کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د سلام فرهنګي ټولني اعتراض ليک

اغزن سيم که د قصاب چاړه



 

د افغانستان، پاکستان او ائتلافي ځواکونو له لوري د جوړ شوې کميسون په نوم د هغې پريکړي خبر درسنيو له لوري اورېدل کيږي، چي د افغانستان او پاکستان پر پولو به اغزن سيم وغزول شي.
تر هرڅه وړاندي  ز موږ په باور د افغانستان او افغانانو پر زړه د پاکستان په ګټه د اغزن سيم غزول د قصاب هغه چاړه ده چي د افغانستان او افغانانو دخپلواک اوپتمن ژوند لپاره دپای ټکئ ايښودلای شي.

 

خو داپوښتنه لا پر ځای پاته ده چي د دې چړې د کارولو واکمن څوک او د دې پريکړي تر شا به کومه ونډه او ويش  منل شوئ او يا تپل شوئ وي ؟ او د دې تر څنګ دا بنسټيزي پوښتني:
  

لومړۍ: بهرني ځواکونه افغانستان ته د مرستي لپاره راغلي او که په ګاونډيانو د افغانستان او افغاني خاوري د پلورلو لپاره ؟

 

دوهم: که دتروريزم مخه په اغزن سيم نيول کيدای شي، غني او پر مختللي هېوادونه کولای شي د خپلو سرحدي کرښو څخه دا ډول اغزن سيم تاو راتاو کړي، په هغه صورت کي د تروريزم پر ضد نړېواله مبارزه د هېوادونو د اشغال او نېواک مانا نه لري ؟

 

دريم: که پر ډيورنډ کرښه د اغزن سيم غزول د سرحدونو د نښانې اورسمي تثبيت لپاره وي، او د افغان اولس د توافق پرته د ياد شوي کمېسون دا پريکړه پلي شي، په هغه صورت کي به دا پريکړه رښتني حقوقي او سياسي ارزښت ولري؟

 

زموږ په باورد ډيو رنډ پر کرښه د اغزن سيم غزول د ستونزو د حل لاره نه ده، دا ډول اغزن سيمان نه د تروريزم مخه  نيولای شي او نه د هېوادونو تر منځ پروت تاريخي کړکيچ حل کولای شي.

 

افغان اولس ته په درنښت
 

د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب

پوهنوال رسول باوري

02.09.06

 

 

 

 

***********

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ٤٣                          سال دوم                               اگست/ سپتامبر ٢٠٠٦