کابل ناتهـ، Kabulnath














Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 
 

ايمل هاشور

 
 

لمبه

 
 
 

 لاس مې پرې پرې

نوكان يې راته ايستلي

او سره زندۍ ده راتاو

             زما پر غاړه.

 

مه تويوه سره څاڅكي

                    پر ليمو

راټولې كړه زما د وينو مرغلرۍ

اور يې كړه

لمبه يې كړه

                  لمبه!

 

راټول كړه زما د وينو څاڅكي

د شپې په ګوګل كې يې

                          باران كړه

                         توپان كړه!

 

ما د سكروټو سره كړي لوبې

ما د تندر سره كړي لوبې

شپه نه منم،

پر اوږو مې لمر غړيږي

پر سينه مې غمي ځليږي!

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۷٣             سال چهـــــــــارم                    جوزای    ١٣٨۷                  می/ جون 2008