کابل ناتهـ، Kabulnath















































Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 
هغه مجروح وه؛ زه څه وليکم؟!
 
محمد انور وفا سمندر

 

د جولای ۵مه

سید بهاوالدین مجروح:

ایا ویی لیکم که لیکل شوی دي؟!

پیل:

ایا کیدای شي د شهید فیلسوف سید بهاوالدین مجروح په باب ولیکم؟

که مجروح زموږ په محیط کې،  زموږ په حسي، فزیکي او ذهني واقیعیت کې وای؛ ایا لیکل یې چې مجروح څه لیکل؟!

مجروح ځانځاني ښامار دی. مجروح لالهانده لاروی دی. مجروح د نیمو شپو مسافر دی. مجروح ټول هغه سفر او هغه مزل دی چې د یوه اووپنځوس کلن نارینه په شیبه شیبه احساس، عاطفه او د ذهني-رواني توپان په موجونو او غورځو پرځو کې ګرځیدلی، اوسیدلی او ځان خبری له دومره  ځانځاني ښامار سره د احساساتو، عواطفو، افکارو، او ځان ناخبرو روانی-شعوري نښو په توګه د پوهې د حسی، ذهني او فزیکي سلسلې له لارې د خبرو، حروفو، رنګ او کاغذ هندسې ته را کوز شو ی؟!

ایا مجروح همدا څو باندې پنځوس کلونه دي. ایا مجروح د مجروح ټول سفر او روایت دی. ایا مجروح یوازې څو پنځوس کاله درلودل. ایا مجروح د مادې له تومنې راولاړ شوی فیلسوف، شاعر، او لاروی دی. ایا مجروح پای ته رسیدلی. ایا موږ هغه هنداره موندلی چې را ته مجروح شي؟!

ایا مجروح ددی لپاره وه چې زموږ د شناخت مجروح را ته پلی کړي؟ ایا مجروح هغه مجروح نه دی چې له مجروح سره وه او مجروح وه؟! ایا مجروح ځان تجربه کړ؟

 موږ مجروح ته د الف، بی، تې زینه ور ږدوو او مقاله او کتاب او تحقیق جوړوو. زموږ په تفسیر کې چې ښکلا هرڅومره ډیره شي؛ وچه ده، ورکه ده، او مجروح ورڅخه تللی.

ایا مجروح مو مانا کړی. ایا مجروح که مانا شي وچیږي نه؛ بت کیږي نه! موږ بت تراشو او که مجروح «مجروح» ته ور پریږدوو. مجروح باید وغږیږي، که وویل شي؟! مجروح ولاړ دی، که روان، که تللی، که نا تللی...موږ ته تجربه نیږدې ده، که بیان او روایت؟!

                                                                                   (دمه)

بیا هم مجروح:

اوبه که وڅښو عیني کیږي او که ور باندې وغږیږوو؟! باد چې په مخ او سترګو او غوږو ولګیږي؛ ډیریږي که ولاړشي، تیرشي، په کاغذ کې یې یو نوم پاتې شي؟! د خاورې مانا، مورخاوره ده، که «خاوره»! د مجروح مانا زما په سترګو کې وزن شوی تصویر دی، که د مجروح په دننه کې هغه الماس چې د مجروح د وینا، لیک، فکر، او باور ټوله بیه یې ورکړې او لا هم زما وینا او مجروح ارزونې ته بیه ورکوي!

د مجروح په باب څه ووایو: موږ هغه مجروح وایوو او ښیوو او په کاغذ ږدوو؛ چې لیدلای مو شو! موږ هومره مجروح لرو چې خوښیږي مو. ایا په وینا، کتابونو، باورونو کې ټول ښکاره شوی مجروح، هغه «مجروح» نه دی چې د (مجروح) خوښیده؟! موږ یوازې حس، عاطفې، فکر او خیال ته راغلی مجروح لرو؛ نه ټول!

ایا موږ چې وغږیږوو، پیدا کیږو که ورکیږو. ایا تر غږیدلو، او ویلو او لیکلو دمخه برخه مو ریښتینې ده که تر دې ستړیاوو وروسته! ایا د ذهن هندسه دومره له ابعادو هاغاړه فضاوې او قلمرونه په ځان کې ځایولای شي؟؟

                                                                                  (دمه)

...

نه پوهیږیم دومره ویل او لیکل زیات دي که هغه پورته درې ټکي؟!

ټکي پرانستې دایرې دي. ټکي لوی لوی هیوادونه او درمندونه دي. ټکي هرڅه لري؛ خو هیڅ نه وايي؛ ایا ویل؛ کمیدل ندي؟!

مجروح:

مجروح ته به د «مجروح» متن له لارې لاره ور وکړو. او زما لپاره چې ډیر ځلیږي، هغه ځانځاني ښامار دی.

که حق ولرم؛ نو ځانځاني ښامار، د ځان لپاره په دغه تعریف کې را نغاړم: ځانځاني ښامار زما –ښایي هم د نورو- لپاره، د پټو ذهني-رواني زخایرو، ناڅاپي موندنو-کشف-او اشراقي تندر په وزرو الوتی توپان دی. دغه سړه اورغورځونه له دیرش کلن پیل سره سره  لا تازه، نیږدې او اشنا غړمبیږي او موږ د خپلې فزیکي، انساني او دغه راز ټولنیزو او کلتوري جغرافیو په بندي تل کې د خپلو نالوستو، په څټ تمبول شویو، ژوبلو او د فکر-باور په لومو تړل شویو عواطفو له اورونو، درمندونو او سیلابونوڅخه جوړ ښامار، د پرانستلو، کتلو او په شخصی فضا کې ددغه (باد) د ویستلو بلنه راکوي.

د فیلسوف خپل متن:«ځانځاني ښامار، د انساني ژور طبیعت د تمرد او عصیان بیان دی...»

فیلسوف دا یو ریتمیک او له سندرې جوړ متن بولي او د سریزې پایله کې لیکي:« هیله ده چې

پښتانه لوستونکي...ددې ښامار کوچنی سندره د زړه په غوږونو واوري»

مجروح څوک وه، له چا یې زده کړل او څه یې راوړل؟

دغه کړیکه له کنړه را پیل شوه او سریې تر پاریس او برلینه ورسید.

څه وشول چې هغه خپله ټوله موندنه په ځانځاني ښامار کې وځلوله؟!

په هغو کلونوکې چې د فلسفې ځوان شاګرد سید بهاوالدین مجروح په فرانسه کې زده کړې کولې؛ نو نه یوازې دا چې د پاریس فلسفي-ادبي چاپیریال؛ بلکې د فلسفي علومو مخکښه زانګو-برلین- او خواوشا نړۍ د اګزیسستانسیالیزم یا وجودي فلسفې د برلاسي فیلسوف او روانشناس جان پل سارتر د فلسفي، سایکالوجیکي او ادبي اثارو تر برلاسو څپو لاندې ساه کاږله. خو ترکومه چې ځانځاني ښامار د «مجروح» ننداره پرموږ باندې کوي؛ مجروح د خپل فکر او خیال بیړۍ د اګزیسستانسیالیزم له وجودي ګرداو څخه کاږلې او د شرق لرغونې غږ پر ساحل یې د اوږو بار څنډلی وه.

راځۍ خپله مجروح به په متن-مجروح کې تجربه کړو:

چیرته لیرې یو لوی ښار و

...پدې ښار کې اوسیده یو لوی سړی هم!

...سوچ وهل فکر کول یې کسب او کارو

د جهان او ژوند رمزونه لټول ده

په دفترو، په اوراقو، کتابو کی

یوه ورځ د ورځ یې دا شانتې بیان کړو

«تر کوم وخته چې دا زمکه دا اسمان وي

تل د هر انسان دوزخ به بل انسان وي»

ګومان نه کړمه چې دا به حقیقت وي...

د ځانځاني ښامار پیل په پرولوګ شوی. او پوهاند مجروح د اکاډمیکو زده کړو له پوخ فصل سره، دا باور موږ ته را کوي چې موږ په خپله هنداره کې اوسو. زموږ په حسی-فزیکي سترګو کې را پورته شوی دوزخ د هغو لمبو د ښکار ډګر دی چې ځاله او بټۍ او بنزین یې پخپله، د موږ په دننه کې دي. او دا ښایي له اګزیسستانسیالیزم او سارتر فیلسوف سره د مجروح فیلسوف نیغه مخه ښه وي. مجروح «مجروح» شو؛ خو له فلسفي سوالګرۍ څخه دنګ راووت. هغه د مولانا رومي او سنایي او خوشحال د میو په نیشو کې د دوزخ او برزخ مزل وکړ او د ناشناځمکو په پولو ودرید.

هغه لرې سفر وکړ؛ خو پوه شو چې لیرې تلل نامعلومه دي؛ ځکه یې نو د پرولوګ له سرلیک لاندې ورزیات کړل: د ورک سمندر غاړې

مولانا که د عشق خدای ته ورسید، سنایي که د شمس په غوږ کې (پوه)کړل چې په وینا کې مانا نشته او مانا ته وینا نه ورځي؛ نو هغوی خو د حروفو وچه هندسه او د وییو لرګین آسونه پرایښي وو او ستورمزلو استاذانو له ځانونو سره د سیمرغانو په څیر، د ورکو ځمکو سیل او نندارې ته بیولي او د کلمې په رود کې خوشې کړي وه؛ ترڅو هسې ډک راشي او هسې تش وغږیږي او موږ ته یوازې د حروفو وچ فصل او سوړ ځنګل را پاتې شي. او فیلسوف همدلته خپل بارونه ووینځل خو مجبور وه چې د ځانځاني ښامار په قالب کې میدان ته راووځي؛ کنه په دومره ټرافیکو کې چې د فکراو خیال واټونه یې مقررو نماینده ګانو په لومړنیو او اذلی ځنځیرونو تړلي او سره کړي او بند کړي؛ ژوندی كلام څنګه سر اوچتولی شي؟!

شهید فیلسوف یوازې دا ناره وکړه:«دا ژوند څه دی؟

یو مرموزه سمندر دی...

بله دا چې

جهنم نه چیرته لیرې دی نه پټ په بل جهان کې

جهنم د هر انسان دی هر انسان ته پخپل ځان کې

لاهم ځانځاني ښامار دی. لاهم پرولوګ دی. لاهم مجروح دی. او لاهم زموږ په وچولي دا ثواب چې«نه پوهیږم!»

زه داسې ګڼم چې لیکوال او پنځونکي ته ګرانه ده، د پنځولو په پای کې ځان قانع کړي چې پوره خبره یې کړې. زما په اند پوره خبره شته؛ خو لا خبرو ته نده راوتلې. پوره خبره «لیدل» کیږي، «اوریدل» کیږي،«حس» کیږي؛ خو خبرو ته نشي راوتلای! خبرو کې نه ځایږي. خبرې تنګې دي، وړې دي. خبرې هندسي دي. خبرې مړې ماناوې دي. خبرې بې سره مرغۍ دي. خبرې وچې میوې, وچې كوترې, وچ ګلان, او وچ كتابونه  دي.

موږ له بې سره مرغیو؛ «مرغۍ»، له وچو میو «ونه»، له کاغذي کلمو څخه د«غږ»منډه جوړوو او همدا مو بتان دي او همدا مو د فکر د دوکان شیان دي.

ښه د مجروح دې یاد په خیر وي؛ ماته پلمه شو او خپلې خبرې را نه وشوې؛ راګرځمه موضوع ته.

د پوره خبرو په نیمه لارې کې پرې شوې مجروح لیکي:

راشه واوره اوس ددې سفر داستان ته

یوه ورځ د ورځ ماښام خړه تیاره وه

زه راووتم د ښار له شور ماشوره.

زه ګڼم، دلته فیلسوف هغه ذهني-دروني پیښه ترسیموي، چې کله یو هیښ او اریان او ستړی او له ذهنی ازدحام پکو لوستی انسان، بالاخره د انساني قضاوتګر شعور او استدلال وچه، سړه، پیکه، مستعمله او بی ساه مسيٍ یا برنجي وسله ږدي او یوازې ځان، تش لاس او لوڅ د ناشنا دښتې اقلیم ته ګام ورږدي...بیرته به ور وګرځو:

شوم روان د دښت په لوري...

لټولې مې د ورک سمندر غاړې.

بیابان و، تروږمۍ وه، توره شپه وه

خوله ما سره دلته یوه ډیوه وه بلیدله

دا ډیوه د تیروختونو خاطره وه...

د اوس لپاره لرغونی حکمت(اکنکار) په خپلو فزیکي-تجربي زده کړو کې دا ښيي چې هر فرد یو خپلواک روح دی. دغه روح له ټول فزیکي زمان څخه زیات عمر لري. روح د فزیکي، عاطفي،  ذهني او رواني  ژوندانه په اوږده لړۍ كې زده کوي او پدې ترڅ کې د هغه اګاهي(زما په نظر پوهه، دانش، علم هغه مفهوم نشي رسولای کوم چې د اګاهۍ د کلمې په وس کې دي) پرله پسې غوړیږي . روح او اروا، له خالصو معنوي جهانونو راځي چې د (ازادۍ، خرد او مينې) زده کړه وکړي او د آسمانڅکي معنوي ګربت په څیر خپل پلرني کورته ستون شي.

یوه له هغو نا اشنا دښتو چې هوښیاره اروا ورڅخه تیریږي، د (تورې شپې اقلیم) دی.

دغه اقلیم د رواني طبقې یا د ذهني طبقې د پورتنۍ ارتې برخې په نامه هم یادیږي. نه پوهیږم کله چې شهید پوهاند دلته روایت کوي چې:

 «بیابان و، تروږمۍ وه، توره شپه وه.» ایا مجروح د اروا په توګه، په فردي ډول دغه پوړۍ، د دروني حواسو له لارې تجربه کړې او که څنګه؟! خو زه د یوه جلا فرد په توګه کله چې یو متن له نظره تیروم، هغه متن لیکم هم. یعني زما په اند لوستونکی د لوستلو وخت کې د لوستلو موضوع یوځل په فردي ډول له سره لیکي، کنه نو ولې د یوه متن د تعبیر او تفسیر په برخه کې متفاوت او ښایي متضاد نظرونه را په ډاګه کیږي؟! که لږ څه نظر هاخوا او دیخوا واړوو؛ نو ښايي په خپلو هدیرو کې هم داسې کبرونه ومومو چې د واحد متن د متفاوت تعبیر له امله یوه یې د بل سره له اوبو لاندې کړی!  

بیرته راستنیږم:

خو له ماسره دننه یوه ډیوه وه بلیدله!

دا ډیوه څه شی ده. زما پوښتنه له ځان څخه ده تاسو هم راسره شریکیدلای شۍ!

د روح د سفر پوهه دا تعلیم ورکوي چې هر فرد، هر جسم، هر کالبوت، د روح لپاره یو موقت کور دی. بدن، تن، کالبوت ددې لپاره شتوالی مومي چې روح وکولای شي په فزیکي ډګر کې  د مینې، ازادۍ او پوهې زده کړه وکړي. نو روح یوه ابدي ډیوه ده چې د غوښو او هډوکو دغه ډیری یې روښانه ساتلی.

روح تر ټول مادي فصل څخه زیات خبر دی. روح تر ټولې زماني دمخه او وروسته لیدلای شي. نو د روح ډیوه چې د ذهن له کوډو خلاصه شي، او بله شي نو بیا فرد رښتینې مسافر جوړیږي. او ستړي فیلسوف لکه چې خپلې سترګې په دغې ډیوې کې خښې کړې وې او زړه ور شو چې د نفس ټول ښامار را وباسي او په یوه شانداره ننداره یې بدل کړي.

رښتیا چې شهید مجروح هومره زړه ور وه چې د لرغوني بغداد په بازار کې د مړه ښامار پیغور د افسانو له ټڼډو پاک کړي.

ورځو ورسره:

خو له ماسره دننه یوه ډیوه وه بلیدله

دا ډیوه د تیر وختونو خاطره وه.

پوهاند سره سفر څومره سخت دی. دلته زمانه ډیره منقبضه شوې، اړیو چې بیا او بیا د ښامار په کاغذي تنه ورتم شو لکه دلته:

د اکنکار د تعلیماتو له مخې دهستۍ په پوړيو كې ترټولو ټيټه فزیکي طبقه ده، چې ټول مادی- فزیکي کیهانونه، ستوري او فزیکي اجسام په برکې نیسي. ورپسې عاطفی یا اثیري طبقه ده چې له ډیرې لطیفې، شفافې مادې جوړه ده او د فریکونسیو له پلوه له فزیکي طبقې سره ډیر توپیر لري. دلته اشباح، بشقاب پرنده او نور ناشناموجودات اوسي. له دې طبقې ور پورته علی یا د علت طبقه ده. پدغه طبقه کې د یوه فرد ټول کړه وړه ضبط شوي. انسان چې کله کله د یوه ناڅاپې ذهنې-اشراقي څرک له مخې، یوڅه په زړه راوړي، له يو چا سره د اشنایۍ حس پکې را ژوندی کیږي یا هم د یوه څه په لیدلو سره؛ پرته لدې چې شعوري او منطقي دلیل ولري، له ځانه غوسه ښکاره کوي، دا د علت د طبقې له زړو او بشپړو زیرمو څخه د یوې خاطرې ور په زړه کیدل ښيي.

ځکه شهید فیلسوف خپلې موندنې موږ ته هم وایی:

خوله ما سره دننه یوه ډیوه وه بلیدلیه

دا ډیوه د تیر وختونو خاطره وه...

انسانان مې لا لیدل د خیال په سترګو

د خیال سترګه څه شی ده؟ ایا دا هسې یوه پلمه او فرضیه او د حدس او ګومان له جعلی عنصر څخه جوړه نومونه ده او که په رښتیا هم د خیال سترګه د انسان په ناشنا کوچنی کیهان کې شته؟!

کتابونه او د روانشناسۍ فرضې به پریږدو یوه فردي او شخصي تجربه به وګوروو.

ذهن او اګاه شعور د ویښې سلطان دی(دا به لا پریږدو چې نن ورځ حتا روانشناسان دې پایلو ته رسیدلي چې انسان د ویښې او شعوري ویښتیا په وخت کې هم زیاتره د احساساتو، عواطفو، هیجاناتو او غرایزو له مخې قضاوت کوي) ولې کله چې انسان ویدیږي، کله چې له فزیکي هستۍ سره د انسان(حسي-ذهني) رابطه پرې کیږي؛ نو هغه څه چې د شعور او ذهن پدې قحطۍ کې پیښیږي څه دي؟ موږ د خوب په وخت کې څه تجربه کوو؟ موږ په خوب کې ناپیدا ځمکې او هندسې او موجودات څنګه مومو؟ ایا دا نوې ځمکې او واقعیتونه دي چې د موږ دننه نفوذ کوي او که دا موږ یو چې د ناڅرګندې سترګې له لارې، د مادي-فزیکي واقعیت ها غاړه ګوروو؟

که حرکت زموږ لخوا وي؛ نو دا کومې پښې او لاسونه دي چې په یوه تازه ځای کې ګرځي او فعالیږي او له ساینس او تلسکوپ او میاکروسکوپ څخه پټ واقعیت زموږ دننه غوړوي؟

زه وایم دا د خیال سترګه ده. دا هغه سترګه ده چې ځنې عارفان یې د دریمې سترګې په نامه یادوي او په لرغونې ژبه، د ټولو ژبو په مورژبه(سانسکریت) کې (تیسراتیل) په نامه یادیږي.

 د اوس لپاره د روح  سفر لرغونې پوهه وایي چې دا معنوي سترګه د دواړو وروځو په لږ څه پاسنۍ برخه کې، دننه موقعیت لري او روح د خوب، مراقبې او معنوي تمرینونو په وخت کې ددغې سترګې له لارې د هستۍ ګوټ ګوټ او د مادې هاغاړه نا مکشوفې ځمکې، جنتي ټاټوبي او د معنویت طبقې او پوړۍ ګوري، تجربه کوي او موږ ډیری دغه تجربې د نااګاه شعور د سانسورګرې مور له لاسوهنو وروسته په بدلو جامو او څیرو کې له ویښې وروسته په یاد راوړو.

د پوهاند روح دې ښاد وي، زه نشم کولای دا ووایم چې دغه ستورمزلي روح څه غوښتل ووایي؛ خو دا ویلای شم چې د نا پیدا اقلیمونو ډیرو لیدونکو او مسافرو د خپلو تجربو په ویلو کې دا مجبوریت درلود چې له خټو جوړه غوښه او هډوکي او د هغو دننه دننه بیا حنجره او د خولې او ژبې اور وژلي کودوړي واغوندي او د دریمې سترګې هیوادونه دباندې را وباسي!

یوه رڼا شان دنیاګۍ می وه ملګرې

د خپل خیال په لومه ګیروم...

بیا

رسیدلی ومه زه بیا

د یوې تورې نا اشنا مغارې خولې ته...

او بیا

د یو خوړ کوږو وږ بستر و

لوی لوی غرونه تور دیوان وو

ساه نیولي په خپل ځای باندې کلک شوي

پټه خوله ساکت خاموشه

...ښکاریدله کومه لویه حادثه وه را روانه،

وحشتناکه، لړزونکې، ناخبره، ناببره، نا انسانه

څوک کولای شي دومره په مخکې پرته اوږده فزیکي زمانه په یوه څرک خیال کې وویني؟!

څوک کولای شي له کلونو نه میاشتې، له میاشتوڅخه ورځې او له ورځو څخه یوه شیبه جوړه کړي او پدې شیبه کې لږ تر لږه درې لسیزې؛ هغه هم د ځانځاني ښامارانو د سرو او تورو لښکرکشیو په خرپ او ترپ کې وویني، وپوهیږي او دا ډول څو ازاد بیتونه ترې جوړ کړي!

که دا د خیال د سترګې ستره عدسیه وي، که دا د دریمې سترګې یوازې یوځل باڼه رپول وي، که دا د معنوي سترګې یوازې یوځل کتل وي؛ نو فیلسوف لکه چې پدې متن کې غرونه را رغړولي دي.

دا عجیبه تماشه وه،

ناڅاپي می شوه له سترګو پرده پورته

د ښاریانو د ژوند رمز شو را برسیره،

که چیرې چا د سردار داود خان په جمهوریت کې دا وینا موندلی او کشف کړي وي او بیا د سره توپان په لومړني خرپ او ترپ کې (تللي) هم وي نو زه وایم هغوی لږ تر لږه تر موږ پورې را بهیدلې زمانه ټوله په ډیر منقبض ډول تجربه کړی.

لږ بیرته ګرځو:

ښکاریدله، کومه لویه حادثه وه را روانه،

وحشتناکه، لړزونکې، ناخبره، ناببره، نا انسانه

نیږدې ما وته د سمڅې توره خوله وه،

ننوتې چیرته لېرې

نا پایابه، ورکه ورکه په ناشنا ناشنا تور تم کې

او

د ښاریانو د ژوند رمز شو را برسیره...

د عرفان او معنویت نور ازاد استاذان، د خوب، مراقبې، تمرکز، د اروا سفر، ذهني انعکاس او ښایي د میدیتشن په زور او زیار او د سکوت او چوپتیا د نورو تمرینونو او یوګا ګانو له لارې غیر فزیکي-معنوي تجربې کوي.

نن ورځ د کاغذ پرمخ د دا ډول تجربو راوړل، د معنوي تالیفاتو یو پراخ ډګر ګرځیدلی؛ خو هغه څه چې ددغو ساکنو مسافرینو له بیانونو ښکاري هغه دادي چې زیات شمېر دغو استاذانو او ځينو اوچتو شاعرانو د ناشنا واقعیت یو څرک پړک لیدلې او په بیړه بېرته په فزیکي پوهه او ویښتېا کې را څرګند شوي او ناشنا ماده یې د ذهن په غاښو ژولې او بیا ېې موږ ته له دې (فزیکي رنګونو) څخه تصویرونه، تابلوګانې، مجسمې او آسماني لوحې جوړې کړي او موږ هم د لاس مچولو او د خولې په لاړو د مار او لیوه ویره له خپلو ماشومانو او ځانونو شړوو او دا دی روغ سرونه ګرځو!

خو موږ رحمان او مولانا او شمس او کبیر او حافظ... هم لرو.

د کلمې د سمندر اصیل بچي تر هغې ډیر (نیشه) دي چې وايي! هغوی وطن موندلی، وطن په ننداره بدلوي. وطن (ښيي) او خپله ازاد وطنونه دي. هغوی ځانونه په ځمکنېو کبرونو، او په عطروهلو ساده او زري جنډو او لکړو را تاو شویو دیوالونو او نمانځنو کې نه اچوي. او کپس نه خوښوي ولو که د الماسو وي.

دا د معنا ښارونه دي او هرڅه هغومره وايي چې ځمکنی ذهن نه چوي.

او بیا زموږ فیلسوف:

ځانځاني ښامار زمانه لاندې باندې کړې، دوزخونه یې کوچني کړي؛ خو چاته معلومه ده چې ددې نندارې ګوزار په یوه اوږده شپه او سره تبه کې د پوهاند په ذهن او روان زلزله ور ګ‌ډه کړې وه او که د یوه ویښ؛ خو چوپ، بې حرکته خو ستورمزلي سفر په ترڅ کې د هغه د لاشعور کمرو را پورته کړې او د ذهن د ویالې له لارې د کاغذ وچو پاڼو ته سپارلې؟!

شهید سمدم کیسه را ته کوي:

له دی ژوند څخه مراد دانسان څه دي؟

هغه دادی

له دې دښت څخه ډیر لرې اوسیدل دي،

له دې تورو غرونو سترګې پټول دي

د تیارې تروږمۍ سمڅې هیرول دي

...انسانان یوازې یو څه نه ډاریږي

چې کوم وخت چېرته بهر لاړشي له ښاره،

توره شپه وي، تروږمۍ وي

دروازې د ښار تړلې کلکې پورې،

ښار ماته(عقل-اګاه شعور) دی. او دلته ذهن-عقل په ښکاره خپل ذاتي صفت(ویره-شرم) په ډاګه کوي. ذهن یو مادي ماشین دی(لکه لاسي څراغ، لکه نننی کمپیوټر...) او ذهن یوازې پر خپلو سرتېرو(فزیکي حواسو) اعتماد کوي. ذهن خپل ټول بري، خپله ټوله فتحه، او خپل ټول پرمختګ

 د حواسو په وسلو او وسله بندو سپاهیانو ترسره کوي. ذهن له حواسو بهر څه نلري. ذهن ته له حواسو بهر نړۍ هماغه د افسانو اوه غرونه او اوه سیندونه -هغه هم د اورله جنسه- دي.

کوم څه چې موږ ته د دیوانو، شیشکو، هیولاوو او شیطانانو په نامه را معرفي شوي، ډیرځله د ذهني-مادي ویرو له مادې جوړ او پر موږ را چاپېرشوي او موږ یې همیشني کلابند کسان یوو.

او مجروح دلته د ذهن په ژبه د (ذهن-شعور)سټه را ویستلې.

څوک چې نشي کولای له دې خبرو سره پخلا شي؛ کولای شي خپله فردي ازادي وکاروي او ددغو کرښو سور سفر پر ځان بند کړي. ولې زه به هغه ځانځاني ښامار, تاسو ته ووایم چې د مجروح له ښامار څخه مې واوریده.

یوڅه به زه هم لدې سرو شګو منډه کړم؛ خو بیا هم ښامار دی، ما سره هم ذهن او آدم خان هم له اوو سیندونو او اووغرونو ورها غاړه؛ نو د اجمتاع امنیت ته به ور تاو شم:

مګر زه ومه له هغه بیابانه،

را تېر شوی بې خبره له خطره

خو کله دا مني:

د ښار خلک یو پر بل دومره اخته دي،

او

خبرنه دي

چې د دوی ښایسته ښار خو

...په دې دښت او بیابان کې ډېر کوچنی دی(دا ځکه چې فیلسوف د لاشعور او روان ارت او تیاره هېواد تجربه کړی)

که توپان له ریګستانه را ولاړ شي(لاشعور، روان، د ځپل شویو هیلو، غرایزو او معیوبو عواطفو پټنځای)

...نو د سترګو په یو رپ کې

هست او بود نیست او نابوده.

دلته شهید مجروح د روان په ورکو سمڅو کې د ټپي هیلو او عواطفو ناڅاپي غلچکی پاڅون او برید له یوې خوا او دغه شان د عقل(ښار) په هندسه کې د اورلنو افکارو او ایډیالوژېو نه اټکل کیدونکي بالقوه ګواښ له بلې خوا یوځای کړي او لوستونکي ته د تحلیل او تعبییر متفاوت خو ډیر سره نیږدې ډګرونه پریږدي. نیږدې ځکه دي چې هم د عقل ښار او هم د روان پټ ځناور، دواړه ذهني-عاطفي اجناس او توکي او موجودات دي؛ نو ځکه یوازې د ذهن د هندسې ژوندۍ او فردي پېژندنه ددې واک را کوي چې د افغانستان د عقلي-عاطفي تراژیدۍ زړي او روزنیزې چوڼۍ ښې وپیژنوو.

کله کله لیکوال او پنځوونکی خپله هم اریان شي چې دا ېې څه وویل او ولیکل؟! یو فعال او ویښ انسان هرکله چې د یوې پیښې، کار، عمل او یا لیک جوړولو لپاره علت ګرځي؛ نو دا هم د یوه ذهن او ارادې په توګه، هم د یوه حسي-عاطفي او هم د یوه رواني-روحي خپلواک فرد په توګه عمل کوي. یعني په دا ډول فضا کې موږ داسې یو څه ګورو چې هم  فزیکي-هندسي دي، هم حسي-عاطفي او هم د روان او اروا بربنډ حضور.

مجروح هم فزیکي حضور موندلی، هم یې حسي تجربه کړې او هم یې روان ته د اګاه شعور له اسمان څکي وره څخه ورکتلي او ټول زموږ مخته راوړي.

که توپان له ریګستانه را ولاړ شي

که دا بحر نا څاپي متلاطم شي

نو د سترګو په یو رپ کې

ښارحصار به پاتې نه وي

هست او بود نیست او نابوده

او بیا

چې یوه شپه د شپو به مړه وي چراغونه،

انسانان به ډوب پراته په خوب بیده وي

ددې غار له ژورتل نه به راووځي

د تورتمو ارواګانې،

... سره لدې هم

...ډاریدم زه،

د خپل زړه په ژور تل کې

له ښاماره

 پوهاند مجروح د ریګستان د توپان ناڅاپي تلاطم او د تورتمو ارواوو سور غورځنګ یادوي؛خو د ښامار زیږنځای یې بنسټیزه ویره ده اودلته ده چې له عقل نه یوې ساده هوسۍ ته ور روانیږي او جنتونه او آسمانونه د ماشومانو په سترګو کې مومي.

دغه اروا د خپل فردي واړه کیهان ټولې وچې او لمدې، غرونه او ګړنګونه، دښتې او سمڅې، ګوري او خپله سفرنامه د حروفو په کالبونو کې د کاغذ پر غولي ږدي او د پوهې ودانۍ موږ ته را کوزوي؛ خو بیا هم د پیغام لاره په افسانو ور سپره ګڼي:«پیغامونه پټ پراته په افسانو کی»

سید بهاوالدین مجروح خپل دروني سفر پای ته رسوي. له تیاره عقل(روان-لاشعور)نه د اجتماع مدینې ته راوځي او وینا یې بس داده:

مګر زه اوس دورې پروت یم،

...غږ مې چاته نه رسیږي له دې ځایه

لاروی د نیمو شپو یم

د غار تورې خولې ته ناست یم

هک حیران یم، چې به څه کړم؟

د ښار خلکو ته به څه شان رسومه،

خپل پیغام اوس؟

پوهاند فلسفه وځپله، روانشناسي ېې هم د سارتر له دوزخ  سره پریښووه، مولانا او سنایي او کله هم خوشحال ته راغی؛ خو لا دې غم نیولی چې خپل پېغام ته څه ډول زوکړه ورکړي؟

ښه مجروح مجروح وه, زه هم ددغو كرښو رسام! مجروح خپله تجربه كړێ. د اوس له پاره همدومره!

 كه څوك ستړي شوي يا خوابدي شوي وي؛ زه يی په خپل زړه ښكلوم؛ خپل حال درته وايم: زه تردی دمه د ځانځاني ښامار په پرولوګ كی روان وم او خپلی هنداری می راټولولی, او كه خدای غوښتي وو, په را روانو كی به زه د ځانځاني ښامار په رنګونو كی خپله رسامي نوره هم غځوم. بركت دی وي.      

  

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۸٤           سال چهـــــــــارم                  عقـــــرب/قوس    ١٣٨۷  خورشيدي              نومبر 2008