کابل ناتهـ، Kabulnath






























Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 
 

دلوږي او ګرانۍ پر سر جګړه

 

هدايت الله  هدايت

 
 
 

د سږ ميلادي کال د شروع څخه  بيا تر اوسه پوري  په ټوله نړۍ کې د خوراکي موادو نرخ په بېساري توګه لوړ سوی  او وضعه داسي  لوري ته روانه ده چې  داسي نه ليدل کيږي څوک دي  په اساني سره هغه  مهارکړي  . د نړۍ په زياتره  سيمو کې د مرکزي امريکا څخه را نيولې بيا تر افريقا او آسيا پوري د وږو او ناتوانه خلکو لخوا چې د عادي ورځني خوراکي موادو د رانيولو وس  يې دﻻسه وتلی  دی  د انساني خښم يوه لويه څپه  را پارولې  او پراخ اعتراضونه يې را پورته کړي دي . د کارائيب په هائيتي کې خښمېدلي پرګنې دجمهوري رياست پر ماڼۍ باندي ور ودانګله، په بنګله دېش کې د نساجۍ شل زره کارګر و بازارو ته را ووتل او د پوليسو سره لاس او ګرواېوان سوه. د جنوبي افريقا د پولاکاوا په ښارکې په زرګونو تنو د ډوډۍ د نشتوالي پر سر مظاهرې وکړې ، په  مصر ،  موريتانيا، مورنبيق او سينيګال کې د لوږي پر سر بلواوي وسوې ، په ازبکستان، يمن، بوليويا اندونيزيا، اردن، مراکش، نايجريا، مکسيکو او ... د خوراکي موادو د ګرانۍ او لوږي پر سر د خلکو خښم  لويه مرګ ژوبله را مينځ ته کړه . د ملګرو ملتو دسازمان د چارواکو په وينا ۳۷   هيوادونه چې دهغو له جملې نه ٢١ يې  افريقايې هيوادونه دي په دغه بحران کې ښکېل  او همدا اوس  د لوږي، ګرانۍ او د ډوډۍ د نشتوالي پر سر د بلواو او سياسي بې ثباتيوسره مخامخ دي  . په ملګرو ملتو کې دغذايي سازمان رئيسه، مېرمن جوزت شيران د وږو د راپاڅېدو  په هکله ويلي دي چې  موږاوس په نړۍ کې دلوږي نوې څهره وينو، موږ د تاريخ  د هرې زمانې نه زياته لوږه   په ښارو کې  وينو، موږ يې دسر په سترګو وينو چې په مغازو کې خوراکي مواد سته خو خلک يې د رانيولو توان نلري .

 

دغه ټول  داسي نه دي چې ګني يوه خبري تېروتنه دي وي،   دغه   پديده يو ژوندی واقعيت دی چې د سرمايه داري نظام په دغه روان يکړ دوران کې يې  بېړنۍ وده  درلودلې او يوه پوره حساب سوې لاره  يې وهلې ده . د ګارډين ورځپاڼي د جهاني بانک د قوله ليکي چې د خوراکې موادو  نرخ  ددرو کالو په اوږدو کې په سلو کې تر اتيا زيات جګ سوی دی . د ګرانۍ دغه لړۍ لا زياتره هغه مواد متأثره کړي دي چې دغريبو او د ټولني د پراخو زحمتکښو پرګنو خواړه دي . مثلاً د وريجو بيه د تېر کال څخه بيا تراوسه پوري  دوه چنده زياته سوې او غنم په سلو کې ١۳۰ لوړ سوي دي . مخکې کارپوهانو په جدي توګه په دې هکله د خطر ږغ را پورته کړی وو او ويلي  يې وه چې د ارزانۍ  وخت نور تيرسوی دی ، ګراني را روانه او هغه به لږ تر لږه تر يوې لسيزي پوري  ثابته پاتې سي . خو دغه شاني اخطارو ته پاملرنه نه کېدل او د هغه پر سر به د نړۍ  لويو انحصاري  رسنيوسرپوښ    ايښاوه .

 

مسلماً  په پورتنيو هيوادو کې که دغه اعتراضونه په سوله ائزه توګه تر سره سوي وای نو د اخبارو په لومړيو مخو او دخبروپه سرخط کې نه راتلل ،واکمنوبه د  غله دانو او غذايي موادو د ګرانۍ بحران ته د يوه  عادي ګزارش په  توګه  په يو کنج کې ځای ورکاوه  . خو اوس  چې خبره غړکه سوېده .، نړۍ وال بانک او دپيسو نړۍ وال صندوق چې د نړۍ دوه قدرتمنده اقتصادي نهادونه دي ناچاره سوه  په خپله کلنۍ ګډه غو نډه کې چې  تيره مياشت (اپريل) په واشنګټن کې جوړه سوه، وضعه  خورا جدي   وښئي  او د عواقبو په هکله يې اخطار ورکړي . هغوی اندېښمن دي ! چې د خوراکي موادو دبيي  لوړتيا  به د سلګونو زرو انسانانو  د مرګ په بيه تمام سي  .همدا اوس په نړۍ کې ات نيم سوه ميليونه انسانان  د مطلقي لوږي سره مخامخ دي او هره ورځ په سلهاوو تنه مري . اقتصادي سازمانونه اټکل کوی  چې دغه تازه  بحران به  سل ميليونه  نور انسانان  د فقر و کندي ته  ور شوه  کړي . نړۍ وال بانک په عاجله توګه و اړو هيوادو ته  د پنځه سوه ميليونو ډالرو دراټولېدو غوښتنه کړېده . دغه بانک اوس  غواړي په دې پيسو داسي يو مشکل حل کړي  چې پخپله يې رامينځته کړی دی .

 

که څه هم دمرستو دغه شاني غوښتنه په دغه شاني يو بحراني حالت کې به ښايي يو اهم کار وي ،خو دا په اوبوکې پر لوټه باندي د تېرېدو په معنی ده ،دستونزي اوږد مهاله او اساسي چاره  نسي کولای . دبلي خوا داشاني ظاهري غوښتني په کراتو دملګرو ملتو د سازمان او د دولتو د رئيسانولخواتر سره سوي دي  خو هيچا پر خپلو وعدو عمل نه دی کړی.  په نړۍ کې اوس اوس داقتصادي مرستو سياست رنګ  بدل کړی دی .  دکريسټين نومي يوې  انګليسي مرستندويه سازمان  په  خپل وروستي ګزارش کې ويلي دي ،  هغه اقتصادي بودجې چې ترټولو لويه برخه  يې بايد د فقر سره د مبارزې او د فقيرو هيوادو سره د بېوزلۍ  د مينځه وړلو په لاره کې مصرف سوې وای، نو  په ځينو هيوادو کې دهغې   يوه  يا ټوله برخه  د ټروريزم سره د مبارزې دپاره    وقف سوېده  .   ددې خبري مانا داده چې ددې وروسته به  د مخکني  پلان سره سم و دې هيوادو ته به داسي مرستي  چې د عامو خلکو دائيمي پرده  په وسي  ورنکول سي  .  دبلي خوا هغه خطر چې د سپټامبر د يولسمي نه را وروسته  د پرمختللو ټولنو ثبات يې  د تهديد سره مخامخ کړی وو، اوس  هغه خطر په داسي يوه ساړه باد باندي اوښتی دی چې  ددې خاوريني کُرې بېوزله ولسونه او ټولني ديوه سره  لړزوي .  مرستندويه هيوادونه اوس د غريبو هيوادو د لومړنيو اړتياو په تهيه کولوکې پاتي ندي راغلي بلکه سمدم  پر هغه باندي تله تيروي او د اقتصادي مرستو په عوض کې خپله ټوله سرمايه د خپلو ګټو د ساتلو او د هغه د ډيرولو دپاره په کار اچوي  .

 

ددې بحران  ځيني علتونه

 د خوراکي موادو کمبوداو د هغوی د نرخ  لوړتيا بېلابېل اړخونه او علتونه  لري چې په ظاهره  يو دبل سره  ورته والی نلري ، خو په بطن کې ټوله په ځينځري ډول يو په بل کې سره پېيلي دي . د نړۍ وال بانک د رئيس او د پيسو په نړۍ وال  صندوق کې د نوموړي   همکاران داسي فکر نه کوي چې   دغه بحران  دي ګني د اوسني سيسټم زېږنده وي . ددې ښاغلو په ګمان داشاني بحرانونه ځکه مينځته راځي  چې لاتراوسه  هرڅه " په نړۍ وال آزاد بازار کې" د دوی په خوښه پرمخ نه ځي . په همدې خاطر نارې وهي چې نوښتګرانه او ابتکاري ګامونه بايد واخيستل سي ترڅو خطا کاري ونسي .  د دوی له نظره که  پر غذايي موادو دولتي کمکونه تر سره  سي يا که پر صادراتو  ګمرکي ماليات  لږشاني زيات سي  او يا که  نرخونه  ددولت لخوا  وټاکل سي ، نو دا يوه  لويه خطا کاري ګڼل کيږي  .

په واقعيت کې داټول دداسي يوه  نظامه څخه سر راباسي چې د ډيموکراسۍ په نامه  وطنونه لاندي کوي،دولتونه يې را چپه کوي ،زېرمي يې ځني وړي ،خو و وږو  ته  يې خواړه نسي برابرولای، د هغوی نسونه نسي مړولای ، هغوی ته کار نسي  پيداکولای خو کله چې خبره د ترقۍ،  او پرمختيا راسي نو بيا دپرډاګ پاتې هيوادو په استازيتوب  داسي ارقام وړاندي کوي چې څوک هېښ ورته پاتې کيږي   . دغه نظام په خپلو معاملو او دلاليو کې واقعاً جادو کوي او ان کولای سي  جګړې، بغاوتونه ،مرضونه، سيلابونه، زلزلې، وچکالۍ... او اوس ترهر څه نه زيات لوږه او قحطي دځان دپاره په طلايي سکو باندي  واړوي  او هغه بيا دخپلوسرمايه دارانو و بانکي حسابو ته  ور شوه کړي  . په دې کرغېړن او بدنامه نظام کې   اقتصاد  د قدرت پر قاعدې اود سود پر منطق ولاړدی  او و بل هيڅ انساني او اخلاقي نورم ته د مکلفيت  احساس نکوي . کله چې امريکا او اروپا فکر وکړي  بايد خپله وابستګي د تيلو پر توليد کوونکو هيوادو باندي کمه کړي نو د غير فسيلي دانو د کښت څخه چې د تيلو پرځای د سوخت د موادو په شکل کارېدای سي، ملاتړکوي . هغوی په دې کې ری نه وهي چې  دا کاربه  عملاً و انسانانو ته د غذا دلومړنيو موادو پر توليداتو  باندي ناوړه اثر وکړي او هغه به کم کړي، او کله  چې مواد کم او تقا ضا ډېره وي  نوکمبود خو خودبخوده د نرخود لوړېدو باعث ګرځي . همدا وجه ده  چې د رقابت په بازار کې يعني  په هغه ځای کې چې نرخونه پخپل سر ټاکل کيږي، نو هرڅوک دا کوښښ کوي چې  هغه مدام  د خپلي خوښي پر مرام سره لوړ ولاړسي ترڅو ګټه يې ډيره سي . په اوسني  سيسټم کې د "آزاد تجارت" معنی بس ده  همدا .

 

دبلي خوا د امريکا دلويي غوښتني او اشغالګرانه نړی وال سياست په نتيجه کې د مينځني ختيځ   لګي درګي او بې ثباتۍ  زور اخيستی  دی .  دعراق او افغانستان  د جګړو پای لا ندی معلوم او په سراب  پسې ځغاسته ده،دې وضعي دغه هيوادونه او ټوله نفت خېزه سيمه او نړۍ  ديوه لوی بحران  سره مخامخ  کړېده . په نتيجه کې  و نفتي موادو ته د لويو هيوادونو زياته  تقاضا ددې مادې  نرخ   د کنټروله ايستلی او ورځ تر بلي  و اسمان ته خېژي . دې وضعي دموادو په انتقالاتي بهير کې هم جدي  بدلونونه او خنډونه راوستي دي     ، د امريکايي ډالر نرخ را ټيټ سوې او په راکړه ورکړه يې څوک زړه  نه ښه کوي  ... دغه څه ددې  بحران  ځيني آني   علتونه ګڼل کېدای سي چې خود بخوده په  نړۍ کې د نورو بحرانو زېږنده دي .

 

 د پرانيستي اقتصاد چلند چې  د آزاد بازار پرقوانينو ولاړ دی نو  نن  يې و  سود خورانو اوچپاولګرانوته  لانوره هم موقع ورکړېده چې د هغوی په ګټه کار وکړي . د مالي سرمايې  راکړه ورکړه، يعني  د  سود خورانو او چپاولګرانو لخوا دسرمايې څخه د عاجلي ګټي او سود لاسته راوړنه  ،احتکار  د نفتو، طلا ، غنمواو وريجو بازار په ډېر بېرحمۍ  سره  متأثره کوي . په واقعيت کې دا د خوراکي موادو دﻻﻻن، سود خوران ، لوی سوداګران، نړۍ وال محتکيرين او دبورس او بازار بازيګران دی چې وچه ګټه يې  په پام کې نيولې  اوپر هيڅ شي سرپه نکوي .هغوی   په دغه  بازيو کې او هغه بې ثباتي او پخپل سري چې له همدې کبله په نړۍ وال بازار کې را مينځته سوې ده نو هغوی د خوراکي او غذايي موادو و بورس ته مخ  را اړولی دی چې  هم بې درکه ګټه لري او  هم ناتمامه تقاضاپکښې پرته ده .

 

همدارنګه ،کله چې په امريکا کې د مالي بحران هښمه  غټ بانکونه او د «ارنون » غوندي لوی شرکتونه  ډېوالي  کړه  نو په نړۍ واله کچه به هر ځای  د« تاوانيانو » خبري کېدلې  خو هيچا  هم به د «  ګټونکو » نوم نه اخيست . مګر داسي نده چې په  هره  بازي کې کله چې  « بایلونکي » وي نو په مقابل کې يې  « ګټونکي » هم   وي  .  دلته تاوانيان چې د لويو سرمايه دارنو په پرتله کم مايې کوچني سهم لرونکې وه را مخته  سوه خو د ګټونکو درک ورک سو ،  د هغوی نوم چا وا نه خيست چې دا څوک وه؟   ډير  کتونکې په دې خبره سلا دي چې ا صلي ګټونکې خو د وسلو او پوځي مهماتو د جوړولو  لويي فابريکې، کارخانې او  په نړی وال عرصه کې دهغوی  لوی  سوداګران ، دﻻﻻن او د جګړو بلونکې دي  چې په ټريليونو ډالرو معامله  تا وبالا کوي او اوس هم لګيا دي همداسي يې فعاله وساتي . په دې ورځو کې  ټول شاهد دي چې امريکا کله  په اسيا  يا  افريقا  يا جنوبي او مرکزي امريکې کې  د خپل  ګټو او ملي امنيت خبره کوي نو ددې يا هغه هيوادو د ټولنيزي پرمختياوو، پر خپلو پښو باندي د هغوی درېدل، د ولسي پرګنو د فقر له مينځه وړل او دورځنۍ اړتياو په تأمين  او د نرخو په جګېدوکې  ری نه وهي  بلکه   د ډېرو موډرنه، وژونکو اومخربو وسلو و تهيه کولو او د هغه د پلورلو و بازار  ته   مخ  را اړوي اوهر ځای يې د پوځي اډو و جوېدو ته  زور ورکړی دی  .

 

 اوس امريکا، اروپا او تر يوه حده پوري جاپان چې د نړۍ د سرمايه دارانو  درې  ګډ شريکان  دي  او ديوه اوبل د ګټوڅخه دفاع کوي  په يوه  ترټولو ناوړه اقتصادي وضعه کې  لاس او پښې وهي . پر دې هيوادو باندي  يوې هولناکه اقتصادي بحران سايه غوړولې ده . همدغه هيوادونه په تيره پېړۍ کې دوه ځله و همدغسي حالت ته راوتلي وه او هغه يې ازمويلی دی. په هغه وخت  کې  و دغسي حالت ته  د سرمايه دارۍ په دننه کې عمومي بحران ويل کېدی . دداسي  بحران څخه يوازنۍ د وتلو لار  د لومړۍ او دوهمي نړۍ واله جګړو د اور بلول وه . البته  هغه بحران چې پر ﻻري دی د تيرو بحرانو سره ورته کول به ښايي  يو بدبينانه او عجولانه نظر وي  .  خو، خوشبينه اقتصادي کارپوهان هيله من   دي چې د عادي کارو په سمبالولو سره به  دا پلا دغه بحران بېله دېنه چې جدي ضرر   پېښ کړي،  هغه به شاته پاتي سي . اما  فکټونه او واقعيتونه بيا بل څه وايي، ددې ډلي په مقابل کې   يوه بله ډله نظر ورکوي چې دغه بحران به دونه ژور سي چې ان د روان نړيوال  اقتصادي موډل  و عمر ته به د  پای  ټکی ورکړي  .

 

 ډير کتونکې د لوږي دغه  ولسي خښم  د لوږي د« تسونامي»  په نامه يادوي . د هغوی  په  باور د اوسني بحران دوام او د نړۍ په پوځي برخه کې دغه اوسنی سرسام آوره لګښت چې د ميليونو انسانانو د خولې د ګولې او دهغوی د ژوند په بيه  تر سره کيږي  ، په نړۍ واله عرصه کې به  لا زياتي نوري لګي درګي  او  بحرانونه را مينځته کړي  چې و يوه ورانونکي  طوفان ته به لاره پرانيزي  ،  او دا به د ثروتمنده او د حاله وتلي هيوادونه هم وځپي  . هغه وخت به وضعه نه په پنځه سوه مليونه ډالرو  بلکه په هغه ټريليونو ډالرو  هم چې همدا اوس پرپوځي مهماتو باندي لګيږي ، مهار نکړای سي .

 

 

 

يادونه : په دغه ليکنه کې د لوموند ډيپلوماټيک، د ګاردين ،د واشنګټن پوسټ ، کرسچن ساينس مانيټور د ورځپاڼو، د بي بي سي او دغه  لاندي منابعو څخه کاراخيستل سوی دی .

http://www.guardian.co.uk/environment/2008/apr/09/food.unitednation

http://www.globalpolicy.org/socecon/trade/subsidies/2002/10stopdumping.pdf         

http://www.counterpunch.org/terrall04172008.html

۳۰/٥/ ۲۰۰٨ 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۷٤             سال چهـــــــــارم                    جوزای    ١٣٨۷                  جون 2008