کابل ناتهـ، Kabulnath






























Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 
 
له نارنج تپې څخه تاريخي اثار ترلاسه شول
 
 
 
 
 

حبيب الرحمن ابراهيمي - May 22, 2008 - 08:54

کابل

پژواک خبري اژانس ،دغبرګولي ٢مه

 

داطلاعاتو اوکولتور وزارت چارواکي وايي چې، دکابل ښاردنارنج تپې په سيمه کې يې دافغانو لرغون پوهانو په واسطه دلرغونو اوتاريخي اثارو کيندنې په مسلکي ډول روانې  کړي اوتردې مهاله يې ٣٥ مجسمې او٣٠ نور اثار ترلاسه کړي دي .

 

داطلاعاتو او کولتور وزارت سلاکار اوپه  کولتوري چارو کې  مرستيال نجيب منلي  چې دغبرګولي په دوهمه  له يوې ډلې خبريالانو سره دنارنج تپې سيمې ته تللى وو    دلرغونو اثارو دا کيندنې په دې موخه وبللې ،  ترڅو هيوادوالوته ډاډ ورکړي چې ددغه اثار و کيندنې دافغانانولخوا په ډېره  ماهرانه توګه ترسره کېږى

 

منلي وويل چې ، دوى غواړي  خلکو ته درسنيو له لارې  په ډاګه کړي چې دلرغونواثارو کيندل په فني توګه څومره ستونزمن اوپه غير فني ډول څومره خطرناک دي.

 

دکولتور وزارت دچارواکيو دمعلوماتو له مخې ، دغه لرغوني اثار دلومړي ځل لپاره په ١٣٨٣ لمريز کال کې  دکابل ښاربالاحصار ته څېرمه دنارنج په تپه کې پيداشول.

 

منلي وويل  چې د١٣٨٣ کال راپدېخوا پرې دکولتور وزارت اړوند لرغون پوهانو لخوا  شپږ دورې کار شوى دى چې په وينا يې  شپږ دورې کار نور  هم بايد پرې وشي .

 

  ديادې شوې تپې دلرغون پوهانو دټيم مشر ظفر پيمان پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى ته که چېرې مالي امکانات برابر کړل  شي نودغه لرغوني اثار به په کم اوپه ښه شکل  له خاورو راوباسي .

 

پيمان وويل  : (( دنارنج په تپه کې  له ترلاسه شويولرغونو  اثارو څخه ښکاري چې دميلاد  له پنځم قرن نه نيولې بيا ترنهم قرن پورې  لرغون توب لري . ))

 

دپيمان په وينا ، په دې کې بتان ، اورتون ،خاورين لوښي ،دبودايې دورې  عبادت ځايونه اوداسې نور لرغوني اثار تراوسه ددوى لاس ته ورغلي دي .

 

 منلي وويل چې ددې  لرغونو اثاروپه کيندنه کې د اطلاعاتو او کولتورله  وزارت  سره   فرانسې  مرسته کړې خوپه څرګندډول يې ددغه مرستې اندازه په ډاګه نه کړه .

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۷٤             سال چهـــــــــارم                    جوزای    ١٣٨۷                  جون 2008