کابل ناتهـ، Kabulnath






















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 

رژیدلی صمد
 

عبدالله هسک

 
 
 

یوه ورځ به درشمه هملنده او هلمندی به شم هلمنده. ستا د هرې ونې هرې څانګې، هرې پاڼې؛ ستا د مست او بهاند سیند هرې څپې؛ ستا د سال هرې وږمې ته به ووایم: صمد ستاسو رښتینی یار و؛ یاد او یادګار یې ګران ساتئ، په ویر یې ویرژلي اوسئ.

 

هلمنده! په ورټ ورټ به وژاړم او صمد به درنه غواړم. لاس به د لښکرګاه ګریوان ته واچوم چې ای د وحشت لښکره په تا څه شوي؟ ستا نه خو به د پوهې کاروانونه او لښکرونه تړل کیدل، د وحشت دا ناپایه لښکر به کله له ملا غوڅوې؟

 

صمده تیر کال همدا ورځې شپې وې چې په لومړي ځل مې ستا غږ واوریده، د بي بي سي فارسي څانګې ته دې رپوټ ورکوه، په ژبه پوره واکمن وې.  بیا مې واوریدې چې څومره خوږه او پسته پښتو غږیږي او د هلمندیانو په درد څومره خوږمن یې.  

 

بیا درسره پاتې شوم، یو کال درسره ملګری وم. پوهیدم چې زموږ د خشکۍ څاڅکی یې. ته هغه کس وې چې په دې بې ننګه ورځو شپو کې دې جوګمنتیا راکوله په لوړ غږ او هسکه غاړه ووایو: ای نړۍ، موږ هم یو!

 

 په وروستي ځل مې درې اونۍ مخکې واوریدې. د ګرمسیر بې ځایه شویو درسره د زړه خواله کوله، د هغوی ربړې او ستونزې دې راسپړلې وې، هماغه خوږ صمد وې او هماغه خوږه ژبه دې. بي بي سي انګریزي څانګې ته دې رپوټ ورکاوه، خو نه پوهیدم چې یوازې درې اونۍ وروسته به دا خوږ او خوږمن غږ د وروستي ځل لپاره په داسې حال کې اورم چې په ویر کې به یې لیکم.

 

راته له لومړۍ ورځې نه خوږ خوږ وې. یو دا چې نوم دې صمد بهرنګي ته ورته و چې زما د اتلانو په ډله کې دی، بل دا چې د بهرنګي په څیر په هغه سیمو کې به دې کار کاوه چې بل څوک ورته حاضر نه و. ځوان وې خو کار دې تر ډیرو پوخ عمرو لا پوخ و، لنډه موده په کار وه دې پایلې ته ورسیږم چې بي بي سي باید څومره له دننه پر روابطو وچلیږي ځکه چې هغه ګردي میزونه چې ځینې ډډ-غږي یې د پلار او ورور د حضور له برکته چلوي، باید تا چلولي وای، خو پر ځای یې ته د لښکرګاه او ګرمسیر په درد او دوړو کې ورک وې.

 

لکه چې د جهالت او تورتم لښکر په دې پوهیده چې زړه کې دې یوه څپه راولاړه شوې چې "یا به دا بې ننګه ملک بڼ د عدن کړم – یا به کړم د پښتنو کوڅې ویجاړې". همدا و چې د غم کوډله یې پر سر درونړوله. او پنځه ویشت کاله دې لا پوره نه ول چې په تنکۍ غرمه کې یې ژوند درنه واخیست او ستا د ګلالۍ لور پر شونډو یې موسکا ور وچه کړه.

 

مارکوت بیګل یو وار لیکلي ول: له خوار شامته به مو وي/ څه چې غواړو یا مو لاس ته نه راځي/ یا د ګوتو له څوکو مو وځي.

 

 ته د وحشت په دې بیدیا کې د ګل هغه وروستۍ پاڼه وې چې زموږ د ګوتو له څوکو ووتله.

 

په دې ناهیواد کې چې جانیانو او خاینانو ته پر ویر لیکنې سیالي کیږي او واټونه یې په نوم نومول کیږي، اوس وګورو چې ستا یاد او ویاړ او ویاړنه څومره درنده ساتي؟ ته خو د خپل ولس په درد دریدلی وې او د هغوی پر پرهرونو پټۍ ایښودنې کې دې ځان ستي کړ. 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۷٤             سال چهـــــــــارم                    جوزای    ١٣٨۷                  جون 2008