کابل ناتهـ، Kabulnath

























Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 
 

نصير احمد احمدي - کابل

 
 

مينه  ( لنډه کيسه)

 
 

نجلۍ د کړکۍ پرده چوله کړه، د سهارني لمر ژيړې وړانګي يې پرسپين مخ ولګيدې او له ويښتو يې سره بخونده رڼا پورته شوه. يوه شيبه يې له پورته انګړ ته وکتل . غريو واخيسته او ځان يې پړ مخې په کټ وغورځاوه.
يو ورو غ
ږ يې واوريد
ــ ته ليون
ۍ يې ليونۍ!
نجل
ۍ هماغسې اوږده غزيدلې وه، تورې څڼې يې د ښۍ اوږې له پاسه په سپين بالښت غونچه پرتې وې او ورو ورو سونګيدله.... وروسته په اړخ را واوښته، د لويو سترګو سپين يې د ګوچنيو نريو رګونو له لاسه سور بخوند ښکاريدل. په مخامخ کټ ناستې چاغې نجلۍ ته يې وکتل او سره راټولې ډکې شوندېي وخوځيدې.
ــ زما ساده ترورزئ، ته
څه خبره يې ؟
چاغه نجل
ۍ ولاړه شوه، د پردې يوه څنډه يې په ګوتو کې ونيوله او پداسې حال کې چې لاندې انګړه ته يې کتل ويې ويل:
ــ ليونتوب مه کوه، ته ورته و
ګوره، څه بلا ده ؟! يو وحشي کليوال.
دا ي
ې وويل پرده يې پريښوده او د غزيدلې نجلې تر څنګ کيناسته ورو يې وويل:
ــ له ز
ړه يې لرې که.هيسته يې وغورزوه، زړه دې داسې چا ته ورکه چې ستا وړتيا ولري.. ته ښکلې يې، لوستې يې، دشتو مو شمير نشته، کورنۍ مو په عزت ياديږي، خو ستا خپل مزدور خوښ شوى دى.
نجل
ۍ په خوابدې غږ وويل:
ــ ته په د
ې شيانو نه پوهيږې، مينه داسې څه نه ده چې يو څوک يې پخپله وغواړي، او يا بيه پرې ورکړي. مينه پخپله راځي او د انسان له خوښې پرته د هغه زړه نيسي. هغوئ چې غواړي په زور ځان مين کړي او په مينه پسې ګرځي، دا مينه نه بلکې د نفس او شهوت غلامي ده. مينه د سهارنۍ وږمې په څير پاکه او زړه راښکونې ده.
چاغ
ې نجلۍ ته خندا ورغله ، تنګې سترګې يې لا پسې تنګې شوې او په ملنډو يې وويل.:
ــ دا د کتابونو خبر
ې پريږده.
ــ تا ته به خود د کتابونو خبر
ې ښکاري. ځکه تا مينه نه ده کړې، ته د مينې په راز نه پوهيږې، ته....
چاغ
ې نجلۍ د خبرو وار ورڅخه واخيست:
خو کاشک
ې په يوه سم شي مينه وائ. له رنګه تور، ببر ويښته او خيرنې جامې.
نجل
ۍ يو سوړ اسويلئ ويست. ولاړه شوه، پرده يې چوله کړه او ويې ويل:
ــ ته به ي
ې بدرنګه بولې، خو ما ته د طاووس تر بڼکې ښايسته دى. دوه مياشې وشوې چې هر سهار تر لمر ختو مخکې راويښيږم کله چې د لمر وړانګې د پردې په پاسنۍ برخې ولګيږي، همغه مهال دى هم راځي. يو يونيم ساعت د انګړ په ګلانو او چمن کې کار کوي او بيرته پخپله مخه ځي. زه په دې موده کې دلته ولاړه يم. هر سهار مې همدا حال وي ورته ګورم او ژاړم.
نجل
ۍ يو سوړ اسويلى ويست. يو شيبه غلې شوه او بيرته په خبرو راغله.
ــ په لوم
ړي ځل مې په همداسې يو ژيړ سهار کې وليد، له خوبه را پورته شوم، سترګې مې وموښلې او له همدې کړکۍمې لاندې انګړ ته وکتل، يو نرى خو خيرن ځوان ولاړ و او په پايپ يې د انګړ د منځ سړکونه پريمنځل...له کوټې ووتم، په زينو ښکته شوم. په سالون کې مې پلار، مور او کوچنى ورو سهارنۍ ته ناست وو، پلار ته مې مخ ور واړوه :
ــ دا پردى س
ړى څوک دى ؟
هغه خپل
ې عينکې په سترګو سمې کړې. د ميز په سر له ايښي غاب څخه يې د کيک يوه ټوټه ورپورته کړه او په ډکه خوله يې وويل:
ــ مزدور دى ، سهار سهار به يوه
ګړۍ راځي او انګړ به پاکوي.
زه د تل په
څير له يوې پراخې زيرپرانۍ سره سر تور سر دباندې ووتم. د عادت له مخي به هر سهار يوه شيبه د تاکونو تر چليې لاندې په ايښي څوکۍ کيناستم او د انګړ له ازادې هوا، سرو ګلانو او شنو وښو څخه به مې خوند اخيست، لاړم په څوکۍ ايښى کتاب مې را واخيست، دا يو عشقي ناول و چې ما به يې هر سهار څو پاڼې لوستلې، ځوان ته مې پام شو، د تاکونو تر منځ له يوې لويې چولې څخه ښکاريده د هغه راته شاه وه، خړ کميس يې د وليو په برخه کې په خولو لوند و او په کوچني لور يې د انګړ واښه ريبل.
دکتاب په لوستلو بوخته شوم... د پا
ڼې د را اړولو په وخت مې سر پور ته کړ، ځوان خپل پخوانى ځاى پريښى و او د انګړ په بل سر کې يې په ځړيدلي سر واښه ريبل.
په بل سهار چ
ې کله تر چليې لاندې کيناستم، د دوو ولاړو تاکونو د تنو تر مينځ لويه چوله سرو ګلانو نيولې وه، ځکه درې لويې ګلدانۍ څنګ په څنګ ايښودل شوې وې، دا يواځې لويه چوله وه چې زما د ناستې له ځايه به د انګړ ډيره برخه ترې ښکاريده، ځکه د تاکونو له تنو سره د مرسل د ګلانو يو مترى بوټى ولاړ و له پورته د تاکونو ګڼې پاڼې له چليې څخه را ځوړندې وې، او دګلانو او پاڼو تر منځ له کوچنيو سوړو پر ته بل څه نه ښکاريدل.
خداى شته چ
ې يو څخه خشکه راغله . له خولې مې چېغې ته ورته ناره ووته:
ــ ا
ې، تا ته وايم، دلته راشه.
ځوان خپل لور په چمن پريښود، راغى او په زړيدلي سر دوه درې ګامه لرې رانه ودرېد، د هغه په غنم رنګه تندي ډومبک ډومبک خوله پرته وه.
ه
څه مې کوله چې خپل ځان آرام وښيم خو لاسونه مې له خوشکي لړزيدل. ورو مې وويل:
ــ دا
ګلدانۍ دې د څه لپاره دلته ايښي دي؟
ب
ې له دې چې سر پورته کړي، خړې شونډې يې وخوځيدې؟
ــ
ښه ښکاري.
د هغه په د
ې خبره کې يو رنګه ويره راته ښکاريه شوه.
ما
ځان آرام کړ.
ــ نه پخپل پخواني
ځاى ښه ښکاري، بير ته يې يوسه!
هغه تريو
ې ګلدانۍ لاندې ووت خو بيرته يې پخپل ځاى کيښوده . ورو يې وويل:
ــ که ي
ې سبا ته يوسم. پروا خو به نه کوي؟
ب
ې له دې چې له کتاب څخه سترګې واړوم ومې ويل:
ــ ول
ې، درنې دي؟
ــ نه، خو ما ويل چ
ې دغه نږدې چمن به را وريبم.
په حيرانتيا م
ې وپوښتل:
ــ ول
ې، د ګلدانيو يې د چمن له ريبلو سره څه؟
هغه يوه شيبه غلى و وروسته ي
ې لنډ ځواب راکړ.
ــ هي
څ.
شيبه وررسته چ
ې مې سر پورته کړ، د پخوا په څير مې دانګړ ډيره برخه
ليداى شواى.
ځوان په پخواني ځاى کې واښه ريبل.
په در
ېيم سهار د حويلي ټول چمن د غالۍ غوندې يو حال او ښکلې ښکاريده خو چولې ته نږدې واښه لا د پخوا غوندې رسيدلي او څڼيور وو.
د
ځوان بياتي په لاس کې وه او د ګلانو په مينځ کې ولاړ و.
هغه ته م
ې ور غږ کړ، راغى او به زړيدلي سر زما مخې ته ودريد.
ما وويل:
ــ د چمن دا
ځاى هم وريبه، وروسته بيا کولاى شې چې ګلان جوړکې.
ــ
ښه، نن به يې وريبم.
ــ خو همدا اوس لور را واخله!!
د هغه تندى تريو شو، ب
ې له دې چې څه ووايي چټک ګامونه يې واخستل د چمن په سر ايښي خيرن څادر يې ور پورته که او له انګړ نه ووت.
په ز
ړه کې راتيره شوه، لکه چې کار يې پريښود. له ځان سره مې وويل، بلا مې ورپسې.
خو په هغه غرمه چ
ې له پوهنتون څخه راغلم، ټول چمن په يوه حال و.
نجل
ۍ غلې شوه پرده يې پرېښوده، کټ ته نږدې د ميز په سر ايښی ګيلاس يې د جګ له اوبو ډک کړ په سريې واړاوه. او د خپلې ترورزئ تر څنګ کيناسته.
چاغ
ې نجلۍد هغې تر اوږدې غاړې خپل لاس را وګرځاوه، ورو يې ړنګه کړه د هغې سر يې پخپل ځنګانه کيښوداو د تندي لخوا يې د خپل لاس ګوتې د هغې په تورو ويښتو کې تيرې کړي.
نجل
ۍ په مخامخ ديوال راځړيدلي انځور ته وکتل په انځور کې دوه د غاټولو سره ګلان ښکاريدل، بې له دې چې بلې خوا ته وګوري په مړاوې غږ يې خپلو خپرو ته دوام ورکړ.
ــ د مور له خول
ې خبره شوم چې هغه ټکنده غرمه راغلى و او چمن يې ريبلى و، ذهن مې له پوښتنو ډک شو. په سبا چې دباندې ووتم، دى د سړک په جارو کولو بوخت و، يوه شيبه مې کتاب وکوت، بيا ولاړه شوم، څو ګامه مې واخستل د هغه تر څنګ ودريدم. ورو مې وويل:
ــ ول
ې دې د سهار لخوا چمن نه ريبه؟
هغه په جارو را
ټولې شوې پاڼې او خزلې په پلاستيکي ستل کې اچولې ويې ويل:
ــ
څه فرق کوي؟
ــ خو تا نن سهار هم چمن ريبلى شو. د
څه لپاره ټکنده غرمه راغلې؟
هغه
ځواب رانه کړ، لاړ او دوه درې ګامه لرې يې دنل خولې ته پلاستيکي پيپ ور واغوست زه هم ځيل واخستم چې دا خبره به هرو مرو مالومومه، په خشکه مې وويل:
ــ تا ته وايم، کو
ڼ يې که څنګه؟!
د لوم
ړي ځل لپاره يې نيغ راته وکتل، په سترګو کې يې شرم،معصوميت، او قهر سره ګډ شوي وو، خو غږ يې پوست و.
ــ ول
ې مې زوروې، چمن و ورېبل شو، څه سهار څه غرمه، اوس مې پرېږده چې دا سړکونه پريمنځم.
داي
ې وويل او د غزيدلي اوږده پيپ په څوکه پسې لاړ.
آه! ما په لوم
ړي ځل ماته وخوړه، خپل ښايست او غرور مې تر پښو لاندې ليد. خپل ټولګيوال مې سترګو ته ودريدل، هغوئ چې له ما سره د خبرو لپاره به يې زده پوښتنې را څخه پوښتلې او يا به يې زما د نوټ د کتابچو وړلو ته پلمې پيدا کولې خو اوس د لومړي ځل لپاره يو نالوستي او خيرن کليوال زما له خبرو څخه ستړى شوى و. دا نو ما ته د زغملو وړ نه وه.
ګړندي ګامونه مې واخيستل، ورغلم او په خشکه مې ورته وويل:
_ ته بايد د خبرو ادب زده ک
ړې.
هغه وخندل.
خو ما هي
څکله په تورو شونډو کې دا ډول خوږه خندا نه وه ليدلې. هغه يواځې د پيپ اوبو ته کتل چې په رغړيدو يې د سړک خړه ورسره ټولوله.
وم
ې ويل:
ــ نور نو تآ ته ضرورت نه لرو.
ــ
ډير ښه، خو دا خبره دې بايد د پلار له خولې راته راووځي نه ستا، ځکه زه هغه راوستى يم، د هغه په خوله به لدې ځايه ځم.
ل
ړمون مې اور واخيست؟
ــ ته يو احمق او ب
ې سواده کليوال يې.
ــ او ته يوه لوست
ې خو کم عقله نجلۍ.
ما ته يوا
ځې ژړا راپاتې وه، بې اختياره مې له خولې يوه چيغه ووته، هغه پيپ وغورزاو. زما مخې ته ودريد وارخطايي د کور خوا ته وکتل، په دواړو لاسو يې خپله لمن ونيوله او په وارخطا غږ يې وويل:
ــ دا لمن قران ومنه، مو راو پلار به د
ې څه فکر کوي؟ په ګلانو مې ځکه چوله بنده کړه چې تا ونه وينم، چمن مې ځکه د سهار لخوا ونه ريبه چې ته هلته ناسته يې، ما ويل چې سترګې مې در وانه وړي، پردې ناموس يې.
ژ
ړا مې په ستونې کې بنده شوه، يوه شيبه مې ورته وکتل، د هغه په سترګو کې ويره او وحشت سره راټول وو په خوا ره خوله يې وويل.
ــ
ځم، چې دا سړک پرينمځم ځم.
نجل
ۍ غلې شوه، وښوريده او ستونې ستغ پريوته، چاغې نجلۍ خپل ځنګون ته وکتل په ځنګانه باندې يې د کميس پرته لمن په اوښکو لنده وه، د نجلۍ غږ يې واوريد:
په سبا چ
ې دباندې ووتم، په چمن کې هيڅوک نه و، نه پوهيږم چې ولې مې زړه نيولى راته ويسيد، داسې وم لکه کومه ورکه چې مې شوي وي، بې له دې چې د کتاب پاڼې را واړوم بيرته مې پخپل ځاى کيښود، په چمن کې مې قدم وهل غوره وګڼل خو کله نا کله به مې بې اختياره د انګړد دروازې په لور مغزى کوږ شو.
ټوله ورځ مې چرت خټه و، ټيکه نه راتله، ما ته کله پخوا داسې احساس نه و پيدا شوى، د شپې مې هم سر درد کاوه او تر ډيره خوب نه راته.
سهار يو
څه ناوخته له خوبه راپاڅيدم، له پاسه مې انګړ ته وکتل نه پوهيږم چې ولې مې د خوښئ احساس وکړ، ټکري ته مې لاس وروغزاوه او په لومړي ځل په پټ سر انګړ ته ووتم، هغه د مڼو د ونې سيوري ته ناست و او سهارنۍ يې خوړه له خولې مې بې اختياره ووتل:
بخ
ښنه غواړم.
وي
ې ويل:
پروا نه کوي.
يوه ش
ېبه دواړه غلي و. ده له ډوډۍ څخه غټه ګوله جوړه کړه، بيا يې د چايو سور ورپسې وکړ او په ډکه خوله يې وويل:
ــ چاى او
ډوډۍ دې مور راته راوړه، هغه ډېره مهربانه ده.
ــ ستا مور به هم مهربانه وي.
ــ وه.
ــ
څه مانا؟
ــ هغه م
ړه ده.
ــ اوف، وبخ
ښه.
ــ پروا نه کوي.
هغه پياله له چايو ور
ډکه کړه او بې له دې چې راته وګوري وې ويل.
ــ مور نلرم، پلار م
ې هم پور پرې کړى، دوه کوچنۍ خويندې راترغاړې دي.
ــ هغوئ له تا سره اوسي؟
ــ نه، په کلي ک
ې دي، له خپل انا سره، خو زه د هغوئ لپاره کار کوم، سهار دلته راځم اونوره ورځ په ريړۍ کې ميوه خرڅوم.
په خوشالي م
ې وويل:
ــ
ښه ، نو چې داسې ده، له خپلې ريړې څخه زموږ کورته هم ميوه راوړه.
ده وخندل.
ــ سمه ده له د
ې هيسته په هر سهار ميوه درته راوړم.
ده ر
ښتياه ويل، په سهار د څوکۍ تر څنګ د ميوې کڅوړه ايښې وه او دى د ګلانو په پرې کولو بوخت و.
پورته کو
ټې ته وختم د غاړې له بکس څخه مې دوه سلګونه را واخستل، انګړ ته لاړم او پيسې مې ورته ونيولې.
خو ده يو سل
ګون ورواخيست، جيب ته يې لاس کړ او څه ماتې روپۍ يې راته ونيولې.
ما وويل:
پروا نه کوي..
خو دى په خبره ک
ې راولويد.
نه، ما خپل حق راو
ګرځاوه، يواځې لس روپۍ مې ګټه درباندې کړې ده.
د ميو
ې راوړل راته ښه و ځکه د پيسو د ورکولو په مهال به له هغه سره د خپرو پلمه راته جوړيدله، د هغه خبرو خوند را کاوه، خندا يې به زړه پورې وه خو دى به ډير نه غږيده.
په کوم سهار چ
ې به رانه غى نو ټوله ورځ به مې د خولې خوند بد و .
نجل
ۍ يوه شيبه غلې شوه، د ښۍ سترګې له کونج څخه يې يوه اوښکه ورغړيده او د غوږ له پاسه يې په ګنو ويښتو کې پټه شوه ورو يې وويل: پوهيږې، زه مينه شوې يم.
هغ
ې يو سوړ اسويلى ويست او زياته يې کړه.:
يو سهار م
ې ورته وويل:
ول
ې واده نه کوې،
و
ې خندل:
ولور غوا
ړي، زه يې وسه نه لرم.
په خندا م
ې وويل:
خو
ښاري نجلۍ وکه.
ب
ې له دې چې راته وګوري شونډې يې موسکۍ شوې.
ښاري نجلۍ؟
په بي
ړه مې وويل:
زه يوه داس
ې نجلۍ پيژنم چې هم لوستې ده، هم شتمنه او هم د ښې کورنۍ، غواړي چې له تا سره واده وکي.
ده وخندل،
ټيټ شو او د ګل د بوټي يوه ماته لښته يې په بياتي غوڅه کړه، په خندا يې وويل:
ــ دا ليون
ۍ څوک ده؟
ــ ول
ې به ليونۍ وي؟
ــ ليون
ۍ يې توره وي که سپينه.
ــ
ټوکې نه کوم رښتيا وايم.
زه پوه شوه چ
ې وروستى ټکى مې په دير جديت سره له خولې راووت، ځکه هغه راته کتل او څيره يې نيولي غوندې وه.
يو شيبه غلى و او وروسته ي
ې په حيرانتيا وپوښتل:
ــ زه ي
ې ليدلى يم؟
ــ هو ستا له ژوند
څخه هم خبره ده.
حيرانتيا ي
ې دوه چنده شوه.
ــ ول
ې غواړې چې له ماسره واده وکړي.
ــ د د
ې خبرې ځواب نه شم در کولاى.
ــ يو دليل خو به لري.
ب
ې اختياره مې وويل:
ــ شايد درباند
ې مينه وي.
خندا ورغله،
ښه شيبه يې وخندل او په خندا کې يې وويل:
په ليون
ۍ مې اړوې که څنګه؟ تا وويل چې هغه زما له ژوند څخه خبره ده، په دې به هم پوهيږي چې زه له نيستۍ سره غرمه را جګيږم يو بيسواده او کليوال سړى يم...
په خبرو ک
ې يې ور ولويدم.
خو ته ي
ې خوښيږې.
هماغس
ې په خندا کې يې وويل:
ــ ل
ېونۍ ده، لېونۍ، زه هغه نه شم خوشحاله کولى، او بله.
نا
څاپه غلى شو.
په ب
ېړه مې وپوښتل.
ــ اوبل
څه؟
هغه يو سو
ړ اسويلى ويست، يو داسې اسويلى چې ما ويل د ونې له را ځړيدلو پاڼو څخه به لوګى پورته کړي يوه خبره يې له خولې راووته.
د هغه د
ې خبرې زما په زړه کې نرۍ څړيکه تيره کړه. شونډې يې خوځيدلې خو ما څه نه اوريدل. نه پوهيږم چې څه به مې ويلي وي که نه، څنګه به له هغه ځايه راولاړه شوې يم، خو چې يو وخت مې ځانته پام شو، په همدې کت پړمخې پرته وم او په اوښکو مې د بالښت پوښ لوند و.
نجل
ۍ غلې شوه، خپلې پښې يې ورټولې کړې، کيناسته، د هغې د سترګو اوږده باڼه د ډيرو اوښکو له لاسه سره سريښ وو.
يو
ځل بيا د پردې تر څنګ ودريده، او په داسې حال کې چې دباندې يې کتل شونډې يې ورپيدې.
ــ له هغ
ې ورځې راهيسته بيا نه يم ورښکته شوې، يواځې ورته ګورم او د غم پيټى درنوم، آه! مينه څومره ظالم نوم.!!!
نجل
ۍ غلې شوه، خپلو لاسو ته يې وکتل د ښي لاس طلايي بنګړى يې پورته کش کړو بنګړى يې څنګلې ته نږدې ونښت ورو يې وويل:
ــ مين
ې داسې خواره کړم، خندا يې راڅخه واخيسته، ملګري راڅخه خوا بدي شول. درسونه مې هېر کړل، خوب او خوراک يې راباندې حرام کړ، مور او پلار مې خوابدي کړل، آن خپل کوچنى ورو مې چې تر ځان راباندې ګران و په څپېړه وواهه.
نجل
ۍ يو ځل بيا غلې شوه، شونډې يې سره سريښې وې، خو په اننګو يې يوې اوښکې په بلې پسې منډې وهلې د پخوا په څېر يې انګړ ته کتل ورو يې وويل:
څه وکړم، په زيارتونو وګرځيدم، تاويوزونه مې په غاړه کړل، خداى ته مې وژړل خو هيڅ ګته يې ونه کړه: هغه زما له زړه څخه ونه وت، آه! زه حاضره يم چې پخپله هستي نيستي خپل پخوانی ژوندواخلم، خو نه يې شم تر لاسه کولاى ،
ته پوهي
ږې د هغه وروستۍ خبره څه وه؟
دى مين دى پخپل
ې يوې کليوالې يې زړه بايللى.
چاغ
ې نجلۍ وازه خوله نيولې وه، په سترګو کې يې اوښکې رغړيدلې، خو څه يې ونه ويل.
د نجل
ۍ شونډې وخوځيدې:
ــ منى را روان دى، دى به لا
ړ شي.چمن به زېړ شي، پاڼې به تويې شي، خو زه نه پوهيږم چې زما د ژوند پاڼه به پخپل ځاى پاتې شي که نه؟

پای

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۷١               سال چهـــــــــارم                      ثور    ١٣٨۷                  اپریل/می 2008