کابل ناتهـ، Kabulnath














Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 
 

اجمل تورمان

 
 

مور جانې ورځ دې مبارك وي درته

 
 
 

 دقبر شناخته دې ورو ورو ټكوم

هسې نه سترګو ته دې ګرد پريوځي

مور جانې مخ باندې لاسونه مه ږده

د زوى زړګي ته به دې درد پريوځي

 

مور جانې ډيره موده پس راغلى

كه مې غږ اورې نو سلام مې واخله

پوهيږم زړه دې له ګيلو نه ډك دى

له زړه دې جار شم پيغام مې واخله

  

همزولو ميندو ته ټيكري اخيستي

وايي د مور ورځ ده ،  سوغات وركوو

مونږ بد نصيبه ، زه او خويندې ، وروڼه

لمن ، لمن اوښكې ذكات وركوو

 

مورې په خداى غم دې تازه ، تازه دى

د شلو كالو راته نه ښكاريږي

ته خو په زړه كې يې ، په زړه كې اوسې

تا ته تر ټولې دنيا ښه ښكاريږي

 

مور جانې ورځ دې مبارك وي درته

له خداى جنت درته امين غواړمه

لكه زما او د حميد بابا زړه

د قبر چم دې داسې شين غواړمه

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۷٣             سال چهـــــــــارم                    جوزای    ١٣٨۷                  می/ جون 2008