کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   
كورمې


اسحاق ننگیال
 
 

ميرمنې ته مې ليك

 

شپې شي، شپې ومري

او دور ځو او ښې بيا وزېږي، بيا قتلې شي

خو زه ژوندى يمه د شپو، ورځو دقتل انتظار ته ناست يم

ويې څښم، ويې خورم،

ګړۍ، ګړۍ ويده پاتې شم، بيا پا حيږم

پورته شم، بيا يې وڅښم، بيا يې وخورم، بيا ويده شم

شپې شي،

شپې ومري،

او دورځو اوښې بيا وزيږي

بيا قتلې شي.

***

زما د څنګې يخ وهلي ګلان لاړل

چې دښكلي مشرق زلفو نه

په څڼو كې د لمر ښكلي ګلونه كيږدي

او زه يوازې د پنجرې په څنګ كې ناست يم

كوم » ګاټي « له خپل ځانه سره

كله نا ځكو ته لمنې اوبم

 

 

سرشم » موسيو « كله انګړ كې له خپل سېوري سره پاڅم په

چم مې هم نه دى زده » موسيو « خود

كله د خداى له وېرې پاڅم

ستا لمن مخې ته واچوم په لمونځ و كوم

ستړى ستومان شم پر لمونځونو

خو لمانځه نه وروسته

خولې ته دوعانه راځې

خداى ته دعا هم پښتنې ژبې ته سوال ښكاري

او زه دسوال او دسوالګر له نامه كركه لرم.

شپې شي،

شپې ومري،

او دورځو اوښې بيا وزېږي

بيا قتلې شي.

***

زما د كور ښاپيرۍ تللې مالت د كوه قاف په سفر

نورمې د كور له دېوالونوته

دعطرو ګلان نه ورېږي

هر شيبه

دسرو ګلونو د غوټيو د عطرونو پر ځاى

دورور د چرسو او د شنو بنګو دودونه څښمه

 

څوك د ډوډۍ پر سرلګيادى

نا مينځلى لاس ګولۍ تاووي

بل د ېوبل د خولې مړۍ شماري

بل پخلنځى د شنو نسوارو پر شنو لاړو ډك كړ

نور ددې كور دعا دتونو په ښيښه كې خپل مخ نه شم ليداى

ښاپېرۍ بېرته راشه!

ګلونو راشئ،

زما تشه څانګه بيا ډكه كړئ!

١٣٧٢ / ١٠ / ٣

كابل

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۵٢       سال        هفتم              سنبله/میزان     ۱۳٩٠     خورشیدی               ۱۶ سپتمبر ٢٠۱۱