کابل ناتهـ، Kabulnath






























Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 
 

د امريکا د ګټو جګړې

 

هدايت الله هدايت

 
 
 

 د ۱۹۶۵-۱۹۷۵ کلو په اوږدو کي د ويتنام  په  ضد د امريکا د لس کلني جګړې يوه  ګټوره  نتيجه  داوه  چي د امريکا په ملاتړ او شراکت د مخدره موادو  پټ تجارت  او سوداګري   خورا  زيات  رونق  پيدا کړي  . دلته به بلا ناغه  د افيونو  ډک  ټرېلرونه  د امريکايي بار وړونکو طيارو په  وسيله  بارېدله او د جنوبي ويتنام  پايتخت سايګون  ته به  چي کله  و رسېدله  نو هلته به سمدستي     د پټو شرکتو لخوا پر هغوی باندي ځيني کيمياوي عمليات تر سره او په پوډري هيروينو به واوښتله . دغه د هيروينو پوډر به بيا د همدې شرکتو لخوا  په ټرېلرونو کي د هنګ کانګ  و بازاروته لېږدول کېدله   ترڅو هلته يې پر نړۍ وال سټنډرډ باندي  برابر  او   امريکايي مارکيټو ته يې عرضه کړي  . دغه لوی څو ميليارډ ډالريزه تجارت به د امريکا د پوځي جنرالانو او د امريکا د سترو تاجرانو لخوا چي د ويټنامي  سوداګرانو شراکت او همکاري هم ورسره ملګرې وه، تر سره کېدۍ  .

 

اوس  چي  د خلکو سترګي خلاصي سوي او د خاورو اچول يې  د هغه   د يرش څلويښتو کالو مخکي په څېر  اثر نلري نو داخبره و هرچا ته څرګنديږي   چي د امريکا اخلاقي ضد سياست چي په   يوه هيوادکي د جګړې د لاري د هغه هيواد د نظام د را چپه کولو او يا بدلولو  څخه  لا ډېر خطرناک دی  هغه بايد اوس  د ګټو او منافعو د جګړو په نامه و  نومول سي  . دغه جګړه د ويټنام دجګړې د ختمېدو نه سمدلاسه په دې  هيواد کي را شروع او اوس داده په افغانستان کي هم د جنګسالارانو په همکارۍ او دامريکا په ملاتړ او سازماندهۍ  موډرينزه کيږي او وده کوي  .  د رسمي احصائیو له مخي دلته د ترياکو کښت  تر پخوا څو چنده زيات سوی  اود توليداتو اندازه  يې نړۍ وال ريکارډ مات کړی دی .

 

مخکي تر دې چې په کال ۲۰۰۱ کې  امريکا خپل لومړنۍ د کروز توغندۍ پر کابل باندي  وار او د خپل ورانوونکي قدرت په ښودلو سره   ددې هيواد اشغال شروع کړي،  نو په هغه وخت کي د طالبانود بنسټپالي ادارې د مخدره موادو توليد او تجارت يا ډېر محدود وو او  يا داچي د بيري څخه يې په ټپه درولی وو. سره ددې چي افغانستان په نړۍ کي د چپاولګره جګسالارانو  د اسلامي فعاليت  له برکته د ترياکو د توليد يو عمده هيواد شمېرل کېدئ ، خو د کوکنارو دکښت  خراپول او د مخدره موادو پر تجارت باند بنديز لګول  دا پخپله  د امريکا د هيروينو و تجارتي او فايده من  بازار  ته چي په نړۍ کې ترټولو ستر مصرف کوونکی هيواد دئ  د يوه  لوی بحران سره مخامخ کړ . دغه بحران  په دغه هيواد کي   د تارياکيانواو  افيونو د معتادانو او ډرګيانو    لوی لښکر  هم  د هيروينو دکمبود په وجه د خروښ په څپو کي و  لاس  او ګرېوانه  ته ځان رساوه  . په ا مريکا کي يو د هغو  ډيموکراټيکوارزشو څخه چي هغوی يې غواړي  هغه جهاني  کړي  نو هغه   همدغه د ډرګ اعتياد او دهغه ګټور بازار  دئ چي امريکايان يې د کښت په کروندو پسې ګرځي

 

پر افغانستان باندي د امريکاد حملې څخه لا ډېر وخت نه وو تير سوی چي دغه ټولي  معادلې ګډي وډي  سوې . په افغانستان کي د تارياکود کښت موډرنه کېدل  او د افيونو و تجارت ته نوې سا ورکول، دامريکا د مخدره موادو په ټپه ولاړ بازار  يو ځل  بيا پر پښو و دراوه او پر ښور يې راووست. په افغانستان کي ددغه مادې د کښت  او کروندو  مالکان  په واقعيت کي هماغه وطن پلورونکي وسله واله جنګسالاره  ملېشې  دي چي و امريکايي ځواکونو ته يې په مځکنيو جګړو کي  لار و ليکه ورښودله  او اوس هم د هغوی په لارښونه د هغوی نخشې پلي کوي .

 

 په افغانستان کي د ترياکو دکښت لوی سرغنه او جنګسالاران ،  پر افغانستان باندي  د امريکا د حملې او يرغل نه  مخکي د بوش د دولت څخه دغه  تضمين او وعدې  تر لاسه کړي وې  چې په دوی به غرض نلري او دوی به وخپل کارته  پرېږدي ترڅو د ترياکو و کښت ته دوام  ورکړي . يعني دغه «وطنپاله » جنګسالارانو بش ته ويلي وه چې تاسو خپل کار کوی ، موږ به خپل! . په نتيجه کي د امريکا سياست هماغسي چي په ويټنام کي تر سره سوی وو دادی اوس په افغانستان کې هم خو لا په ډير خرپ وترپ او نوې بڼي سره  تر سره کيږي .  د ځينو غربي رسنيو د اعتراف په حواله د ترياکو او افيونو تجارت همدا اوس هماغسي چي د امريکا لخواپه ويټنام کي پر مخ تلۍ په  افغانستان کي هم پلی کيږي . دلته هم دکروندو څخه افيون را ټوليږي او  و پټو شرکتو ته تحويليږي   . دغه مخفي شرکتونه بيا دغه افيون په هيروينو اړوي او د باري ټريلرو په وسيله  چي لا ويل کيږي په امريکايي ټرانسپورټي طيارو کي او اروپايي او امريکايی  بازارو ته استول کيږي .

 

په داسي حال کې چي په افغانستان کي د کوکنارو د کښت مالکان د يوه کيلو خام ترياکو د خرڅلاو په بدل کي د ۴۰ څخه تر ۱۰۰ ډالرو پوري ترﻻسه کوي خو د مخدره موادو امريکايي تاجران بيا يو کيلو د هيروينو پوډر د امريکا او اروپا په بازارو کي البته دهغه  د ښه کيفيت په لحاظ د ۶ زرو ډالرو څخه نيولې بيا تر ۶۰ زرو ډالرو پوري پلوري . دلته دی چي د امريکا د استعماري سياستو ناوړه  څهره  و نړۍ والو ته رسوا کيږي، کوم  چي د بشريت  روح  يې د خپلو ګټو د ساتلو په خاطر په عذاب کي  لاهو کړی دئ   .  څرګنده ده چي هغه جګړه چي امريکا په افغانستان کي د ټروريزم څخه ددې هيواد  د نجات په نامه  او د امريکايي ډيموکراسۍ د صادرولو په بانه دلته را شروع کړېده نو دا په واقعيت کي د ګټو جګړه  او ددې هيواد د اوږد مهاله اشغال په خاطر ده  . امريکا دلته  زړې لانجې  را حلي نکړې بلکه د چور او  فساده په  يوه ډکه او لړلې  اداره کي يې  لا نوري تازه   لانجې هم راته وزېږولې .

 

په اشغال سوي عراق کي هم همداسي د ګټو جګړه روانه ده . د عراق  دخلکو    نفتي ثروت   غلا کيږي اود   امريکا لخوا  د نړۍ پر لويو شرکتوباندي  پلورل کيږي  ، د هغوی سره اوږدمهاله قرار دادونه کوي . د عراق ولس  هم د اشغال پر ضد او هم دخپل ثروت د لوټېدو پرضد په دغه لاره کي  مقاومت ښکاره کوي  او  قرباني ورکوي . همدا اوس د نړۍ پنځه ستر نفتي شرکتونه لکه شل، بريټيش پټروليم، شورون، بي اچ پي بيليټون او ټوټال د عراق په شمال او جنوب کي د عراق د تیلو د ثروت په را ایستلو بوخت دي . دعراق نفتي ساحو همدا اوس د انرژۍ پر کنټرول باندي  د نړۍ والي جګړې  نوي جبهې  پرانستي دي . دنړۍ ستر نفتي شرکتونه دلته لګيا دي چي خپله ونډه تر لاسه  او هغه لږ تر لږه د څلوېښتو پنځوسو  کالو پوري په خپل  لاس کي ولري . په عراق کي ددغه شرکتو  فعاليتونه  د هغه راهيسي چي په کال ۱۹۷۲ کي  د نفتو صنعت ملي سو، بند سوي وو .

 

 څوک چي په عراق او افغانستان کي د امريکا دجګړو پاېلو ته نظر اچوي نوپه دغه جګړو کي انساني او اخلاقي اړخ يې نه ليدل کيږي  او يوازي او يوازي د امريکا داستعماري اهدافو او ګټو جګړې دي چي ددغو هيوادو بېګناه او مظلوم انسانان پکښې تباه کيږي .

پای

 جولای ۲۰۰۸

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۷٦             سال چهـــــــــارم                   سرطان    ١٣٨۷                  جولای 2008