کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   

دميلاد په شپو كې


 اسحاق نګيال

 
 

اهداُ زما سپين ږيري شهيد پلار ته:

  

اى ! ددې شنه اسمان په غيږه كې خوب وړې سپوږمۍ !

اى ! په دې شپو كې د پرديسو دسفر ډيوې !

اى ! دګلونو او دپيغلو، پيغلو وينو پري !

ته راته ګورې ؟

ته راته ګورې چې دكړيكو اوتيارو نښه شوم ؟

او دساړه ژمي خوني او ګنهګار ابليس

زما دګلانو او نرګسو باغ كې اور وكاره !

ته راته ګورې ؟

ته راته ګورې چې محل مې له كارغانو ډكشو؟

او په ويالو دهيليو بچي وسوزيدل !

او زموږ دكلي ميندې

 

دميلاد شپو كې» بې لاسو او پښو بجيان زېږوې «!

ته راته ګورې؟

ته راته ګورې چې مې ټول كلى چاړه چاړه دى؟

خلك په نوكو او برچو ديوبل ستر ګې باسي!

اودمالت نجو نې

په خپلو تورو،توروڅڼو كې ځوزان ټك وهي؟

آه

آه نازولې سپږمۍ

آه درڼا مورې!

 

 

برگرفته شده از مجموعه ی  سيندونه هم مري .

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل    ۱٤٩   سال        هفتم               اسد       ۱۳۸٩  خورشیدی                اول اگست ٢٠۱۱