کابل ناتهـ، Kabulnath
















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 
 
ډوډۍ
 

ایمل هاشور

 
 
 

ډوډۍ

ډوډۍ

ډوډۍ

زما د لور بيه ده پنځه سوه افغانۍ *

راشئ زړه مې وپيرى

منګولې  ښخې زما په عاطفه كې كړئ

زهر توى  زما په زړه  كې كړئ

 

رابعه جانې،**

وخانده

كاكا ته دې وخانده

وګوره په لاس كې يې ښايسته ډوډۍ ده

خوندوره

    غنمګينه

            خوندوره

                        غوړينه!

 

ما مې زړه ځوړند كړى

                   د حراج لپاره

څاڅكې څاڅكې سره وينه يې بهيږي

                            د تاراج لپاره

ما مې سترګې ځوړندې كړي

                            د حراج لپاره

تړمې تړمې اوښكې يې بهيږي

                           د تاراج لپاره.

 

وېپلوره

ويپلوره

بيه يې ده پنځه سوه افغانۍ

 

ډوډۍ

ډوډۍ

ډوډۍ!

 

 

* په كندز كې  يوې ميرمنې د ولږې له امله خپله لور په ۵۰۰ افغاني خرڅه كړه

 

**  سيد علي (مستعار نوم) خپله ۱۱ كلنه لور د ۲۰۰۰ امريكايي ډالرو په مقابل كې خرڅه كړه څو ميرمن او درې نور ماشومان يې له ولږې مړه نشي.

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۷٤             سال چهـــــــــارم                    جوزای    ١٣٨۷                  جون 2008