کابل ناتهـ، Kabulnath











Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 
 

خداى پامان !

 

اجمل تورمان

 
 
 

 

 

 

خداى پامان ! ته وايه ځه ، په مخ دې ښه شه

ډير زړګي مې په خپل كور دي آزار كړي

ستا ښيرې خوبه بيا ، بيا راپسې رسي

ما بچي د خپلې مور دي آزار كړي

 

خداى پا مان له كبره ډكې كلانكارې

مخه ښه چې راته نه راكوې ولاړم

خو په خداى چې همدا اوس هم راته ګرانه

خو په خداى چې په خوبونو كې دې غواړم

 

دا منګى تر كوره ډك خو نه رسيږي

يو لپه اوبه وشينده چې ځمه

خدايږو بيا كله تاويز به اثري شي

خدايږو بيا كله دكن نه به  راځمه

 

مرورې ډير بنګړي به درته راوړم

نيمه شپه به دې له شرنګه پيژنمه

ورځ خو هسې هم په غبرګو ښه بينا يم

په يو لك دې ونه دنګه بپيژنمه

 

ځوانيمرګې ډير مجلس به سره وكړو

د ګودر په غاړه خوند كړي مجلسونه

لاس مې نيسه د سفر څورى مې واخله

راته وكړه برندو سترګو كې ستونه

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۷۵             سال چهـــــــــارم                    جوزای    ١٣٨۷                  جون/جولای 2008