کابل ناتهـ، Kabulnath
















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 

د كوكنارو ناوې

 
ايمل هاشور

 

 ګله يم

    ښايسته 

      زهرجنه

 

نشتر په لاس

د زهرو پر كروندو كې

                            لمده ـ  خيشته

كوكنارو ته وينه

                    څڅوم.

 

ګله يمه

په سويل كې غړيدلې

په لوديځ كې لويه شوي

په ختيځ كې سينګار شوى

په شمال كې واده شوى

 

زه ناوې د كوكنارو يم

د واده نڅا مې ګډه پر كرونده ده

زه د زهرو پوروړې

رپيږم

مړاوې كيږم

مړه كيږم.

 

ګله يم،

د اغزو سره په درد خاندم

ژاړم

پلار مې پوروړى د زهرو

زه پوروړې د عاطفې يم

زه پوروړې د مينې.                             

 

زه د كوكنارو ناوى

په سويل كې غړيدلې

په لوديځ كې لويه شوي

په ختيځ كې سينګار شوى

په شمال كې واده شوى

 

مړاوى

غړنده

زه د مينې پوروړې

زه د عاطفې پوروړې.

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ٨٠             سال چهـــــــــارم                  سنـــبله    ١٣٨۷                 سپتمبر 2008