کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   
بادشاه او معشوقه يې
سيندونه هم مري


 اسحاق نګيال
 
 

 

تېره هېره زمانه كې يو باد شاو

نازولى په هر ملك ددې دنياو

خداى وركړې دبدبه د تاج او تخت وه

په هر ځاى ورته ګونډه اوښه د بخت وه

خزانې يې وې د شتو وتې له شماره

هر خزان يې ښايسته و له بهاره

نه كمى و دلښكرونه دزرو

نه كمبو د پكې د مينځو اونو كرو

شماريې نه و په حرم كې دبي بېانو

نه دښكلو معشوقو نه د ساقېانو

هر محل يې ددنيا پرسر جنت و

رب وركړى له ازله داعزت و

دبادشاه په دلبرانو كې ېوه وه

چې په ټولو كې ښايسته لكه ډيوه وه

لكه حوره هسې ښكلې نازولې

ته به وايې له جنته ده راغلې

چاليدلى داسې حسن چېرې نه و

ډېر شاهان يې په ليدو پسى ړانده و

بادشاه ټوله هستي ددې هستي وه

دشپې ورځې پايكوبې وه بد مستي وه

دغه نورې معشو قې، نورې بي بېانې

ورته ټولې دپښو خاورې وې خوارانې

ېو ويښته ددې او داټوله دنيا

بدلوه كله دداسې عشق بادشا

يوه ورځ يې په شېبو د بد مستۍ كې

دخوندونو اورنګونو په ځولۍ كې

سرې د ناز شونډې راپرانيستې اداته

څو خبرې وې چې ويې كړې بادشاته

وې پلانې حاكم دې ډېر درته خاين دى

ته پوهېږې نه خو ما ته مبين دى

 

* * *

چې خيمه د مستۍ ټوله شوه سهار شو

د مظلوم حاكم تيارې خونې ته لا رشو

پس له څو ورځو پو ښتنو احوالونو

پس له ډېرو تحقيقونو، تپوسونو

شوه معلومه چې تقصير د حاكم نه دى

تش تومت د معشوقې د ترخه زړه دى

پس له هغې باد شاه ډېر ورنه خپه شو

سلطان لاړه درباريانو ته جرګه شو

وې كه څه هم ډېر پردې ښكلې مين يم

خو والله چې پر هغې پېښې غمجن يم

زه وېرېږمه كه بيا هم داسې وشي

خداى خبر چې ددې ملك چارې به څه شي

دربارېانو ورته ووېل سلطانه

نوريې مه منه خبره عاليشانه

باد شاه ووې نا ممكنه ده ملګرو

چې ځان منع كړم د هغې له خبرو

 

* * *

 

يوه شپه بادشاه دربارنه رابهر شو

معشوقې سره ملګرى په چكرشو

بر بېړۍ سواره روان وو په درياب كې

معشوقه يې كړه ګوزاره په تالاب كې

معشوقه لاړه خو اوريې د عشق بل و

لګيدلې د بادشاه پر تش ګوګل و

بيا باد شاه شېبې پر اوښكو لنډولې

اوښكې څه چې يې سرې وينې بهولې

باد شاه هسې خوار وزار او تور كمند شو

چې ګوزار دعشق او مينې له سمند شو

 

بادشاهي يې په نظر لكه زندان شوه

چې د عشق دنيا يې ړنګه په جهان شوه

دربارېانو ورته ووې اى اميره!

اى زموږ د سرو سيور يه اى زهيره!

اوس چې مرې ورپسې ولې دې غرقاب كړه

خپله مينه دې لاهو په دې درېاب كړه

بادشاه ووې ورته اى عا ليجناب

زه خراب ښه يم نه ملك زما خراب

 

١٣٧١ / ١٠ / ٢٩

كابل

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۵٤       سال        هفتم              میزان     ۱۳٩٠     خورشیدی             ۱۶ اکتوبر ٢٠۱۱