نن شپه مې بیا د زړه مېلمه یې مېلمه
خپلې تنهـــــــا شېبــــــې وېشم
درســــره
له غـــــاړه کۍ نه دې
لـــــــوېدلې مرۍ
راجېــــلـومه پـــــــه
ورېښـــــــم درســــــره
کله چې لمــــر له کلي کـــــــډه وکــــړي
زړه مــــې د هســک پــر سینه تالـــټوي
لکه ویشتلې مــرغۍ ، څـــړیکو سره
په تا کــــې هیله ، تا کــــې سا لــټوي
د هسک په زړه کــې ډېـوې ډېرې
بلې
خو سترګې ستــا لـــوري ته لاره
باسي
ستا په ښایست کې څه رازونه نغښتي ؟
زړه لــه کــــو ګله بې اختیــــاره
بـــاسي
چې له کوڅې نه غږ د پښو پورته شي
زه وایم خــــدایه زمـــا مینه راغــــله
د مقدســـــــــو آیتــــو لـــــــه نــــــړۍ
زما د روح نـــړۍ ته سپینه راغــــله
د بڼ له لــــــوری چـــــې وږمه ولګـــــي
وایم هغـه ده ، ګـــــوره بېــــرته راځــي
زه مـې له بخته ســــره څـــه وکــــړمه
؟
نه هغــــه نـه ده بابا چېــــرته راځــــي
؟
زه د تیارې او د سپېدې تر منځه
د نښت پر ټکي لکه سات پاتې یم
پر شاو خوامې دي د غم لښکرې
لکه بې وسه باچا مات پاتې یم
هره خوا ګورم دیوالونه ښکاري
لکه چې ګور کې کرایي ناست یمه
روح رانه تښتي ، زړه یاري نه کوي
آسمان ته لاس په ګدایي ناست یمه
پسرلی 2009 کال لندن
|