کابل ناتهـ، Kabulnath

























Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 
 

 

 
 
د مكناټن رسم
 
 

 پورتنې سرليك د  بنيادمانو د ناول د يو څپركي نوم دى ، دا ناول د ښاغلي انور وفا سمندر د غوره ناولونو څخه شمېرل كيږي . په ناول كې د شعر او د نثر ژبه يوځاى كارول شوى، ښاغلى وفا سمندر غواړي د شعر او د نثر تر منځ د جلا والي پوله له منځه يوسي ، د مكناټن رسم د كتاب د يو څپركي سرليك دى چې ډير ښه د ناول د اصلي داستان انځور په ځان كې لري. په ناول كې راغلي چې : (( قبول زرهپوش له سر څخه سر  ور وګرځاوه عږ د ( يما) وو، يما د اووم ټولګي كپټان او د زمركانو د غورځنګ غړى و، ځكه په قبول د زوى په شان ګران و:
- ځوانه تاريخ خپله سياست دى ، ووايه چې نن په تاريخ كې څه خبره وه؟
- ملګرى حاكم ! هماغه زړه خبره، هماغه د پاچايانو خبره ، هماغه د وزير اكبر خان او مكناټن خبره ، په تاريخ كې همدا يوه خبره وه .
- ځوانه په دى زړو خبرو كې دې كومه خوښه شوه؟
- ملګرى ښاروال، خبرې خو ټولې زړې دي ، خو دا يو وزير اكبر خان لكه چې ښه نر و .
_ ځوانه ته ونيسه يو ښه ښايسته وزيراكبرخان رسم كړه ، بيا يې ماته را وه ښيه ، زه همدا نن له تا څخه امتحان اخلم او د سياست د مضمون نمره دركوم!


په ناول كې د زندان په سيمه كې دا خبرې د يما او قبول تر منځ تر سره كيږي بيا يما د رسم په كښلو اخته دى او د زندان په خوا او شا او همداسې په ښار كې د زغروالو ټانكونو غږ پورته كيږي ، قبول خپل زرهپوش ته ورجګيږي ، چې يما ورته غږ كوي :
- ملګرى معلم وزير اكبر خان مې دادى رسم كړ ، ته يې وګوره او ماته نمره راكړه ! قبول چې د زرهپوش په كړكۍ ورننوت د ماشوم يما غږ يې را لنډ كړ:
- زلميه له ځايه مه ښوره ، ماته مه راګوره په وزير پسې بلا كړه اوس زمانه بل ډول شوه ، ته مكناټن رسم كړه.
ناول سر تر پايه په همداسې ښكلو انځورنو پسلول شوى دى . چې د تېرو لسيزو دردونه او كړاونه په ډير ښه ډول څرګندوي .
په ناول كې له ډيرو په زړه پورى كلمو څخه د كيسې په بيان كې ګټه پورته شوى. د بيلګې په توګه : د ياغيانو كلى ، جلا جغرافيه ، بل اقليم ، د مارانو دښته ، قديمي كلا او داسې نور ...
په كتاب باندى ښاغلي غفور ليوال د هيواد ستايلي ليكوال او عالم ګل سحر خپلې سريزى ليكلى دي، ښاغلى غفور ليوال د دې ناول په هكله داسې ليكي :
"بنيادمان د انځورګرۍ هغې تابلو ته ورته ده چې په هغه كې انځورګر د رنګونو په ژبه غږيږي ، دلته انځورګر د طبيعت كټ مټ كاپي نه اخلي بلكې ، طبيعت  يو ځل ذهن ته سپاري او بيا همدغه ذهني شوى طبيعت په خورا طبيعي او سوچه ژبه را ژباړي په دغې ژباړنې كې عقل هيڅ ډول ونډه او دنده نه لري."
په ريښتيا هم دا ناول په پښتو ناولونو كې خپلو لوړو بريدونو ته ځان رسوي. ښاغلي وفا سمندر په دى ناول كې د يو انځور ګر دنده تر سره كړى ده .
ښاغلى وفا سمندر د ۱۳۴۱ لمريز كال په مني كې د ميدان ښار په چاركلا كې زيږيدلى دى ، لومړنۍ او منځنۍ زده كړه يې د ميدان ښار په مركزي ليسه كې تر سره كړي او د شير شاه سوري د ليسې له دولسم ټولګي نه يې د فراغت بريليك تر ګوتو كړ او پر ۱۳۶۳ لمريز كال كې يې د كابل پوهنتون د ژورناليزم له څانګې نه ديپلوم واخيست .
له ۱۳۶۴ نه تر ۱۳۷۶ كال پورې يې د كابل په مركزي ټلويزيون كې د دايركټر ، راپورتر او ليكوال په توګه دنده درلوده ، دغه رازيې د كابل د سيمه ييزې راډيو د مرستيال او د راډيو افغانستان د روزنې د ادارې د لوى مدير په توګه هم كار كړى دى .
" دوه زره نويم كال"  يې د داستاني طنزونو ټولګه ده چې پر ۱۳۷۰ ل كال په كابل كې چاپ شوې ده.

" زرګره او زرلاسې كوډګر" ناول يې په ۱۳۷۹ كال كې په پيښور كې چاپ شوى دى . دې همداسې دوه نور رومانونه چې " په كور يو ليونى " او " درې خوبونه" نوميږي هم ليكلي دي .
 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۷١               سال چهـــــــــارم                      ثور    ١٣٨۷                  اپریل/می 2008