کابل ناتهـ، Kabulnath





















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 
هنـــــــدو پشتون
 
کوشان

 

څو موده مخکې يو هندو سره اشنا شوم ، ما ورسره اردو شروع کړه او هغه رانه وپوښتل چې زه د کوم ځای يم ، ما وويلې چې زه د افغانستان يم، هغه وويل زه هم د افغانستان د ننګرهار يم خو ژوند مې په کابل کې کولو.
ما ترېنه پوښتنه وکړه چې په پښتو او دري هم پوهېږې ، هغه وويل زه په خپله پښتون يم او په دري هم پوهېږم .

زه حېران پاتې شوم او ورته مې وويل چې ؛ ښاغليه ، پښتون يعنې مسلمان او ته نو څنګه ځان ته پښتون وايی ، او زياته مې کړه چې :
ته چې ځان ته پښتون وايی نو تا د اسلام د پاره څه کړي ؟
تا د اسلام د پاره څه قربان کړي ؟
تا د اسلام د پاره چېرته جهاد کړی دی ؟
او ته ولې تر اوسه هندو پاتې يی چې بيا ځان ته دې پښتون هم وايی ؟

هغه راته وويل چې بښنه غواړم چې ما د اسلام د پاره څه ندي کړي ، خو اولادو ته مې پښتو ويل ، ليک او لوست زده کړی ، کور کې سره پښتو غږېږو ، پښتو سندرې اورو، زوی سره مې لا کله کله خسی هم کووم ، غل هم نه ، د چا مال هم نخورم ، افغانستان مې په چا خرڅ کړی هم ندی ، او د راته زياته کړه چې :
که ته زما په پښتو او پښتونوالي کې شک کوې ، يواځې ددې د پاره چې زه مسلمان نه يم ، هغه دې نو بيا پوهې او منطق پورې تړلې خبره ده .

زه لا وشرمېدلم او ترينه مې بښنه وغوښته ، خو زه همداسې په اند کې ډوب شوم او ځان نه مې پوښتنه وکړه چې ريښتيا هم دا پښتون څه معنا چې زه ورباندې دومره وياړم ؟
ايا پښتون بايد حتمي مسلمان وي ؟
که د پښتون معنا مسلمان وي ، نو ولې زمونږ هيواد اسلامستان ندی نومول شوی ؟
دا خلقيان خو دومره په اسلام ولاړ هم نه وو ، نو ولې خلګ وايی چی خلقيان پښتانه ول ؟

ايا د يو پښتون پښتونيت يواځې په اسلام کې دې او که په پښتو او پښتونوالي کې ؟

ستاسي اند څه دی ؟
څوګ ځانته پښتون ويلی شي ؟

زه خو وايم چې پښتون هغه څوګ دی چې په خپله ژبه او کلتور ولاړ وي او د انسان کرامت ، حق او حقوق ته احترام ولري .

دين او مذهب د هر پښتون شخصي مسايل دي او هر پښتون د خپل دين په انتخاب کې ازاد دی ، ځکه دين د يو پښتون ديني هويت ښکاره کوي نه ملي هويت . يعنې پښتونيت په اسلاميت مې نده بلکې په پښتو او پښتونوالي کې ده .

که د پښتون معنا مسلمان وي ، نو ايا مونږه هغه امپراتوريو ته چې د پښتنو له خواه مخکې له اسلامه جوړ شوي وو ، پښتانه ويلې شو ؟

بل دا چې پښتانه خو د زرو کالو راهيسې مسلمان شوي دي ، او که د پښتون معنا مسلمان وي ، نو ايا پښتانه يواځې همدا زر کاله تاريخ لري که څنګه ؟
_________________
خاندۍ ـ خاندۍخندا تاسو سره زيب کا
کوشان پريږدۍچې کړي توی خپل د زړه وينې
اوښکې وينې چه زه ژاړم علت دادی
چه خپل قوم راته وهي نغمې غمګينې

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=1833

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۸٩          سال چهـــــــــارم              دلـــــو    ١٣٨۷  خورشیدی           فبــــــــوری 2009