کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   

یو زیری او کورودانی

 اسدالله زمری

 
 

 

زماد ګران دوست او ملګري او دهیواد دوتلي لیکوال او تکړه څیړونکي ښاغلي اکبر کرګر  نوی ناول مې ترلاسه کړ او لکه دده د نورو لیکنو په شان (انځورونه که هېنداره،په حالنامه کې د بایزید روښان عرفاني او فلسفي څیره اون نور) مې په ډیره تلوسه ولوست .

ښاغلي کرګر خپل د نوی ناول  نوم  د«غوایي هډوکي» ایښی چې په لومړي نظر کط چندان په زړه چنګ نه لګوي خو د ناول تر لوستلوورسته سړی ته دا جوته ګیږي چی له دې محتوا او موضوع سره  له ده پرته بل نوم نشي غوره  کیدای .

دا د ښاغلی  کرګر خلاقیت دی چې د نثر په زړه د شعر شور  او ښکلا ور سموي، ددې   ناول د لیکلو ژبه خوږه او روانه ده  او د ځینو سوچه لرغونو کلماتو او یا هم دده په وینا د نمره دارو ټوکو پر ځای او مناسب کارول او د هغو د طنزی محتوا نه دقیقه او ښه ګټه اخیستنه ددې ادعا ثبوت ګڼل کیدای شي.دا کار ددی سبب ګرځي چې لوستونکی بیله وقفی د ناول  د تر پایه د لوستلو لیوال شي .

لکه څنګه چې ښاغلي دکتور جنیدشریف د ناول په سریزه کی  ویلي د سمبولونود ژبې  او یا دسمبولیکو ترکیبونونه استفاده دلیکوال د لیکنو بله ځانګړنه ده چې دلته د کال د فصلونو او یا د ورځې د خاصو ساعتونو،یا د غوایی د ښکر،عمر،د کورونو او کلا ګانواو دروازو حالت او جوړښت،خوبونه ، د میلمستون د غڼې د جالې او نورو نه یادونه کولای شو .

«د غویی دهډوکی»تندی داسی یوه  هنداره ده چې هر څوک پکی ځان لیدلای شي ، که د میلمستون میلمه  و   که یی مهماندار او یا یی له دوی سره په یو ډول نه په یوه ډول اړیکي درلودې،که د منډوي نداف وو او که د جمهوریت عسکر،که عادی مامور و یا متعلم او محصل ،حزبی وکه غیر حزبی..... نو ځکه ګومان کوم چی د هر چا د علاقی وړ به  وګر ځي

ناول  د تر بحث لاندی تیاره زمان اوضاع په  ډیر هنرمندانه  توګه  تسجیلوی او ګویا د تاریخ د قضاوت او ارزیابی اوږده انتظار نه مو بیغمه کوی ،بیله دی چی لیکنه د حوادثو دژورنالیستیکی ګزارش اویا تاریخی سیاسی تحلیل  بڼه ونیسی،

سره له دی چی زه کره کتونکی  نه یم خو د ناول په زړه پوری والې دې څو کرښو لیکلو ته و هڅولم؛چې په دی وسیله د ښو داستاني اثارو مینه والو ته د یوه نوی اثر د خبریدو زیر ورکوم ، لکه چې څرګنده ده زمونږ په ادبیاتو کی د نثر برخه ډیره کمزوری اود «شعر» بازار د هغه برعکس ډیر تود دی ، دداسی ښو اثاروهستول   افغانی ادب ته د یوه ستر خدمت په  تله  دتللو وړدی او زما ددی لیکنې بل دلیل همدا ټکي وو، زه ښاغلي کرګر ته  ددې اثر د خپرولو چې چاپ یې ددانش خپرندویې ټولنې لخوا شوی مبارکی او کور وداني وایم ،د نورو بریاو هیله یې کوم او د نوو هستونو په  تمه یی یم.

 

په درناوی زمری

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۵٩       سال        هفتم              جدی     ۱۳٩٠     هجری خورشیدی         ۱ جنوری ٢٠۱٢ عیسوی