کابل ناتهـ، Kabulnath


























Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 
 

 

 
 

دښځو دنړيوالې ورځې په مناسب دمبارکی پيغام
 
نېکمرغه دې وي د مارچ اتمه دښځودنړيوال پيوستون جشن

فرخنده وخسته باد۸ مارچ روزجهاني زن

 
 
 

په افغانستان  اونړی کښې د ښځو نړيواله ورځ پداسي شرايطوکي  لمانځل کېږي چي په ټوله نړی کي د بشرد  حقوقونړيوال سازمانونه اوخيراندېښه ټولنې د ښځو سره د زورزياتي اوټولنيزتاوتريخوالي  له کبله ژوري اندېښنې  څرگندو دي .  

تر ټولودمخه په افغانستان اونړی کښي ټولو ښځو اوپېغلوته دښځودنړيوال پيوستون دجشن په مناسبت دزړه خپلي دزړه له کومی مبارکی اونېک هيلی وړاندي کوو.

 

دښځودنړيوال پيوستون  ورځ نږ دې ((۱۵۱)) کاله تاريخ لري ،پدې ټوله موده کښي دنړی ښځو ،سياسي اوفرهنگي سازمانونواوټولنوددې ورځي ديادپه غونډوکې دښځودانساني حقوقو غوښتنه اوملاتړکړۍ دی .

 

دهمدې ورځي دتجليل په مراسموکښي چې دنړيوالي ورځی په نامه ياديږي په يوشمير هيوادوکې دغونډو جوړولو په طرڅ کې تر اوسه لاښځي ددولتي پوليسو لخوا رټل او وهل  کيږي اوياپه يوشمير هيوادوکي ددې  ورځی په مناسبت دغونډو جوړول  کدغن  شوئ دی .

 

په حقيقت کي ددې ورځي يادپداسي شرايطو کې کيږي چې دنړی پوره نيمايي اوياتر هغه زيات وگړی   په يو شمير هيوادوکي  په لويه کچه دډيرو اقتصادي اوسياسي ستونزوسره لاس په گريوان دي ،په اسيا .افريقا اولاتينه امريکا کښي  اوس چي دادی يويشتم پيړۍ پيل سوېده خوښځه  لاپه دوهمه اويادريمه کټگوری  کي راځی .داچي هر ورځ په نړی کي ښځي داقتصادي ستونزو،درملو اوروغتيايي  مرستودنشتوالي له امله خپله  اويايې ماشوم ژوند دلاسه ورکوي شمير ئې تر يوميليون  اوړی . همدا اوس دنړی  ۲۵ په سلوکې دخوراک هيڅ توکی نلري او۵۰ په سلوکي يوازي  دژوند ددوام لږ خواړه ترلاسه کولاي سي  ياپه نړيواله کچه  تر ۶۰ په سلوکې زياتي ښځی دسوادله نعمته محرومي  اوپه توروديوالوکي شپې او ورچي سباکوی زړه بوږنوونکې ده  .

په نړواله کچه کورنۍ اوټولنيز تاوتريخوالي خپلو ورستيو مرحلوته رسېږي . همدا اوس  په عراق ،افغانستان  ،فلسطين  اويوشمر افريقايي هيوادوکي  هر ورځ  ميندي اودهغوي ماشومان  دجگړي داورپه لمبوکي سوځي .

 

په افغانستان کي پر جگړ ه سربېره يوشمير ښځی دمنځنيو پيړيو دود اودستور هره ورځ په خپلو منگلو کي رانغاړی  . ترموږ پوري دډله ايزو رسنېو له لاري خبرونه راسېږي چې  هلته ښځي په زور ودول ،په بديو کي ورکول ،خرڅېدل ، ښځی وهل ، ښونځيو اوکار ته نه پريښودل  ډيري لوړي کچي ته رسېدلی دي . دټولو انساني او اسلامي نورمونوخلاف وړې ماشومي انجونې  ېو(( ۷۰ ))   کلن  سړي ته ودېږي اوياپه محلاتو کي  دزور خاوندان له هغو ي نه ناروا استفادې کوي .

 

زموږ ددې ادعاپخلی دافغانستان  جمهور ریيس  چي له لومړی ورځی يې  افغانانوته دعدالت او نصاف راوستلو وعدي ورکړي وې همدا نن دمارچ داتمی په غونډه کي دخپل قدرت په اوه کلنی کښي  پدې خبروکوی : ((په ديني عالمانو، د قامونو په مشرانو او نارينه وو غږ کوم چې د خداى لپاره ظلم پرېږدئ . له ديني عالمانو نه مې غوښتنه داده چې په جوماتونو کې وعظ وکړي او خلکو ته تبليغ وکړي چې خپلې لوڼې دې په کم عمر کې نه ودوي، په زور دې يې چاته نه ورکوي، سپين ږيرو ته دې يې نه ودوي . دا پر خپل اولاد ظلم .))

موږ په همدې  غونډه کې دهغو غيرتي ښځوددغه وړانديزسره چې  ((له ولسمشره وغوښتل هغه کسان دې په سزا ورسوي چې خپلې لوڼې په کم عمر کې ودونو ته اړ باسي . ))  خپل ملاتړ اعلانوو .اوپر ولسمشر ږغ کوو چې په وعدو اوزاريو ددې هيواد دپوره نيمايي وگړو حق نشي تر لاسه کېداي  .دقانوني لاروچاروسنجول ئي دحل اساسي  لاره بولو .

 

دادی پسله اوه کاله  پدې کوچنۍ هيواد کې نږدې ((۳۷)) هيوادونه تر ((۵۰)) زروکسانو پوري  پوځي شتون لري اوپه ميليارډو ډالر ونه ولگېدل له بدمرغه  تر اوسه لاهم دبشردحقوقو نړيوال سازمان له افغانو ښځو سره د زورزياتي له کبله ژوری  اندېښنې څرگندوي  . اويا اعلانوي چې د نوروکلونو په پرتله د ښځو د ځان سوځولو،وژنو او په زوره د هغوى د ودولو کچه لوړه شوې ده .

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولني مشرتابه جرگه پر افغان چاروکواونړيوالوسازمانو ږغ  کوي چې په افغانستان کي دښځوزورونکی اوربړېدونکی حالت  ته جدي اوهر اړخيزه پاملرنه وکړی  . موږپدې باوريو ي چي  په ټوله نړی کښي دښځوپه وړاندي له انصاف نه ليري چال چلندکيږي ،دهغوي پر انساني  حقوقو تيری يوه معمولي  بڼه اختيارکړېده ،په افغانستان کې دافغاني ښځو دژوند اقتصادي ،سياسي ،اجتماعی اوفرهنگی حالت دزورېدو ورستيومرحلوته رسېږي ،که دغه حالت ته ژوره پاملرنه ونسي پايلې به ئې ډيري زورونکی اوجبران ناپذره وي .

 

موږ دښځودنړيوال پيوستون دتاريخي ورځي په مناسبت دخپلی مبارکی په څرگندولوسره په افغانستان  ،سيمه اونړی کي دښځودروا اوانساني حقوقوڅخه خپل ملاتړ په کلکه اعلانوو،په ټوله نړی کښي ددولتي چارواکو اونړيوالوبشري سازمانوڅخه غوښتنه کووچې په نړيواله کچه دښځوپه ژوند کي راپيداشوو نا خوالودله منځه ولولپاره لاس په کارشي .۲۰۰۸ دمارچ ۸

 

ددوستۍ دمشرتابه جرگې په استازيتوب

حبيب الله غمخور

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ٦٨                          سال چهـــــــــارم                       مارچ 2008