له ځانه یم بیزاره ٬له جهانه مرور یم
دوخت بلا خوړلی٬ له زمانه مرور یم
که ګل ته لاس وراوږد کړمه،اغزی کړې راته نیغ
پردی یم پسرلي ته له بوستانه مروریم
قدم په قدم چوي راته تڼاکی د پښو
جرس غوندی فریاد کړم،له کاروانه مرور یم
که تندر ،که ږلۍ ده ،که بلاوي دي یا کاڼي
بیدریغه یې راولي له اسمانه مرور یم
شغلې می دنیزې په څیر په سترګو ننوزي
تیارو یم ایسار کړی له رڼا نه مرو یم
وفا او محبت پسې عالم واړه تپیږي
زه مینې یم رټلي ،له جفا نه مرور یم
دژوند له تناره نه د لوګي په شانې تښتم
دمرګ په انتظار کې له بقا نه مرور یم
آرزو او امیدونه،تلوسې اوتکلونه
چی واړه یې رامړه کړل له سبحانه مرور یم
سکه د نیکه زوی می د تربور په نامه وژني
له دغسې خپلوانو او آشنا نه مرور یم
دخپلو کړو مې هیري کړي،نادودي دپردیو
دورور له لاسه وسوم ،له جانانه مرور یم
په زړه کی می له ښو نه پرته څه نه وو ساتلي
چی ډک یی کړ له زهرو،هغه چا نه مرور یم
دعا ګوی د دیو او دد کړم دادم دې اولادونو
دنن ورځې له خلکو او انسانه مرور یم
|