کابل ناتهـ، Kabulnath





























Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 
 

هيوادشيرزاد

 
 

دښځو نړيواله ورځ ولمانځل سوه

 
 
 

دسويډن دمالمو په ښارکي دافغانانوعلمی اوفرهنگي مرکز په ابتکار دښځودنړيوال پيوستون دورځی  په مناسبت  دمالمو په ارکي  پرتمينه  غونډه جوړه سوې وه .

پرون د مار چ ۷ دمالمو په ښارکي دښځودنړيوال پيوتون دتارخي ورځي دجشن په مناسبت دمالمود ښارديو شمير افغانی ښځوپه گډون  دافغانانو دعلمي اوفرهنگی مرکزدمشرتابه لخوا ددې تاريخي ورځی  دياداودرناوي  په خاطر پرتمينه غونډه جوړه سوې وه .

غونډه داغلي زهل سخی لخواپر مخ بيول کېده .

 

دغونډي دپرانستلوپه وخت کې اغلي سخي دافغانانو دعلمی اوفرهنگی مرکزلخوادښځودنړيوال پيوستون دوياړلي ورځي  لمانځل  يو نيک اوپرځاي کاروباله ،هغې وويل  :دښځودنړيوال پيوستون ورځ يعني دمارچ  داتمي  له نړيوالي ورځی څخه په ټوله نړی کښي  دپرتمينو غونډو اوښکلو جشنی محافلونودجوړيدوپه طرڅ کې لمانځنه  کيږي  . ددې ورځی ارزښت پدې کښي دی چي پدې ورځ دبشری ټولنې پوره نيمايي يوځل بيادېته پام را اړوی چي ښځي ددوي مور،خور، لور اويادژوند ملگرې ده له هغوي سره ناوړه چلندنه يوازي داي کورنی اوټولنيزتاوتريخوالي منځته راوړي  بلکي  دټولو بشری قوانينو او انساني کرامت خلاف کار دی .دهغو لپاره چي داسلام مقدس دين ته عقيده لري يعني مسلمانان دی لازمه ده چې دقرانی ارشاداتو په رڼا کي دښځي درانه مقام ته جدي  پاملرنه وکړی .

 

اغلی زهل سخی دغونډی تر پيل وروسته دافغانانو علمی اوفرهنگی مرکز مشر ښاغلی حبيب الله  غمخور ته بلنه ورکړه تر څودښځودنړيوال پيستون  دتارخي  ورځی په مناسبت  ددې درنې  غونډي  برخه والوته دټولنې دمشرتابه جرگې پيغام  په واورولوسره ددې ورځی پر تاريخ لنډه رڼا واچوی .

 

ښاغلي غمخور په سويډن کي دافغانانو دعلمی اوفرهنگی مرکزدمشرتابه جرگې په استازيتوب دغونډي برخوالوته ددي تاريخي اووياړلي ورځی په مناسبت دمبارکی  ويلواونيکوهيلو په څرگندولوسره ددې تاريخي ورځی  دپيدايښت اوتاريخ په اړوند لنډي خبري وکړې  .

 

هغه په خپلو خبروکې  داهم څرگنده کړه،متاسفانه تر اوسه لادنړی داپوره نما يي  وگړي هغه حق چې دوي يې بايد ولري نلري اونه ئې تر لاسه کړی دي ،ددې لپاره چي ښځی خپل روا حق تر لاسه کړی لازمه ده چې دې موخي ته درسيدولپاره ډيرو قربانيواوورځنيزوهڅوته اماده گی ولري  .

 

ښاغلی غمخور په افغانستان کې دښځو اقتصادي ،سياسي اوفرهنگی ناوړه اوزړه بوږنونکی حالت  ته  گوته ونيول اوڅرگنده يې کړ ه ،زموږ په هيواد کې  لاتر اوسه دښځو سپکاوی کيږي ،له بده مرغه دهغوي سره داسلام دمقدس دين اودبشردحقوقوداعلاميې خلاف  چلند اوکړنو قانونی بڼه اخيستې ده .همدا اوس په افغانستان کې ښځی دکورنی تاوتريخوالی  اوټوليزو ناخوالو له امله  تر خپل خواږه ژوند تېريږي ،په ځان سوځونه او وژنه لاس پوري کوی ،ښځی  په بديو اوپوروکې ورکول کيږي اوياهغوي ددوي موافقې  اوخوښی خلاف هغه چاته په نکاح کيږي  کوم چي ياددوي  نه وي خوښ  اوياېې دسن دومر ه تفاوت وي چي په زغرده کېداي سي ووايوچي لمسۍ نيکه ته ودېږي . همدا ډول هغه دښځواقتصادي  زورونکي  حالت  په اړوند وويل ، تر هر چا زموږ دهيواد ښځي دبيوزلی سره لاس په گريوان دي . . .  ،يوه مور چي خپل ماشوم خرڅوی اويادولادت  په وخت کې خپل خوږ ژوند دلاسه ورکوی دا له ښې ورځي نه کيږي . هغه څرگنده کړه ،دهيوادپه سياسی ،فرهنگی اوټولنيز  ډگر کي لا  هم  تر اوسه دافغانی ښځو گډون کم رنگه دي ،هغه ښځی چې کا رکوی هلته  دوي ته دکار سالم محيط ندی برابر يا په  ډول دډولونو دکارفرمالخوا توهين اوتحقيري  اويادناوړو استفادوپه منظور تر تهديد لاندي راځي .  آن  تردې کچی  چي  زموږ دهيوادپه پار لمان کې  کوم  وخت چي  ښځينه استازي  دښځو دحقوقو خبره  اويابله کومه داسي مسله مطرح کوی چې ديوشميرپر شخصی مزاج برابره نه وي پر ښځینه  وکيلانو سره له دې چي  دملت استازي بلل کيږي  اوله دوي سره يوشان قانوني حقوق اوصلاحيتونه لري  ديوشمير بنسټپالو لخوا دپارلمان په تالار کي داوبوپه  بوتلو ويشتل کيږي اوياورته دافغاني دود اودستور خلاف سپکي سپوري ويل کيږي .  

 

ملالی جوياخو هغه ده په پارلماني غونډوکې دگډون  له حق څخه غيرعادلانه محرومه سول . په تيرو څوکلونو کې موږ وليدل يوشمير هغه  ښځی  چي په فرهنگی برخو کي فعالي وې په مرموزه توگه له منځه  ولاړې . 

 

هغه پر ښځو ږغ وکړ له هيوادنه فيزيکی بېلتون  ددې لامل نشي چي دوي  له افغانستان  او افغاني ټولني څخه ليري وساتي ، هغه وويل دلته په بهرکي افغانی ښځی مکلفيت لري په  افغانستان کي دخپلو همنوعانو (افغاني زورېدلو اوربړېدلو ښځو) دژوند ټولو اړخوته  په دوامداره توگه جدي پام  لرنه وکړي ،دچارواکو اويابل کوم زورواک لخوا هر هغه حرکت  ته دنفرت  اوگوت نيونې  په سترگه وگوري په کوم کښي چي دښځو انساني حقوق اوکرامت  تر پښولاندي کيږي  .

 

ښاغلی غمخور څرگنده کړه ، دلته په بهر کي زموږ خويندی اوميندي  ديوې افغاني غيرتی مور په توگه بايد داټکی له نظره ليري نکړي چې خپل اولادونه په افغاني  او اسلامی روحيه وروزي اودوي ته له خپل هيواد سره مينه  ورزده کړي ،ډيره اړينه ده چي  درنې ميندي دتنکيو انجوراتلونکی ته زياته پاملرنه وکړی تر څو هغوي پاک لمنې اوباغيرته  مسلکی افغانی پيغلي وروزل شي  .

دښاغلي حبيب الله غمخور تر وينا وروسته  افغانی  پېغلو دښځی دنړيوالی ورځی په ،مناسبت خپل شعرونه ولوستل چې دغونډي دبرخه والو لخوا په چکچکو بدرگه کېدل .

دغونډي په دوهمه برخه کي  دپيژندل سوي هنرمند امان الله اميري  لخواپداسي حال کي چي دموسيقی دالاتوپه ږغولوکي ښاغلي طلامحمد افغانستان مشهور تبله ږغونکی اوځوان هنرمند ښاغلي ادريس جان  مرسته ورسره کول  په زړه پوري  کنسرت اجراشو،دکسرت  اوپه زړه پوري غزلوداورېدوپه وخت کې افغاني پېغلو اوماشومانو ملي اومحلي  ښکلي اتڼونه وکړل . په تفريح کښي  دمحفل  برخوالوته  دټولنې دمشرتابه  لخواد تازه ميوې خوړلوته بلنه ورکړل  سوه .

 

تر تفريح وروسته  داښکلی اوپه زړه پوري محفل  دکنسرت  په دوام اواتڼوسره دشپې  پر دولسو بجو دافغاني ښځو اوپه ټوله نړۍ کي  دبشر دښېرازي ،هوساينې  اودايمی سولي  دټينگښت په هيله اودعا پاي ته ورسېد.

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ٦٨                          سال چهـــــــــارم                       مارچ 2008