کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   
کابلیان

لنډه کیسه


لیکونکی: علي سید سعیدي
 
 

 محمود بوجۍ په مځکه کیښوده، په لستوڼي يې د تندي خولې پاکې کړې. لمر نيږدې نیم اسمان ګام کړی وه، کولنګ يې پورته کړ، د کولنګ په تیره څوکه يې  یو بل ته مخامخ  د یو ګام  په فاصله لس- دولس ګامه اوږدې لیکې جوړې کړې، هره لیکه يې یو څپک ژوره کړه. سپین سرې  مور يې د خيمې له اړخه سر ښکاره کړ، ناره يې کړه:
 بس که نور، دا بیکاره، کار به څه درکړي؟ ځان دې په لمر وواهه.

محمود ور وکتل، په اسوده غږ يې وویل:
ادې لږ پاتې، زیاتيې خلاص یم،
 له وهل شوې لیکې يي پسته خاوره بیله کړه. سر يې ټیت و، د شونډو لاندې  ورو لګیا و:

په هغو سترګو را ګوره، چې ازار پرې نه راځي

زه د هغه چمن ګل یم، چې بهار پرې نه راځي

که ځواني شي زما خاورې ، ستا اعتبار پرې نه راځي.

له خیمې یو کوچنی ماشوم راووت، ټنډ غمبوري يې سپیره ښکاریدل. خشکي وهلي ول،  ګرمي تور اړولی و، لوڅې پښې راخوشې و، نږدې شو، خولۍ  يې لاس کې وه، ویې ویل:

ادکۍ .......

محمود پورته وکتل، مسک شو،

ادکۍ درکړه؟

لاسونه يې له خاورو وڅنډل، ماشوم يې غیږ ته پورته کړ، سینې ته يې جوخت کړ، په مخ يې ښکل کړ، دهلک په وچ غمبوري يې د شونډو چاپ پاتې شو، ستوماني یې ووته. ماشوم يې کوز کړ،  خولۍ یې په سر کړه، ماشوم ته يې خیمې ته د تګ ویل. بیا لګيا شو، وهل شوې لیکې يې له خاورو پاکې کړې، څنګ ته يې د تورو تیږو کوټ ولاړ و، په لاس يې ټولې کړې وې. درې کونجه تیږې يې په وهل شوې مځکه کې کتار لکې کړې. څنګونه يې ورته له خاورو ډک کړل. له ځایه پاسید، چنګ ورته ودرید، په شوق يې وروکتل، د لکو شوو تیږو کتار د خیمې تر خولې رسیدو، خوښې يې شوې، په بوجۍ کې پراته سپین ګاټي  يې د تورو تیږو منځ کې وشيندل، لار يې جوړه کړه. د خیمې دواړه خوا پردې پورته وي، درې ګامه وړاندې د منجانو دیوال ولاړ و. د پناهي لپاره. محمود کولنګ د خیمې څنګ ته کیښود، یوه ځوانه ښځه له خيمې ووته، لوټکه يې لاس کې وه. ماشوم په ژړا و، مور ټینګ کړی وه، مخ يې ورته غوړاوه. محمود د خیمې مخته کیناست، ښځې وبه راوړې، محمود لاسونه لپه کړل، ښځې وبه ور خوشې کړې. مخ  يې تازه کړ، اوبه ښې ولګیدې، خیشته  لاسونه يې په سر او سټ تیر کړل،  څو غړپه يې  خولې ته واچولې. ښځې پلو کوږ کړ، محمود يې په څنډه مخ وچ کړ.  مور ماشوم خوشې کړ. ماشوم  ښځې ته ورمنډه کړه، په پښو پسې يې ونښت، ښځې غیږ ته پورته کړ، خیمې ته ننوته. مور د واسیلینو سر بند کړ، ویې وویل:

ښه ، دغه لاره به څه درکړي؟  د څپرې غم به دې خوړلی وه. دې خیمه کې به اوړی پاخه شو. ټولو خلکو څپرې جوړې کړې،  یو مونږ پاتې یو.

 محمود له ځایه پاڅید،  شاه او خوا يې وکتل، تر ليرې سپینې او شنې خیمې ولاړې وې. کوچییان نه وه، د کابل مهاجر. د سر شاهي (حصار شاهي) دښته نور سپيره ډاګ نه وه. محمود وویل.‎

ادې! پریږده خلک پوه شي کابلیان یو،  سرخرود نه په موادو پسې نه یو راغلي.

 

پای

 

۰۵ / ۰۴ / ۲۰۱۱

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل    ۱٤٤     سال        هفتم                ثــــور/جـــــوزا       ۱۳۸٩  خورشیدی                     می ٢٠۱۱