که څوک زما له زړه نه وپوښتي چې، دهغه چا هېرول ، څومره سخت دي؟
... چې دې ټول عمر دهغې پښو ته
دعشق ګلونه ایښي .
نو به دا زړه ورته دګل په څېره وغوړیږي
او په خندا به ورته ووايي:
((ته څه خبر یې؟))
که څوک زما له زړه نه وپوښتي چې،
دهغو سترګو قهر څنګه زغمې
چې تا یې تل رڼو چینو ته
خپل خوبونه ویل؟
نو به دا زړه ورته له اوښکو نه امیل جوړ کړي
(( ته په دې څه پوهیږې؟))
که څوک زما له زړه نه وپوښتي چې ،
دهغو شونډو ترخه څنګه څښې
چې تا به تل دخپلو شونډو په باران پریوللې ؟
نو به دا زړه ورته دوینو څاڅکي څاڅکي ګلاب وغوړوي
(( چې داسې هم کیدای شي !))
که څوک زما له زړه نه وپوښتي چې ،
له نامرادې
له ناکامې مینې وروسته ژوند په څه مانا دی؟
نو دا زخمي شاعر به
ورته په غوږ کې ورو، ورو
دځنکدن سندره وغږوي
داسې سندره چې له مینې
له بیلتون
او هېرولونه به
دمرګ دسپینې اوښې
یو برګ انډی دلمر لویدو په لوري وخوځوي
دلمر لویدو خواته په دښته کې
ها لرې لیکه
دعشق د ماتې په نامه دمر ګ دسپینې اوښې ورک پلونه دي.