زه «آدم» یم زه « آدم » یم
له جنته شړل شوى
پردې ځمكې بادشاه شوى
ورور دې ورور پء كاڼي وويشت
نازولى زوى مې مړ شو.
* * *
زويه! زركاله پوره شول
يو څو ورځې دې مېلمه يم
څوخبرې درته كړمه
نن به يم سبا به ځمه.
* * *
دغه سپين مزى درواخله
دپستو پستو ورېښمو
پكې حك مخ دنبيانو
د جمله وو بادشاهانو
پرښتو وو دى او دلى
له جنته دى راغلى.
* * *
خو وېښته زما دږيرې
او همدا جنتي مزى
په ېوه تابوت خوندي كړه
ورته جوړ قفل او كلي كړه
څو چې ته يې او دنياده
پر دښمن غلبه ستاده.
* * *
داګوتمۍ مې هم درواخله
درته وبه ښيي لارې
آس مې هم ستادى « ميمون » دا
ورسره برېښنده توره
هر برى د ستا برى دى
هر زور ګير د ستا مريى دى.
• * *
زما نښې د ستا نښې
زما لكړه ستا لكړه
زما لاره دستا لاره
زما چاره د ستا چاره
خووروستۍ خبره واوره
وينه توى زما دزوى كړه
دمظلوم زوى په بدل كې.
زويه ځه ته هم قاتل شه!
د«آدم» غاړې ګل شه!
٧١ ١٣ / ٩ / ۶
كابل
برگرفته شده از مجموعهء سیندونه هم مري
|