کابل ناتهـ، Kabulnath






















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 

محترم  صبورالله سیاسنګ  د هیواد یو پراخ  نظر شاعر او لیکوال

 

 حفیظ الله  خالد

 

 که څه هم  ماته لا تر اوسه  د وتلي شاعر، څیړونکي او ادبی  کره کتونکي محترم دوکتور صبورالله سیا سنګ د ټولو آثارو د مطالعی چانس له بده مرغه  ندی په برخه شوی خو هغه څه چی د محترم سیاسنګ د هر اثر او لیکنی د مطالعی نه  له ورایه څرګندیږي د هغه په اثارو کی  دقت ،،پوخوالی او  د ټولنی  د واقیعتونو عینی انعکا س دی.

 

 سیاسنګ د یوه ادبی نوښتګر څیړونکي  په توګه د خلکو او ټولنی پاملرنه  داسی اجتماعی نا خوالو، هیر شوي خلک او ادبی بحثونو  ته اړویي چی پخوا ترهغه چا  هم  ورته   پام ندی کړی ، د بیلګی په توګه زموږ په ختیځو ولایتونو کی زیاد شمیر  شاعران  ،لیکوال او څیړونکي  ژوند کوي چی د مرحوم ملنګ جان شعرونو او د ژوند حالت سره  له پخوانه پیژندګلوي لري خو تراوسه ډیرو کمو کسانو دی موضوع  ته پام اړولی  چی د مرحوم استاد ملنګ جان  شعرونه  ترکره کتنی لاندی ونیسي او د هغه د ژوند پر مختلفو اړخونو  رڼا واچوي  ،  چی دا دی له نیکه مرغه  نوښتګر او تیزبین شاعر او څیړونکی محترم  سیاسنګ دی کار ته ملا تړي  او هغه هم پداسی حال کی چی پښتو د هغه مورنی ژبه  نده ،  د مرحوم استاد ملنګ جان ځینی شعرونه تر ادبی کره کتنی لاندی نیسي او په تیره بیا د هغه  دا ښکلی شعر چی وایی:

 

خداي د عشــق په رياسـت کي ملازم کړم

کار تقدير کـري، نو زه څله ملامت يم؟

 

د ( نوکر ریاست عشق) تر سرخط لاندی   په تفصیلی ډول څیړي  او هغه  د سیمی د نورو شاعرانو د شعرونو سره  پرتله کوي چی دا پخپله د محترم سیا سنګ  یو  په زړه پوری  نوښت او ارزښتناک  خدمت  دی، همدا رنګه د مرحوم داود خان په باره کی  د محترم سیاسنګ وروستی لیکنی چی په پښتو هم ژباړل شوي او هدف یی د مرحوم داود خان او د هغه د  کورنی د غړو د وژل کیدو په هکله ځینی   نا ځوابه پوښتنو ته  ځواب پیدا کول دی د ښاغلی صبور الله  سیا سنګ  بل  لوی  ابتکار دی.

 

د   محترم سیاسنګ یوه  ځانګړتیا دا ده چی هغه هیڅ کله هم ځان د قومی، ژبنی او سیمه ایزو لنډ پارو افکارو په لومو کی  بندی  ندی ساتلی  او د ا هغه مرض دی  چی له بده مرغه نن سبا زموږ د هیواد زیاد شمیر ړوندآندي  په هغه باندی  اخته  شوي دي.

 

 زما په نظر  محترم صبور الله سیا سنګ د یو با ضمیر او متعهد شاعر، لیکوال اوکره کتونکي په صفت   زموږ  د معاصر ادبی تاریخ په آسمان  کی یو ځلانده ستوری دی ، زه  پداسی حال کی چی محترم صبور الله سیا سنګ  ته د لا زیا تو بریالیتوبونو هیله کوم ، د کابل نت  د چلونکو او نورو هغو عزیزانو ته هم کور ودانی وایم چی  محترم صبورالله سیاسنګ لپاره یی د ځانګړی پروګرامو بندوبست کړی دی.

 

په درنښت

 

 حفیظ الله  خالد

 د هسکو د موسسی مشر  ویانا

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ٨١           سال چهـــــــــارم                  میــــــــزان    ١٣٨۷                 سپتمبر/ اکتوبر 2008