کابل ناتهـ، Kabulnath
















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 
 

مطیع الله  روهیال

طلوع افغان - کندهار

 
 

د انتنونو په ويجاړولو سره د دښمن څېره نوره هم بربنډه سوه

 
 
 

د افغان ولس د نېكمرغي دښمنان په افغانستان كي د تليفوني، ګرځنډه تليفوني شبكو چټك پرمختګ نسي زغملاى، نو ځكه يې په ليرو او نژدې سيمو كي د هغو د آنتنونو په ويجاړولو پيل وكړ.
د ساينس او تكنالوژۍ د پرمختګ سره سم د څو كلونو راهيسي د ګرځنده تليفونو د شبكو په جوړلو سره د نړۍ د ولسونو تر منځ د اړيكو ټينګولو ښه وسايل او مبايل تليفونونه را منځته سول، زموږ په هيواد كي د څو كلونو په تېرېدو سره افغان ملي سوداګرو د نړيوالو سوداګرو په مرسته په افغانستان كي د ګرځنده تليفوني شبكو په جوړولو سره پانګه اچونه وكړه لومړى د افغان بي سيم په نوم بيا د روشن، اريبا، ټيلي كام او اتصالاتو په نوم شركتونه د افغانانو ملي سوداګرو له خوا په خصوصي پانګي اچوني سره د هيواد په مركز او ولايتونو كي جوړ سول چي افغانانو ته يې د يادوني وړ خدمتونه تر سره كړل، او نه يوازي دا چي د افغانانو اړيكي يې افغانستان د ولايتونو ترمنځ ټينګي كړې بلكي د ټولي نړۍ سره يې ارتباطات ټينګ كړل چي اوس د دغو شركتونو له دغه بې ساري خدمت څخه ډېر خوښ او ګټمن سول.
په دې هر انسان بايد وپوهيږي چي دغه ګرځنده تليفوني شبكې د اشخاصو او افرادو شتمنۍ ده نه دولتي. دا چي د افغانانو د سولي، ثبات او سوكالي د دښمنانو مزدوران د دولت له پرمختګ او سولي سره دښمني لري او د دولت په نوم د هغو په وړاندي ناوړه چلند كوي. د بيت المال شتمني چي په ټول افغان ولس پوري اړه لري په يوه او بل نوم هغه لوټوي، اور ور اچوي او يا د پرمختګ په لاره كي يې خنډونه اچوي، حال دا چي دغه ډول عمل د اسلاميت، بشريت او افغانيت څخه ليري كار دى دا ځكه هغوى په خپل دغه ظالمانه عمل سره ډېر افغان مسلمان هيوادوال زيانمن كوي، له ستونزو، جهالت، او وروسته پاته والي سره يې مخامخ كوي، دا دى د انسانيت دښمنانو اوس د ولس د شخصي او خصوصي شتمنيو و بربادولو ته هم لاس ور واچوى، د كندهار په ښار او ولسواليو كي دغه راز د زابل ولايت په ولسواليو كي د اريبا، روشن او نورو ګرځنده تليفوني شبكو د ارتباطاتو كړيو آنتنونو ويجاړولو ته يې مخه كړه او په قصد سره د هيواد د ملي سوداګرو شتمني له منځه وړي، د نظر د څښتنانو په عقيده د افغان ولس د پرمختګ دښمنانو ته په افغانستان كي د ګرځنده تليفوني شبكو چټك پرمختګ د زغم وړ نه دى نو ځكه يې خپلو مزدورانو ته د كندهار په ښار او ولسواليو  او د زابل ولايت په ولسواليو كي د آنتنونو د ويجاړولو قومانده وركړه چي يو هم وړمه شپه يې د كندهار ښار د ملا عالم اخوند په كلي كي د روشن آنتن ته چاودېدونكي مواد د چاودني لپاره ايښي وه له نېكه مرغه تر چاودني  مخكي كشف او د امنيتي  ارګانو له خوا شنډ سول.

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۷٠               سال چهـــــــــارم                   حمل    ١٣٨۷                  اپریل 2008