کابل ناتهـ، Kabulnath











































































Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 
 

د امريکا د انتخاباتو ترشا څوک ولاړ  دي ؟

 

هدايت الله  هدايت

لومړۍ برخه

 

د امريکا د جوړښت څخه بيا تر اوسه پوري د دې هيواد سياسي سيسټم د دوو ګوندنو يعني د جمهوري غوښتونکي ګوند او د ډيموکراټ ګوند  څخه جوړ سوی او د يوه يا بل په واکمني  کي تر دا اوسه پوري  را رسېدلی دئ .  دغه دواړه ګوندونه په ظاهره جلا دي خو و يوې واحدي ايډيالوژۍ او يوې ګډي  لاري ته معتقد دي، او په خپل مابين کې کوم ايډيالوژيک اختلاف نلري . دهغوی په مابين کي چي کوم  تفاوتونه   سته دا  د امريکا د جمهوريت د هماغه بنسټ ايښودلو په  لومړنيو مراحلو کي پراته وه چي زیاتره يې دهغه وخت  په سياسي او تشکيلاتي برخو کي ديوه تاريخي واقعیت په څير ځان را ښکاره کړی  وو . خو د هغوی په نړۍ ليدکي ، دهغوی په ايديالوژۍ کي،  د هغوی په بهرنۍ او کورنۍ تګ لاره کي او د هغوی  په اقتصادي، سياسي او فرهنګي سیاست کي  دکوم بنيادي او ريښوی اختلافو نښانې  نه وې .  اوس هم  په امريکا کي عادي خلک و دغه دواړو ګوندو ته  د يوه واحد ګوند په سترګه ګوري او داسي يې ګڼي چي دوې ښاخې لري؛  يوه ته  د جمهوري غوښتونکو ګوند  وائې اوبل ته   د ډيموکراټ ګوند نوم ورکوي!

 

اوس هم د دوی په مابين کي څوک  داسي څه نسي پيدا کولاي چي په دې و پوهيږي  دغه دواړه ګوندونه  به  په آخره کي د يوه اوبل سره څومره فاصله ولري؟ دا امريکا د چارو کارپوهان په دې خبره  بلکل سلا دي چي ددغه دوو ګوندو په مينځ کي توپیرونه  يوازي سلیقوي او اداري تفاوتونه دي . دغه دوه ګوندونه د امريکا د بهرني او کورني سياست  په اساساتو کي هيڅ رازي بېخکي اختلاف نلري .

 

د امريکا په سلوکي څلوېښت اتباع  د دغه دو ګوندو غړي دي،  خو کله چي يو يې بريالی او حاکم  سي نو د اوامرو او پرېکړو څخه يې   ټول هيواد  تابعیت  کوي . امريکا  په خپلو ټولو انتخاباتي کمپاينو  کي داسي لويه  هنګامه جوړه وي  تر څو دهغه و بهير ته يوه   ډيموکراټيکه بڼه ورکړي ، خو د امريکا په تاريخ کي تر دا اوسه پوري هيڅوک هم ددې دوو ګوندو نه بغير   د  جمهوري رياست  و دندي ته  ندی  رسېدلی! . دغه دواړه ګوندونه  د لوېديځي ليبرالۍ او دامريکا د سرمايه داري  نظام  نماينده ګي کوي  او د هغه ټول فروعات  هم مني او هم ورته وفاداره دي  او ملاتړ يې کوي .

 

د امريکا انتخاباتي ميکانيزم څوک پرمخ بيايي

د معاصر امريکا د جمهوري رياست په هره انتخاباتي دوره کي ددې هيواد د يهودانو قدرتمنده سازمانونه، نفتي لوی شرکتونه، لوي بانکو نه او دهغوی خاوندان ، د وسلو د توليداتو لویی کارخانې او د هغوی مالکان او د ډله ائیزه رسنيو ملکان  چي د امريکا مالي او اقتصادي ښارګونه يې په لاس کي نيولي دي، تعیینونکی نقش لري  . د دواړو ګوندو څخه راوتلي کانديدان د هغوی لخوا ټاکل کيږي او مکلف دي د دغو  لويو مالي او اقتصادي مجتمعود ګټو څخه دفاع وکړي او هغه و ساتي .

خو هو ځيني اختلافونه ضرور  سته  چي ميدان ته راوزي اوپرهغه باندي انتخاباتي بازار  ګرميږي ، دهغه څخه هم مادي ګټه تر لاسه کيږي او هم وعامه ذهنيت ته خپلي خبري ر سوي  ترڅو ان د مخالفت په صورت کي  هم  هغوی  په ځان پسې را کش کړي.

 

د امريکا په دغه  اوسني انتخاباتي کمپاين  کي د کانديدانو  هغه  بريالي مخکښانو   چي يوه پېچلې مرحله يې شاته پرېښودله نو  د ډيموکراټ ګوندڅخه خو  يوه کانديده « هيلاري کلينټن» د پخواني جمهور رئيس «بيل کلينټن» ماندينه  وه چي د لومړي ځل د پاره يې يوه ښځه  د امريکا د جمهوري رياست و څوکۍ ته  را مخته کړه  .  خو کله چي نيمايي لاره  يې ووهله  ، ماته يې وخوړله  . بل يې «بارک اوباما»  په خټه افريقايي تورپوستی  دئ چي هغه هم د يوه تورپوستي په صفت لومړنۍ شخص دئ چي ودې وظيفې ته يې د سپين پوستو عنعنوي تسلط ور باندي   مات اودا مريکا د نژادي تعصب په چاپير يال کي يې د ډيموکراټ ګوند لخوا ودې پست ته را مخته  کړ. نوموړی دادئ اوس ددې ګوند د يوازني مطرح کانديد په حيث پاتي دئ . د بلي خوا  د جمهوري غوښتونکو نه  يو پېژندل سوی او کيندلی سخت دريزه  د نويو محافظه کارانوکهنه پيخه  نماينده،   سناتور «جان مک کين»  دئ  او فکر کوي چي ځان  د نوامبر د مياشتي د وروستي  کمپاين و بري  ته  آماده کوي .

 

که څه هم «باراك اوباما» او «جان مك كين» دواړه پر مختلفو موضوع ګانو  باندي لکه ګوانټانامو، دعراق او افغانستان د جګړو پرروان حالت او دهغه پر لير ليد باندي، د امريکا د ټولنيز امنيت، د صحت او صحي بيمې، ټرانسپورت، بېکاري، فساد، د تعليم او تربيې، د مالياتو د اخيستلو پر سر پوښتني او غوښتني او داسي  نورو زياتو مسئلو باندي چي په طبيعي توګه د هر سيسټم په ورځني اجراآتو کي را پورته کيږي، غوري  کوي ، يوه اوبل ته لغازونه وايي ،  کترې سره بدلوي خو د خپلو مواضعو او سیاستو په هکله  يو ژور تحليل  نه ورکوي .   هغوی د امريکا داوسني ټولنيز سيسټم په دننه کې  د يوه  راډيکاله بدلون  پر راوستلو باندي چي د امريکا و ولس ته د يوې عادلانه ټولني افقونه خلاص کړي، باور نلري او اصلاً دهغه په باره کې څه نه وايی  يا داچي  دغسي څه نسي  را پورته کولای .  د غه دواړه ګوندونه دهغو موازينو په چوکاټ کي چې لا مخکې ترمخکې د عظيمو مالي منابعو او د وسلو د جوړونکو  لويو فابريکو لخوا ورته تعيين سوي دي عمل کوي . په واقعيت کې ددغه دواړو ګوندو کانديدان دهمدغه  لويو سرمايه دارانو د ګټو ساتونکې دي چي  د هغوی د ډيکټو، د هغوی دګټو او د هغوی د غوښتونو سره سم لاره وهي  . هغوی بس پر يوې خبري سلا دي او هغه هم  په ټوله نړۍ کې نه يوازي د   امريکاد " حیاتي ګټو" څخه دفاع ده  بلکه په خپله په امريکا کي هم دلويو   سرمايه دارانو، د بانکو، د تيلو د کارټلانو  او د لويو پوځي وسلو د فابریکو دګټو تضمين کوي او په هغه پوري تړلې د پوځي کلنۍ بودجه چي  سږ کال تر ۵۰۰  بيليونه ډالر و څخه اوړي،  همداشانې  ساتل غواړي  .دغه بودجه د امريکا د ځينو ښارو زياتره اقتصادي برخي په کامله توګه او مستقيماً  په هغو کارخانو پوري تړي  چي  پوځي تجهيزات  لکه طيارې، هليکوپتري،ټانکونه، جنګي کښتۍ، توغندۍ او داسي  نور جوړوي . ددغه صنايعو خاوندان په انتخاباتو کي قطعي او تعینونکی نقش لري . و جمهوري رياست ته د دواړو ګوندو کانديدان  ددغه دريو ډلو څخه لږ تر لږه بايد د دوو  ډلو ملاتړ د ځانه سره ولري  .

 

دبلي خوا په امريکا کي د سرمايې ښارګونه د يوې يهودی الاصله سرمايه دارانو په لاس کي کښېوتي دي .و دغي  ډلي ته   د اسرائيلي صهيونيستانو لخوا په ډېره پرېمانه پيمانه پيسې ايښودل کيږي تر څو  د امريکا د حکومت پر سياست باندي زيات نفوذ و لري  .د هغي احصائیې له رويه چې په کال۲۰۰۲ کي ترسره سوې وه ،   د  امريکا د ۲۸۳ ملیونه نفوسو څخه يوازي شپږ ميليونه او ۱۵۵ زره تنه يهودان دي  چي دغه رقم د امريکا د ټول نفوس په سلو کې ۲/۲ جوړوي . خو ددغي جملې څخه بيا يوه  ډېره کوچنۍ  ډله د امريکا د ټول  ثروت او ګټو په سلو کي ۸۰ په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه په خپل لاس کي لري  . پورتنی رقم د دغه واقعيت ښکارندويه دئ چي يهوان  د امريکا پر اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي ژوند باندي څو مره ژور او هر اړخيزه تسلط لري ان تردې حده چي   ډېر لا دا  وايی امريکا همدااوس  د يهودانو يوه مستعمره ده .

 

په دې ډول نن د امريکا پر جمهوري رئيسانو باندي د يهودانو نفوذ او تسلط په يوه انکار نه منونکئ واقعيت باندي بدل سوی  دئ . د امريکا د جمهوري رياست  د کانديدانود ټاکنو په کمپاين کې يوازي د يهودانو د مالي ونډي درلودل مطرح نه دئ بلکه دا پخپله يهودان دي چي د کانديدانو بيانيې ليکي،  ټلوېزيوني تبليغاتي برنامې يې  تهيه کوي او  حتی د کانديدانو د سياسي مبارزې پر لوروباندي رغنده  پرېکړي کوي او هغه ټاکي  .

 

په بهرنی سياست کي هم  د دغه دوو ګوندو اختلاف بيخي پيکه اوډير  ظريفانه دئ . دواړه ګوندونه دسرمايه داري نظام   د اصولو په چوکاټ کي د امريکا د همدغه اقتصادي نهادو او لويو شرکتو د ګټو  څخه دفاع کوي او غواړي  هغه و ټولي نړۍ ته وغزوي اوبازارونه ورته پيداکړي  .  مثلاً د دوهمي نړۍ والي جګړې را وروسته بيا د شوروي اتحاد تر  زواله پوري  دواړو ګوندونو د سړې جګړې اصول  په خپل بهرني سياست کې منلی وو او هغه يې پر مخ بياوه او په دې لاره کي يې ټريليونه ډالر  تر لاسه کړل .  اوس هم  چي د شوروي اتحاد پخوانۍ نظام دړي  وړي  سوی دئ ،  دغه دواړه ګوندونه  پر نړۍ باندي د امريکا د سلطې او پرهغه باندي د بابايي ننګه کوي . دغه دواړه ګوندونه  په بېلابيلو شېوو سره ددغه شاني سلطې څخه هم ملاتړ کوي   او هم  ځان ورته متعهده بولي  .  دهغوی تفاوتونه يوازي ددې اصولو په تطبيق او دهغه په ادارې ظرافتو کي پراته دي  خو په ماهيت کي  فرق نه سره لري  .

 

دغه دواړه ګوندونه څرنګه چي آخري لاره  او ماهيت يې يو دی نو کله چي د خپلو پالیسیو په تطبيق او د خپلو بادرانو د ګټو په تأمين کي و دېواله ته ودريږي نو بيا و دا بل ګوند ته مخ را واړوي . په دې لړ کي  د ډيموکراټ ګوند و تاريخچې ته چي څوک ګوري نو دا ګوند تل په يوه بحراني حالت کي د سيسټم و نجات ته  را وتلی دئ . که د جمهوري غوښتونکي ګوند چي  د حاکمي سرمايه داره  طبقې صريحه نمايندګان  دي، نو   ډيموکراټ ګوند بيا په لفاظيو، باټو او دوعدو  په ورکولو کي و دې طبقې ته تر ټولو لويه مرسته رسولې ده . د سږ کال په انتخاباتي کمپاين کي هم  دواړه هيلاري او اوباما داسي وښودله چې که يې وسپيني ماڼۍ ته پښې و رسېدلې نو د بوش ګندګۍ به پاکي کړي، د زحمتکښانو ژوند ته به پاملرنه وکړي او دعراق وحشيانه جګړه به پای ته ورسوي  .  خو داسي څه به هيڅکله هم ونسي داځکه چي داسيسټم په همداسي ګندګيو کې تردې ځايه رارسېدلی او د سرمايه دارانو د حرص او دهغوی د ګټو دبازارو په  پراخولو کي يې بقا موندلې ده . ځکه نو په هر قيمت چي کيږي  په جمهوري رياست کي بايد خپل نماينده  نصب کړي  . يوبل د ليل چي  د سرمايه دارانو لويي  ډلي مجبوره کيږي  د ډيموکراټانو څخه ملاتړ وکړي نو هغه په مينځني ختيځ کي  دهغوی د  نوي استعماري   سياستونومنفي  پایلې دي چي پراخ حساسيتونه يې را پارولي  او  د ماتې خواته يې لاره پرانيستې ده  . خو ددې سره سره جمهوري غوښتونکي اوس هم  د خپلو طرحو و بري ته خوشبينه دي .  د شوري اتحاد دړنګېدو نه  وروسته کله چي امريکا د نړۍ   يواځني ځبر ځواک پاتي سو، د جمهوري غوښتونکو ګوند دهغه و دوام او نوي مراحلو ته  د ځان رسولو په خاطر وخپلو حريفانو او دوستانوته  ځيګر و ټکاوه  چي پاته  رباتونه به  هم هغوی په بري سره  پر مخ  وهي  . ځکه نو اوس معلوميږي چي ددې دو ګوندونو تر مينځ سيالي او دحالاتو مسير لږ شاني  جدي بڼه نيولې ده .

 

نوي محافظه کاران او د اوسني انتخاباتو ځانګړتياوي

د امريکا د جمهوري رياست د څوکۍ څخه په دې څو ورستيو لسيزو کي خانداني حکومت  جوړسوی وو . د ريګن د جمهوري رياست دوې دورې ډير مهم بدلونونه را مينځته کړه . د رېګن دوران  د نئومحافظه کارانو  د قدرت د نمايش  پيل او د نفتي کارتلانوا و د وسلو جوړونکو و لويو فابريکو ته د طلایی دوران نوی باب پرانيست . د  لوی بوش څخه وروسته نوبت  د بيل کلینټون و خاندان ته ورسېد چي  د ليبرالانو استازيتوب يې کاوه   .  خو په آخره کي يوځل بيا و نويو محافظه کارانو ته  ميدان ورسېد چي  د جورج بوش د جمهوري رياست  دوې دورې  ددې ډلي د واکدارۍ د اوج  تر ټولو يوه  ماجرا جويه   مرحله وه .

 

ځني داسي ګومان کوي چي  د سږ کال انتخابات به يوازي د جمهوري غوښتونکو او ډيموکراټانو ترمينځ انتخابات نه ، بلکه دا به ددغه دو ګوندو په مابين کی دوو مختلفو لارو تر مينځ د امريکا و راتلونکي ته به يو خورا لوی چيلنج وي  . دغه څېړونکي بيا د« جان مک کين»  د بري چانس  ځکه ډير بولي چي هغه په يوه ډول  نه بل د نيو محافظه کارانو  (نئوکنسروټیوز)د سخت دريزۍ نماينده او ددې ډلي د سياستو دوام ورکوونکی دئ  . ددغه سياست يوه  ډيره  مهمه برخه چي د محافظه کارانو د تګلاري  د ملا تير جوړوي داده چي هغوی  د داسي يوبهرني سياست ادامه غواړي چي  پر پوځي پياوړتيا او نه ماتېدونکي  قدرت   باندي  اتکاء و لري . يعني هره جګړه چي شروع کيږي نو تربري پوري به يې شعار نه ايله کوي  . ددې شعار  و تحقق ته تر اوسه پوري  جورج بوش په ټوله رسوايی سره شانه ورکړې وه   او نن  يې «جان  مک کين»  هم غواړي هغه ته پر خپل ميتوډ باندي   دوام ورکړي .د همدې مفکورې پر اساس «جان مک کين» وایی  ترڅوچي  په عراق کي بري ته نه  يو رسېدلي نو عراق به نه پرېږدو او که يې پرېږدو نو هغه هم بايد په ډير افتخار او سرلوړي سره وي . خو هغه دا خبره نه کوي کله چي  دی پخپله  په ويټنام  کي بندي وو ،نو هغه هيواد يې هم په افتخار او سرلوړي سره پرېښود اوکه څنګه ؟!  هغه دا هم نه وايي چي هغوی د څه دپاره ويوه خپلواک هيواد ته د جګړې د پاره تللی وو ؟

 

رونالد رېګن چي په کال ۱۹۸۰ کي و جمهوري رياست ته ورسېد نو دهغه ټاکنه د نیو محافظه کارانو د غورځنګ د پاره   يو تر ټولو لوی  بری  وو. نوموړي د نیو محافظه کارانو په ګټه   ډېر کار وکړ . هغه کله چي د ګورباچف سره مذاکره وکړه نو داټومي وسلو د يوې  برخي د له مينځه وړلو په هکله يې معاهده  ور سره  امضا کړه . خو د نیو محافظه کارانو لخوا تر انتقاد لاندي راغلی  او دغه معاهد يې ځان  وژنه و ګڼله . دهغوی نتیجه ګیري داسي وه چي همدا د خبرو اترو دنه کولو او یا د هغه د محدودلو سياست  وو چي هم يې  د امريکا اټومي  قوت  و ساته او هم يې و سړې جګړې  ته د ځان په ګټه خاتمه ورکړه .

 

 د سږ کال په ټاکنو کي  هم، د جمهوري غوښتونکي په ګوند کي دنیومحافظه کارانو مخکښ،۷۲ کلن «جان مک کين»  تر ټولو زيات جدي او سخت دريزه  موضع نيولې ده ، هغه هم د خپلو نړۍ واله مخاليفينو سره  همداسي د يوه سياست پلوی کوي . خو «بارک اوبا ما» بيا د خبرو اترو  لاره غوره بولي  . نوي محافظه  کاران وائي چي د نړۍ په اوسنۍ فضا کي او داچي  د امريکا خلکو ته  دا  اته کاله تخت  د  ټروراو ټروريسټانو پسې د را اخيستني   نارې  وهلې  ، د امريکا  د ښمنان ټوله د ټروریسټانو په نامه و  ګڼل سوه ،  اوبا ما د مذاکرې سياست د چا سر پر مخ بيايي .   دا به په يوه نه بل  ډول   دامريکا د خلکو غوښتنه او د نړۍ ملاتړ  منعکسوي خو و نوي محافظه کاران  په نړۍ واله کچه هغه   لوی چلنجونه او د ګټو لوی ميدانونه  چي ورته پرانيستي دي، هغه نسي نفي کولای ، هغه وايې دا ټول  لا پر خپل ځای پراته دي . نن «القاعده»، «حماس»، «حزب الله»، «طالبان»، ایران او تازه د پاکستان آی ايس آی  هم دامريکا د مخاليفينو په  کتار کي  ځای نيسي   دا ټوله دامريکا په مقابل کي پټ ياپه ښکاره  عملاً جنګيږي  . دا هغه څه دي چي  د اوبا ما د نيو محافظه کارانو مخالفين  دهغه و مخي ته درانه پيټي ګڼي  او ادعا کوي چي  اوبا ما د هغوی سره ډغري نسي وهلای او په ځپلو کي يې  تر عهدې  نسي را وتلای .

 ددې سره يو ځای هغوی د اوباما پر ضد  دهغه تور پوست، اسلامي شجره او د نامه سره يې د حسین د نامه پيوند  و سپيني ماڼۍ ته د نوموړ ي د رسېدلو لاره شيګلنه کوي   .

۱۶/۷/۲۰۰۸

 

 

دوهمه او وروستۍ برخه

 په انتخاباتو کي د بارک اوباما ځانګړتياوي

ډيموکراټان سره ددې چي په ظاهره کي يو موټي نه وه خو« بارک اوباما»  داسي و ښودله  چي ګني تر نورو ځان ديوه بل رازي سياسي تفکر خاوند  بولي ، داسي يو تفکر چي د محافظه کارانو سره فرق او په بدلون باور لري . د امريکا زيات خلک د امريکا په بهرني  سیاست او کورني پلانو کي د بنيادي بدلونو غوښتونکي دي  خو داسي معلوميږي چي و سپيني ماڼۍ ته د اوبا ما رسېدل  څرنګه چي نوموړی يې فکر کوي  د ځينو فکټورو پر اساس داسي آسانه کار نه وي .

 

د اوباما سحر ديده حريفانو اوس وايی چي دی تور پوستی دئ ، شجره ئې اسلامي ده، په نوم کي يې د حسين نوم دئ، او امريکايی بېس نلري . يعني  هغوی پردې خبره زور اچوي چي د اوباما  نيکه مسلمان وو او زيات وخت يې په اندونیزیا کي چي د نړۍ تر ټولوستر اسلامي هيواددئ تېر کړی دئ . د اوباما وسطي نوم هم  حسين دئ چي و زياتو مسلمانانو او عربو ته د صدام حسين دنامه  سره تداعي کېدای سي  او د امام حسین  د نامه سره  هم ورته والی   لري . خو ددې سره سره چي اوباما يو مسيحي دی ولي  د بوش په نسبت  چي ددې دين  څخه يې  اماتوري او سرسري  برداشت  درلود، ويل کيږي چي د اوباما درک لږ شاني  ژور دئ . دامريکاعام خلک مذهبي او زياتره يې مسيحي دي ، د اوباما مخاليفين د نوموړي   پر اسلامي شجرې او تورپوست باندي زيات تبلیغ کوي تر څو د هغه د پلويانو پاملرنه او  رایي  وځانته راکش کړي .

 

 د امريکا په دننه کي د اوباما تر ټولو څرګند مشکل دهغه د پوست رنګ دئ . د امريکا خلک په دې اړه د نظر اختلاف لري . په کلي توګه ځوانان او تحصيل يافته ګان دهغه و رنګ ته دونه اهميت نه ورکوی، ولي دغه  واقعيت په پام کي نيسي چي دامريکا۴۳جمهور رئيسان  ټوله   سپين پوستي وه . په داسي حال کي چي دامريکا په سلو کي ۶۲ د نفوسو برخه يې سپين پوستي دي په دې خاطر د اوباما حريفان کولای سي و دغه د نژاد او دهغه د رنګ و مسئلې او اسلامي شجرې ته زياتي ډنډورې ووهي . هغه د نظريو شمېرنه چي د نيوز ويک اوونيزي لخوا د سږکال د انتخاباتو په هکله کړېده نو په هغه کي په سلو کي ۲۹ د ډيموکراټ ګوندسپين پوستوپلويانو پرېکړه کړېده چي د نوامبر په مياشت کي به و « جان مک کین» ته رايه ورکړي . دډيرو سپين پوستانو  نظر دادئ چي د هغوی په نظر اوباما يو واقعي امريکائي نه دئ  .

 

خو برعکس په اروپا کي چي د خلکو  سياسي پوهه د امريکا او  د نړۍ د نورو هيوادو په نسبت لوړه ده نوتر « جان مک کين»  و«بارک اوبا ما»  ته زياته  پاملرنه او  ترجيح ورکول کيږي . دبلي خوا هغه رايي شمېرني چي تر سره سوي دي په مينځني ختيځ کي د اوباما د پوست تور رنګ د هغه محبوبيت لا نور هم  زيات کړی دئ . خو دلته به دهغه د محبوبيت د زياتېدو موجبه  ښايی نور وجوهات  هم ولري  چي لوی سرمايه داران به غواړي د ډيموکراټ ګوند دلاري  د مینځني ختيځ دسیاسي طرحو په عملي کېدو کي پر اوباما باندي سرمايه ګزاري  وکړي او دهغه په سيله ، په سيمه  کي چي کوم  تشنج موجود دی دهغه مسير  به و بلي خواته واړوي  . ددې سيمي ولسونه او عموماً په ټوله اسلامي نړۍ کي کله چي د بوش  انساني ضد کردار تر سترګو تيروي نو دهغه او دهغه دګونده څخه يې  دکرکي  او  نفرت  اندازه  و خپل اوج ته رسېږي  .

 

ددې ټولو مثبتو او منفي اړخو په يادولو  سره په امريکا او نړۍ کي ځيني په دې  باور  دي چي  دلويو سرمايه دارانو ګټي  د «جان مک کین»  په بري کي خوندي کېدای سي  او« بارک اوبا ما» يوازي يوه بازيچه ده چي د ډيموکراسۍ تمثیل ورباندي  کيږي . خو ترکومه ځايه چي د جمهوري غوښتونکو څخه خلک و پزي ته را رسېدلي دي نو ښايي اوبا ما د دواړو ګوندو د ګټو په خاطر دپردې تر شا د يوه ايتلافي کانديد په توګه پر مخ ولاړ سي او  بری ترلاسه کړي .

 

په انتخاباتوکي د رسنيو نقش

په لوېديځ کي د نن ورځي ډيموکراسي  د اروپا او انګلستان په اولسمه پېړۍ کي ريښې لري .  داروپا  د ډيموکراسۍ ميراث چي بلاخره  ځان يې وامريکې ته  ورساوه  نو هلته يې د يوې اليګارشي او کنټرول سوې ډيموکراسۍ په شکل ځان   ظاهرکړ، چي د يوې ډلي لخوا  د خپلو ګټو او  دټولو خلکو د ادارې لپاره کارول کيږي  او همداسي هم د هغې ډلي د غوښتنو او ګټو پرخوا  روانه  ده   . هغه ډيموکراسي چي په کتابو کي ليکل سوې ده  او په هغه کي  پر خپل سرنوشت باندي د عوامو په ګټه د خلګو د اشتراک او واک بيانول دي نو  هغسي  ډيموکراسي په اوسني عصر کي  اصلاً سته نه .  دهغه راهيسي چي د سرمايه دارۍ نظام و اوسني پرمختللي پړاو ته ځان را ور ساوه، نو  د خلکو ګڼه ګوڼه هم زياته سوې او ټولنيز سازمانونويې هم بې درکه پرمختيا او  پېچلتيا موندلېده.   ډله ائزه رسنۍ هم د هغوی د واکمنو ډلو او مالکانو لخوا  مؤظفي سوي دي چي  دخپل ماهيت  پر اساس داسي فيلټر سوي اطلاعات او خبرونه وخلکو ته ورسوي چي نظام يې غواړي     . د امريکا خلک اغلباً خپل ټول مالومات او خبرونه د همدې پر مختللورسنيو دلاري لاسته راوړي او رسنۍ هم که په اقتصادي لحاظ وي او که په سياسي او اجتماعي لحاظ نو   د هماغه  خاصي  ډلي تر ادارې او ډيکټې لاندي خپروني تنظيموي او خلکو ته يې رسوي  .

 

امريکا د خپل با قدرته ډله ائزه رسنيو  دلاري چي لويه برخه يې د يهودي سرمايه دارانو په واک کي ده   او  تر شا يې  نور لوی اقتصادي قوتونه هم ولاړ دي  او ټوله يې د خپلو اهدافو د تحقق دپاره  نه يوازي کارکوي بلکه  «ګوبلزي» مهارتونه په کار اچوي ترڅو د ټولني پرذهني او فکري ماحول باندي تسلط حاصل  کړي او هغوی تر خپل تأثيرلاندي راولي.  دغه رسنۍ په دې لاره کي   ټولي هغه عرصې چي د لويو سرمايه دارانو او غټو کمپنيو اوږد مهالي ګټي په کښې ساتل کېدای سي، په پام کي نيسي  تر څو دامريکا د انتخاباتي کمپاين په سير کي د خلکو ذهينتونه ،د هغوی د سياسي،فرهنګي او اجتماعي بنيادي مسئلو څخه پام  بلي خواته واړوي او  د دووکانديدانو د بري او يا ماتي  نمایشنامه   ونړۍ والو ته  د يوې هيجاني تفنن په حیث  و نندارې ته وړاند کړي .

 

په انتخاباتو کي   دريم جريان   او دهغه دريځ

په امريکا  کي د تکنالوژۍ بېړنۍ پرمختګ او ددې هيواد استعماري او د سرمايه داراۍ  تکاملي پړاو، ددې هيواد و سرمایه دارانو ته بې درکه ګټي راکش کړي دي  ، خو په ټولنه کي د پراخو  پرګنو او  سرمایه دارانو تر مينځ  يوه نه تصور کېدونکې فاصله موجوده ده او دغه فاصله ورځ تر بلي زياتيږي .  دلته د امريکا وټولو خلکو او ټولنيزه مترقي  جنبشو ته د جمهوري رياست په انتخاباتو کي برخه اخيستنه  يوه لويه عمده سیاسي وظيفه بلل کيږي  چي غواړي  په امریکايي ټولنه کي  زحمتکښه او محرومه  پرګنو ته د   ټولنيز عدالت د موازينو پر اساس خدمت وکړي  او ددغه فاصلو په کمولو کي خپل تاريخي نقش و لوبوي .

 

په دې لړ کي د امريکا دروان انتخاباتي کمپاين  په دوران کي غير له دغه دوو مطرحه ګوندونو څخه ( جمهوري غوښتونکي  او  ډيموکراټ ګوندنه) يو بل مستقل جريان  هم چي د  دریم جریان  په نامه  و ميدان ته را وتلی وو، خبري کړي دي.  دغه جريان  هم  د امريکا د جمهوري رياست و څوکۍ  ته يو مستقل شخص  د «رالف نادر» په نامه  کانديد کړی  وو . که څه هم هغه د ميدانه ايستل سوی دی خو نوموړي په يوه مصاحبه کي چي د امريکايي خبريال «امي ګوډمن» سره کړېوه  ويلي دي چي د امريکا خلک د ډيموکراټانو او جمهوري غوښتونکو د نامزدانو په ټاکلو کي هيڅ نقش نلري .  هغوی وايي په امريکا کی ډېر خلک دځانه سره دا  پوښتنه کوي چي دلته په رشتيا  څوک د چا سره په انتخاباتي مسابقه کي ډغري وهي  . او اساساً دا چي آيا دغه په رشتيا  يوه واقعي انتخاباتي مسابقه   هم  ده ؟

 

د دريم جريان استازی وائې چي  «بارک اوباما» او «جان مک کين» دواړه د لويو اقتصادي مجتمعو نماينده ګان دي او دهغوی د ګټو څخه نه يوازي ساتنه کوي بلکه  وهغوی ته د خپل «برياليتوب» نه وروسته د  هغوی د بقا او د نوي بازارو د پيدا کولو دپاره لستوڼي  را نغاړي    .

 

د کانديدانو دغه دريم جريان او دهغه مستقل کانديدان، چي د فعالينو طرحي يې  د ډيموکراټانو او جمهوري غوښتونکو  څخه  ماسېوا دي  وائي  چي دهغوی پرضد داسي تلاښونه تر سره  کيږي چي هغوی ته د عامه توجه ټولي خواوي بندي سي . دهغوی پر  سیاسي مواضعو او هغو طرحو په وړاندي چي د ټولنيز عدالت  د تأمين دپاره يې لري،   د لويو رسنيو لخوا  چي د امريکا ټولنه يې تر خپلي تبلیغاني  چتر لاندي را وستې ده، پرده غوړول کيږي . دا ځکه  چي دغه رسنۍ  د لويو پیسه داره مجتمعو په ولکه کي  دي ، او پخپله   ددې دريم جريان  سره چي   بنسټيزه بدلونه د امريکا د روانو ستونزو د حل اساسي  لاري  بولي ،  مخالفت لري  . هغوی نه کمونيسټان دي او نه هم بېدينه امريکايان خو داچي دوی  دلويو شرکتو دغل بازي او فريبکاري رسوا کوي، نو دهغوی طرحي  چي ددې د وو ګوندو دطرحو سره بېلي او يو دبل سره  فرق لري د هغوی د فعاليتونو  پر پراخ  انعکاس باندي  بنديزونه  لګول کيږي   او ان د انتخاباتي کمپاين په هماغه لومړيو  ورځو کي  يې د ميدانه څخه  باسي .

 

هغوی غواړي چي د لويو شرکتو، بانکو او د و سلو د توليداتود  سترو فابريکو فعاليتونه   بايدد  خلکو و حاکميت   او د هغوی د رفاهيت   و اصل ته تابع  سي . هغوی وايی  کله چي زموږ اساسي قانون د« موږ خلک»  په نامه پيل کيږي  او کله چي خلک  په ټول هيواد کي  د عدالت د تأمين خبره کوي نو  دا کار ولي بايد يو راډيکاله اقدام و ګڼل سي ؟ هغوی وايي چي دالوی شرکتونه دي چي عملاً  پر موږ باندي د واشنګټنه څخه  حکومت کوي .

 

کله چي د قانون خبره ياديږي  نو دغه دريم جريان د بوش او دهغه د مرستيال ډيک چيني استيضاح هم غواړي  او وائې   چي دوی بايد يا  د پخوانۍ جمهور رئيس  ريچارډ نيکسن او دهغه معاوين اګنيو غوندي استعفا وکړي او که يې نکوي نو  دوی دواړه  دي  کله چي د راتلوکي کال د جنوري پر يووېشته  د قدرته څخه ګوښه  کيږي ،نو   بايد د عدالت د تطبيق څخه فرار و نکړي    . هغوی   بايد د يوه  متناسبه  مربوطه قانون پر اساس   په دې خاطر چي د خپلو جنايت کارانه کردار  پرکړو يې اصرار  کړی دی، د اساسي قانون پرضد يې  رفتار کړی دی،د عراق د جګړې د پيل تاريخي جرم  او وژني يې تر سره کړي دي، د ابوغريب او د ګوانټانامو د بنديانو د سيسټماټيكه انساني ضد چلند او  زوروني  امرونه يې ور کړي دي ، د بې ګناهانو د بندي کېدو او د قانوني ملاتړ نه بغير يې د خلکو شخصي خبرو ته يې  غوږ نيولی دی او داسي نورډېر څه يې کړي دي، نو ددې ټولو    په خاطر، باید محاکمه سي .

 

په دغه دريم جريان کي د   ياد سوي دوو ګوندو د انتخاباتي کمپاين ناراضيان او مخالفين وايی،   هغه کسان چي    ډيموکراټان يې بد ايسي، نو يوازي په دې خاطر  ډيموکراټانو ته  رايه ورکوي چي  نه غواړي د جمهوري غوښتونکو تر څنګ و دريږي، او هغه چي بياد   جمهوري غوښتونکو څخه يې په سر کي ټک دئ ، نو يوازي په دې خاطر و جمهوري غوښتونکو ته رايه ورکوي چي نه  غواړي  د ډيموکراټانو سره ولاړ سي .بس د همدغي   لړۍ دوام دئ  چي   دغه  دوه ګوندونو په دغسي يوې فضا کي تر دا اوسه پوري  و خپلي ډيکټاټورۍ او   تسلط  ته دوام  ورکړی دئ  .  هغوی وایی ،همدغه وجه  ده چي  که ددغه دريم جريان څخه  د فعاليت موانع ايسته سي نو ډيري خبري  او واقعيتونه به تر خلکو ورسيږي او خلک به په  دې و توانيږي د يوه بل ګوند او و يوې نوي سوله ائزي نړۍ ته د ننوتو د بري چانس  قطعي کړي .  هلته به وي چي په دغه پر مخ تللې  او ماړه  هيواد کي د خلکو و  لوی محروم اکثريت ته د اجتماعي عدالت او د نړۍ والي سولي په تأمين کي، د هغوی  د اميد غوټۍ به  دريښوي اصلاحاتو او په سيسټم کي د يوه بنيادي  بدلون  په را وستلو کي،   و غوړيږي .     پای

۱۸/۷/۲۰۰۸

 اخځونه  :

 ۰  داسټرليا د ایس بي ايس  او اې  بي سي خپروني،

 ۰  دبي بي سي او د آلمان ږغ راډيو،

 ۰  د نيويارکر او نيوز ويک مجلې،

۰  د وال سټريټ ژورنال اودشيکاګو د سوشياليسټ رويو  ژورنال،

 ۰  د روسيې د نووسټي خپرونه،

۰   د هندوستان د هندو او نيو ايج  د ورځپاڼو ويب سايټونه،

۰  په امريکا کي   ځيني خپلواکه او معتبره   سايټونه،

۰  او د دغه لاندي لينکو څخه استفاده سوېده

http://www.votenader.org/issues/

http://www.votenader.org/issues/impeachment/

http://www.sevenstories.com/book/?GCOI=58322100667540

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۷۷           سال چهـــــــــارم                  اســــــــــــد    ١٣٨۷                  جولای/ اگست 2008