کابل ناتهـ، Kabulnath



























Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 

هـــــــيو

«زه»

 

ليكوال: ا. وفا سمنــــدر

 

 

(۱)

لمر تلويزيون: «...تاريخ تكراريږي!»

۸صبح: «سگرت امریکایی با گوگرد امریکایی»

ولسمشر: «امریکا ته مووویل چې ژر الوتكې او شوبلې راكړي كنه...!؟»

خاطره: زه د سياست حرمسراى ته پښه نه ورږدم. ښايي لامل يې ګڼ اړخيز څه وي؛ خو د ځان او خپل سوي نسل د ژوند درې څلورو تيرو لسيزو ته په كتو سره د دري ژبې دا متل راوړم:«پيش طبيب نرود؛ پیش سرگذشت برو!».

عزيزانو دلته غواړم د هيواد په سركاري او ازادو رسينو كې د هيواد د دولتي مشرتوب او نړيوالې ټولنې او بيا متحده ايالاتو ترمينځ د وروستيو ناندريو راوروسته اغيزو په اړه د خپل خيال په اقليم كې را څرګند شوى انځور او لرليد، د ذهني جنس له لارې، د فزيكي ژبې د كرښو په توره هندسه كې، له تاسو سره هم شريك كړم. ورځو به؛ خو بيا هم يوه پيليزه؛ ترڅو د ذهن او نه ذهن پوله وركه او تته شي، هو همداسې:

***

 د زمان څرخ ګرځي. څيزونه جوړيږي، ځليږي، زړيږي او بيكاره څيزونو ډيرانونو ته ورغورځي.

فصلونه په ټاكلي وخت راځي او بيرته ځي او دغه مادي څرخ لا هم ګرځي.

 ځمكه د واورو، شنيلو، سرو غنمو او ژيړو پاڼو جامې اغوندي، زړوي او نوې كوي. ځمكه له لمر او سپوږمۍ سره شپه او ورځ جوړوي او منجمين د مادې په كنډو كې ناست دي؛ ترڅو د خسوف او كسوف خبر بشر ته، چې د ګاليلې او انشټين د پوهو زغرې يې اغوستي، واوروي.

 موږ انسانان زوكړه كوو، ځوانيږو، زړيږو او بيرته په غوښو او هډوكو ډك ځانونه او اندامونه تورو خاورو ته ور وړوو او د ژوند څرخه لا هم ميليون كلونه څرخيږي؛ ترڅو موږ بې زمانه ويښتيا په ځان كې دننه راويښه كړو.

 

 ځمكه، كلي، ښارونه، راز راز كلاسيكې او مډرنې علمي او سياسي ودانۍ، زموږ د حركتونو، فكرونو، ويناوو، طرحو، ارزوګانو، پروګرامونو او پريكړو په غورځو پرځو شنې، شنې دي او د هستۍ ستره مادي بيړۍ، د نيستۍ سپينې ته ور په لاره ده؛ ترڅو بې عمره برخليك ته ګام ور كيږدي؛ ځكه نو زمان په مادي ماهيت سره د شپې او ورځې په تناسخي بهير كې، واقعيت مومي او په دې خاطر ده چې عقل د ننني بشري تمدن سرنوشت په لاسونو كې نيولاى. انسان په ټوله دبدبه طبيعت لاندې كړى او غواړي ستوري او كهكشانونه فتحه كړي؛ خو زموږ د بخت ډبره هماسې زړه، كلاسيكه، له برمه ډكه، د عواطفو په پوړۍ كې نيمه ويښه، نيمه ويده پرته ده. زموږ څيره، فكر، لباس، خوراك، څښاك، راشې درشې، ويناوې، پروګرامونه او پلانونه نوي كيږي او نوي شوي؛ خو دريځ او پريكړه مو د عواطفو له وروكو وريځو را اوري. دا نوې، ښكلې، ځلانده، عصري څيرې مو تل د عواطفو د اور خوراك شوي او لا هم په همدغې زړې او بې مرګې څرخې كې را ايسار يو.

 

زه-افغانستان!

موږ په خپلې خاورې، خپلې مېنې، خپل ټاټوبي پسې داسې ټوكه جوړه كړې:«افغانستان هماغه زړه خاوره ده چې خداى په لومړۍ ورځ پيدا كړې!» موږ افغانستان وينو؛ خو«زه» نه وينو. زموږ زه د افغانستان په وزن پوره ده او كله كله لا درنه هم ده! دغه لرغونې او ښكروره «زه»  له پخوا را هيسې، په فرد، فرد كې ساه باسي.

 كه مولانا ته ورشو كه رحمان ته؛ نو د «زه» ځيږه ننداره را باندې كوي او چې اوسني نسل ته راشو؛ نو شهيد فيلسوف سيد بهاوالدين مجروح، په «اژدهاى خودي» او «ځانځاني ښامار» كې دغه راپكې پټه شيشكه ښه ځلوي. كه د خپل هيواد ليكلي تاريخ او رواياتو ته ځير شو؛ نو ګورو چې «زه» څومره پر موږ درنه را پريوتې. څه شاهان او تاج پوشان وه چې د همدغې «زه» تورې بلا ښكار شول او سره ميدانونه يې بيرته وبښل. راځۍ دغه ژيړې شوې پاڼې را ژوندۍ كړو او دا راته حسي كړو چې ولې له وچو او لمدو ور پورې وتي سرلښكر شاهان، د هسې شرمونكو مهرونو وهلو ته كښيناستل. ولې يو پلار دومره زړوريږي چې په يولاس ورڅخه ځمكې ته لويدلى تاج په سر بيرته ور سيخوي او په بل لاس د زوى لپاره د مرګ بخت پاڼه مهر كوي!؟ د بالاحصار په لوړو ديوالونو كې پروت سلطان څنګه فرنګۍ تنخوا ته څټ كړ او كليو ته ور كوز شو، چې غازي راووځي؛ خو شډلو كليوالو دومره ساه ورنه كړه! څوك خبر چې د نه غازي، نه شهيد او نه ژوندي پاچا د داسې ناوخته پورته كيدلو لامل هغه پټ ټپونه نه وي، چې دده«زه» ته د كوم سره كرنيل په ګوته څنډلو رسيدلي وي! موږ د اصلي ښامار ځاله يو او هغه هماغه مكرجنه «زه» ده.

 

بيا په دې نيږدې لسيزو كې، د ارګ ګوښه شوى د ستمديده خلكو سور واكمن چې له شماله راغلى مادي او ايډيالوژيك توپان يې د افغانستان د بقا سرچينه ګڼله، څنګه يوه مليشايي خپلسري سپهسالار ته ننواتې ور وړي، چې د تاج كلا بيرته ورته وګټي؛ ترڅو وطن بې لمره نشي او د  شپه لاره له دې ستم ديده ولس څخه چپه كړي! موږ تاريخ لرو؛ خو ډير تاريخ مو تل ناليكلى پاتې كيږي. هيچا ونه ليكل چې د كارګرانو دغه نوم وركي سپاهي كومو عاطفي زخمونو په دومره لوړه تبه اخته كړ، چې خپل پاسوال له ټيټو بيرغونو سره د لوړو غرونو د يوه وتلي جنګيالي بدرګې لپاره، د كابل دروازو ته وروباسي.(كولاى شۍ نورې خبرې له فقيرمحمد ودان څخه واورۍ-دشنه سرخ. كتاب)

 

 نه غواړم د ذهن په لاسو پښو په دې باب د بحث ډرامه توده كړم؛ خو كه دا پوښتنه راڅخه وشي چې زموږ نسل دومره وينه وركړه، دومره اورونه او زندانونه يې پرځانونو ستړي كړل، دومره يې د ژوند ښكلاوې او خنداوې وبايللې؛ خو پايله څه شوه؛ ځواب به څه وي؟؟؟  د دلايلو په ژبه څه نشو ترلاسه كولاى؛ راځۍ له دې پوښتنې سره د زړه په حواسو مخامخ شو.

كه د نورې نړۍ تاريخ-ليكلي تاريخ-نظر وكړو؛ نو داسې بيلګې ګورو چې، سلاطينو، سرلښكرو، فاتحينو، د فكر او مكتب پنځونكو، كله چې ورځ ترخه ليدلې، كله چې له پاڼ او پړانګ سره مخ شوي؛ نو وروستۍ چاړه، وروستې كالتوس او وروستي زهر يې پر ځان ورتش كړي؛ ترڅو ملت، هيواد، جغرافېه او كولتور ساه وباسي؛ خو موږ ځدناكه عواطف څنګه كړو!؟      

ګارسيا ماركيز د «نيكه په مني» رومان كې د اتل له خولې وايي چې «هيواد، يعني «زه»

د «زه» افقونه:

ولسي دود دى چې خلك په خبرو كې وايي، ليرې دې له«تا-تاسو» وي...يا داچې: ته ښه سړى يې، خو د نورو دې(...) زموږ لپاره امنيت، خونديتوب او سوله هماغه د«زه»  پولې دي. كه څوك د افغان يا مسلمان يا كوم قوم او ژبې په اړه بد او رد وايي؛ نو خپل ككړ فكر او ككړه اراده په دې خبره پاكوي: «تاسو نه ښېېم! د... څه او څه كړي!»

 

د فرديت سپيڅلى كيهان:

فرديت د هر انسان حق دى. هر څوك، هر انسان، هر ژبويونكى او هستوګن په لومړي ګام كې يو خپلواك فرد دى؛ نو د فرديت پولې پاكې او سپيڅلې دي؛ خو فرد د ځان هيواد دى. فرد «خپل» قلمرو او وړوكى كيهان دى. فرد د خپلواكې اروا په توګه يوازې د خپل بدن، حواسو، عواطفو، هيجاناتو، روان او دروني قلمرونو واك او ازادي كارولاى شي؛ خو د بل پر دا شان فردي پولو تيرى، د اصيل قانون نقض كول دي. انساني مدينه همدا ده چې فرد ازاد او مسوول واوسي. د عدالت د چيغې څښتن موږ او تاسو پخپله يو؛ خو په دې شرط چې مسوول واوسو! مسوول انسان د عدالت نښه دى. او مسوول انسان هيڅكله ولسونه او هيوادونه او نسلونه او پرمختګونه د خپلو ټپي عواطفو په اور كې نه سوځي. راځئ چې خپل ټول همت همداسې وكارو. راځئ چې ازادي او مسووليت خپل وقار وپيژنو او هيڅكله د ولس، هيواد او ژوند په بيه عاطفي اورونه او توپانونو ميدان ته را ونه باسو.

له دومره سرسپينولو چې لاس واخلو؛ نو راځئ يو ځل وروستۍ چاړه، توره، ټوپك او زهر موزيم ته وسپارو او ورسره خپل دا وروستى وصيت ملګرى كړو: زه د ژوند د سمندر يو ابدي څاڅكى يم، ژوند مې قلمرو دى، مرګ نشته، . تاسو ژوندي ياست؛ زه د «زه» اژدها په بورا اړوم او د هيواد او ولس په شمع ځان سوزوم، پريږده چې په دې سپين سر او سپينه ږيره د يو بې وسه؛ خو عاشق سلطان څلى شم!

 

پايله:

دا زه وم چې په دغو تورو كې دومره راغلم. زما مسووليت او ازادي همدومره وه. دا كلمې او توري ستاسو د ښكلولو فصلونه وه؛ نو د اوس لپاره همدومره، كه زمان نوره لاره راكړه«زه» ته به بيا راګرځم. اخر زه هم يو«زه» يم.   

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۸٩          سال چهـــــــــارم              دلـــــو    ١٣٨۷  خورشیدی           فبــــــــوری 2009