې جيم کور ته راننوت. دهغه سترګی ډېلا ته برندې وې. هغه سوغات ته وږی نه وه. هغه يوازی د ډيلا ويښتانو ته حيران پاته و. ډېلا د هغه خواته ورمنډه کړه ويې ويل:  ماته داسی مه ګوره، ما خپلی زلفی وپلورلی تر څو تاته ورباندی سوغات واخلم.

تا خپلی زلفی خرڅې کړی؟ هغه ورو وويل.

هو. زه اوس کيسه کوم. ته تشويش مه کوه. دا به بيا ژر را لويی شي. خو ايا ته نوره له ماسره مينه  نه کوې جيم؟

جيم ناڅاپه له هغې لاسونه تاو کړل، ډېلا زه له تاسره مينه لرم. دا مهمه نه ده چې ستا زلفی لنډی وی او که اوږدې. خو دغه پرانيزه. بيا به ته پوهه شې چې زه لومړی ولې خفه شوم.

هغې په هېجاني ډول د سوغات غوټه پرانيسته. بيا يې د خوښۍ يوه وړه کړيکه وکړه ، خو  يوه ثانيه وروسته يې د غم کوکه ووهله. دغه سوغات د هغې د ښکلو ويښتانو لپاره يو کمان و.. کله چې يې ديوه دوکان په کړکۍ کې ليدلې و، نو ډير يې خوښ شوی و ،هغه  ډېر ګران بيه واو دې هغه غوښته. اوس هغه دلته دی خو دهغې هغه اوږده ويښتان نشته! ډېلا هغه په لاس کې واخيست او سترګی يې له مينې ډکې شوې.

بيا ډېلا  ته ور په زړه شوه.هغې منډه کړه او جيم ته يې د هغه  سوغات راواخيست. دا دومره ښکلې نه دې جيم! ته راکړه ستا ښکلې ساعت او دا نوې زنځير ورسره وګوره!

خو د جيم سر ځوړند واو  موسکې و.

ډېلا! ما هغه وپلوره تر څو تاته پرې دغه کمان واخلم.

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۶٠       سال        هفتم              جدی /دلو    ۱۳٩٠     هجری خورشیدی         ۱۶ جنوری ٢٠۱٢ عیسوی