كجاوې!
څوك دى ؟ دكوم ځاى دى ؟ او چيرته درومي ؟
نه پو هبږم !
چې د سهار دشنو وږمو دشنې زيږ داشيبه كې
دجامو غر په اوږو مات كړم
دشنه خوب دشنو اوبو په سين كې ولامبم او ستړى شمه
دى شي نږدې
سپينې جامې راځنې وتښتوي.
او دغنمو پر وريښمينې وخيږي او چيغې كړي چې :
اى لا مبو زنه،
اې دباغ مرغيو !
مادرته سرې ، تورې جامې راوړي
راشئ داسپينې او خيرنې جامې وغورځوئ !
څه شپه وروسته وروسته ددې كلي دمرغيو
او كبانو جامې نوې شي
سين تور شي
ونې تورې
كلى سور
اوكلى تور غوندې شي
بيا كجاوه پراوږو بار كړي
خدايزده چير ته به ځي.
* * *
كله چې پاڅم
هغه وينم چې روان دى
او ددښتو پر نوويو لارو منډې وهي
او كجاوه يې زما زما له تكو شنو خو بو ډكه ده
بيا دكوچيو دكاروان مخې ته تم شي
او هر خوب مې
موټى موټى پروريو او اوښانو ويشي
كجاوه بيا تشه شي
بيا درمو له مخې شنه واښه راټول كړي
كجاوه له سره ډكه شي
موسكى شي
بيرته وخوځيږ ي
شپه شي ، تياره شي
تورو وريځو سره يو ځاى شي
باران شي
او له ستړې كجاوې سره راوڅڅيږي
بيا دغنمو پر وريښمينو زلفو وخيږي
او چيِې كړي چې :
جامې مو سرې
جامې مو تورې ،
او خوبونه مو ژيړ!
داسې يو زيرې راته وكړي
او روان شي
خداى زده چيرې به ځي؟
١٣٧٣ / ۶ / ١٨
كابل
|