کابل ناتهـ، Kabulnath






















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 
 
نیویارک تایمزه، پام!
 

د هيواد ورځپاڼې سرمقالې څخه د سمسور خان « ظفر زي اهتمام » ټاکنه او لېـږنه .

 
 
 

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د روان کال د جون د اوومې نېټې په ګڼه کې د ځینو لویدیځو دیپلوماتانو له خولې لیکلي،ګنې لویدیځ له دې امله چې حامد کرزی د نېشه يي توکیو قاچاق وړونکي او ټوپکسالاران نه نیسي،زړه تنګی دی . د نیویارک ټایمز په څېر له یوې مشهورې ورځپاڼې داسی تمه نه کېږي،چې  پر واقعیتونو خاورې راواړوي،د افغانستان حالات له پامه و غورځوي او په پټو سترګو د داسې څه پر خپرولو لاس پورې کړي،چې له واقعیتونو سره هېڅ راز اړخ نه لګوي . نیویارک ټایمز مخکې له دې چې دغه راز ناسم خبر خپور کړي،باید لومړی یې دا خبره سپینه کړې وای دا څوک دي چې د ټوپک سالارانو،جګړه سالارانو او د نېشه يي توکیو د قاچاق وړونکیو دفاع او ننګه کوي؟ حامد کرزی او که د لویدیځ په ملاتړ یو شمېر بهرني هېوادونه؟ ځواب لکه لمر روښانه دی . همدا بهرني هېوادونه وو،چې تاریخ ځپلیو او ولس رټلیو ټوپک سالارانو او جګړه سالارانو ته یې پیسې ورکړې او یو ځل بیا یې د افغان بېوزلي او جګړه ځپلي ولس پر اوږو سپاره کړل . دغو بهرنیو هېوادونو هڅه وکړه دوه هندواڼې په یو لاس کې ونیسي : له یوې خوا جګړه سالاران و نازوي او له بلې خوا په افغانستان کې د نظام جوړونې او دموکراسي بهیر پر مخ بوځي،خو مشهور متل دی چې وایي : (دوه هندواڼې په یو لاس کې نه نیول کېـږي) . که په تېرو شپـږنیمو کلونو کې د نظام  جوړونې بهیر هر څومره ځنډنی او ټکنی پاتې شوی دی،نو یو بنسټیز او ټاکونکی لامل یې دا دی،چې ځینو بهرنیو هېوادونو د ټوپک سالارانو او جګړه سالارانو خوا ونیوله او هغوی یې پر خپلو پراخو مرستو خورا غښتلي او ځواکمن کړل . حامد کرزي څو ورځې وړاندې شپېګل مجلې ته په یوه مرکه کې وویل : (د جګړې د مجرمینو او ټوپکسالارانو د نیولو او له منځه وړلو پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د ځینو هېوادونو لاسوهنه ده . څه موده وړاندې ما غوښتل یو خطرناک ټوپک سالار ونیسم،خو ما دا کار ونه کړای شو،ځکه یو هېواد د دغه ټوپک سالار ملاتړ وکړ) .

نیویارک ټایمزه! اوس دې غوږونه خلاص شول چې د ټوپک سالارانو،جګړه سالارانو او د نېشه یي توکیو د قاچاق وړونکیو د دفاع اوننګې او د هغوی د نه نیولو،غښتلتیا او ځواکمنۍ پړه پر چا ده . دا یو شمېر بهرني هېوادونه دي،چې د ټوپک سالارانو د نیولو او له منځه وړلو مخه نیسي او د خپلو ګټو په موخه نه غواړي دا ډلې له منځه لاړې شي . د دغو هېوادونو له خوا د جنګي ډلو او ځینو ټوپک سالارانو دفاع  او ملاتړ د دې لامل شوی،چې په افغانستان کې د نظام  د پیاوړي کولو بهیر له ستونزو سره مخ شي،په اداره کې فساد ډېر شي،ترهګري او د نېشه یي توکیو قاچاق وده او پراختیا ومومي . دا د یو شمېر بهرنیو هېوادونو راز راز لاسوهنې دي،چې  د افغانستان بنسټـيـزې ستونزې په چټکۍ سره نه اوارېـږي . دا ده د افغانستان غمېزه . دا دی د افغانستان تریخ  واقعیت،چې باید ټول پرې خبر شي . نیویارک ټایمزه ، پام ! د خپلو بامونو واورې زموږ پر بامونو مه را اچوﺉ .

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۷۵             سال چهـــــــــارم                   سرطان    ١٣٨۷                  جون/جولای 2008