کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   
د وطن اولاد

اسدالله زمری
 
 

مسلمان که مې دی سپین ددواړو سترګو  

نو هندو مې دې ددوو سترګو تور

 د سني او دشیعه  توپیر مې نه موند 

ټول جهان مې پسې وکوت کور په کور

هزاره، ترکمن، بلوڅ، پښتون او زبک

پنځه ؛ګوتې د یو لاس دې د سوک زور

پشه یې،نورستاني او قزلباش هم

دي زامن  د افغان پلار  ،  افغانې مور

په    جملو   او  کلمو کله بیلېږې ؟   

ده   پښتو   د   دري ژبي سکه خور

دتاریخ د معلم   نوی سبق  دادی:  

چی پرون دی وو تربور ، نن ددې ورور

که مې وېنه په رګو کې پښتنه ده  

هر تاجیک   ګڼمه   خپل سکنې ورور

دوطن دمور اولاد   یو    بې توپېره   

یو مو ژوند دی، یو مو مرګ او یومو ګور

بیلوي او جنګوي مو،چې، دښمن دي

دتاریخ لاس به یې مخ کړی ورته تور

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل    ۱۳٩       سال هفتم      حوت             ۱۳۸٩  خورشیدی       مارچ ٢٠۱۱