کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   
تصویر


انور وفا سمندر
 
 

خپل تصویر ته مې وکتل، زه په کې نه وم؛

زه نه وم...تصویر «پردی» وه.

تصویر هغه دیوال وو، چې دېرش کلونه وړاندې زه په کې اوسیدم.

تصویر لوڅ لغړ کور وه.

تصویر وچ ولاړ دی.

ما ته ګوري، چې ور ستون شم.

آه! بل څه مې واورېدل:

«آیا زه هم د بل څه شي کور یم؟!»

«زما انتظار د څه لپاره دی.»

«زه د چا او څه شي انتظار ګالم؟!»

تصویر زما زوړ پوټکی دی.

زه شیبه په شیبه زوړ پوټکی پرېږدم او نوې زوکړه کوم.

چې څومره ځان یادوم. ځان نوموم.

ځان په لیک او تعریف کې غځوم؛

هومره تصویرونه-

تش کورونه پرځای پرېږدم.

تیره هم یوازې زما هغه ځان نومونه او ستاینه ده،

چې زړه مې ورپسې بیرته الوت کوي.

نه؛ تصویر مې چې واخست؛

را څخه لیرې شو، پردی شو،

پرونی شو!

تصویر له ما لوېدلی...

تللې زمانه مې نشته.

زه یوازې یو ځای شتون لرم او هغه دغه دی،

چې تصویر ته ورګوري

او هوس یې کیږي، چې بیرته په تصویرننوځي،

مړ کالبوت را ویښ کړي.

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل    ۱۵۱   سال        هفتم              سنبله       ۱۳۸٩  خورشیدی               اول سپتمبر ٢٠۱۱